راشدخان د یو ورځنیو غوره بالر او عظمت الله عمرزی غوره الرونډر ټاکل شوي
په نړۍ کې د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په نهو غوره لوبغاړو کې دری د افغانستان دي.د کرکټ نړیوالې شورا پرون د ۲۰۲۵ کال پر مهال د نړۍ د غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.راشدخان د یو ورځنیو بالرانو لومړی مقام ګټلی.عظمت الله عمرزی په الرونډرانو کې لومړی مقام او محمد نبي بیا په الرونډرانو کې دریم مقام لري.راشدخان همداراز په شل اووریزو سیالیو کې د بالرانو دریم مقام ساتلی دی.