Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2026

Новости за 02.01.2026

Pa.azadiradio.com 

د خلکو اعتراضونه د تومانو د بېساري لوېدو په خاطر

که څه هم د نړۍ ډېرو برخو نوی کال په اورلوبو پیل کړ، خو ایرانیان د لاریونونو لپاره واټونو ته ووتل. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې یو نسبتا منځلاری شخصیت دی، د خلکو "مشروع غوښتنې" منلي او خبرداری یې ورکړی چې د هغوی له پامه غورځول به اخلاقي ناکامي وي.

Pa.azadiradio.com 

ممداني د لوړې په مراسمو کې پښتو او نورې ژبې یادې کړې

د نیویارک لومړني مسلمان ښاروال زهران قوامي ممداني په خپله وینا کې یاده کړه چې دا ښار به د پښتو، کردي،یدیش او نورو ګڼو ژبو، مذاهبو او فرهنګونو د پالونکو ګډ کور وي او همدا خلک به وي چې د نیویارک د نوي فصل داستانونه به لیکي. هغه پرون لوړه وکړه او رسماً یې خپل کار پیل کړ. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

اتو پاکستانيو خبریالانو ته د عمري بند سزا اورول شوې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې اته تنه خبریالان په عمر بند محکوم کړل. په دوی باندې د ترهګرۍ اړوند جرایمو تورونه لګېدلي چې د پخواني بندي صدراعظم عمران خان په ملاتړ له انلاین فعالیتونه سره تړلي بلل شوي. د راپورونو له مخې دا خبریالان د هغو قضیو په خاطر محکوم شوي چې د ۲۰۲۳ کال د مې په نهمه تر تاوتریخجنو مظاهرو وروسته ثبت شوې وې. په هغو مظاهرو کې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان په پوځي مراکزو په بریدونو تورن شوي. پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف پاکستان رهبر عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.

Pa.azadiradio.com 

راشدخان د یو ورځنیو غوره بالر او عظمت الله عمرزی غوره الرونډر ټاکل شوي

په نړۍ کې د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په نهو غوره لوبغاړو کې دری د افغانستان دي. د کرکټ نړیوالې شورا پرون د ۲۰۲۵ کال پر مهال د نړۍ د غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی. راشدخان د یو ورځنیو بالرانو لومړی مقام ګټلی. عظمت الله عمرزی په الرونډرانو کې لومړی مقام او محمد نبي بیا په الرونډرانو کې دریم مقام لري. راشدخان همداراز په شل اووریزو سیالیو کې د بالرانو دریم مقام ساتلی دی.

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه افغانستان ته د بشري مرستو استول شوی کاروان لا هم په تورخم کې ولاړ دی

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي تایدوي چې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په بشري مرستو بار د موټرو کاروان ته یې په تورخم د اوښتلو اجازه نه ده ورکړې.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي که ایران سوله ییز مظاهره چیان ووژني امریکا به هغوی وژغوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران مظاهره چیان ووژني دوی به یې ژغورنې ته ودانګي. ټرمپ په خپله تروث سوشیال پاڼه کې نن په دې اړه یو بیان ورکړی. هغه لیکلي:« که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي.» د هغه په خبره امریکا د اقدام لپاره چمتو ده. د راپورونو له مخې په ایران کې چې مظاهرې نن شپږمې ورځې تر رسېدلي لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د بشري حقونو مدافع ډلو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړي او له تاوتریخوالي یې کار اخیستی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په خوست کې د پاکستان په مبینه ډرون برید کې د ویجاړ شوي کور مالک ته نوی کور وسپارل شو

د افغانستان د خوست په ګربزو کې هغې کورنۍ ته د نوي کور کیلۍ وسپارل شوې چې مخکینۍ کور یې په تېر نومبر کې، د پاکستان په مبینه ډرون برید کې ویجاړ شوی وو. هغوی ته نوی کور د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز د خیریه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوی دی. د زیانمنې کورنۍ یوازیني پاتې کس نور اسلم مشال راډیو ته وویل، د کور له ویجاړیدو وروسته په خیمه کې اوسېدی او په خپله یې د کور جوړولو وس نه درلود.

Mashaalradio.com 

د کالام په واورو کې ۵ ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې ده

د خیبر پښتوخوا د سوات سېلانۍ سیمې کالام ته ورغلي خلک وايي، د پینځه ورځنۍ مېلې پرمهال یې له واورو او لوبو خوندونه اخیستي دي. ځايي لوبغاړي وايي هلته درې کاله وروسته داسې ښه واوره شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ایران کې لږ تر لږه ۷ مظاهره چیان وژل شوي

په ایران کې د تازه لاریونونو پر مهال لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي. ځینو رسنیو د اولسو او ځینو نورو بیا د ۳۲ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی. د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ور رسېدلو ویډیوګانو له مخې امنیتي ځواکونه په خلکو اوښکی بهوونکی ګاز کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. په یوه پېښه کې د فارس نیمه دولتي خبري اژانس په خپله هم تایید کړې چې دری تنه د لُرستان ولایت په ازنا ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي. مظاهرې چې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون پیل شوې وې نن جمعه شپږمې ورځې ته رسیدلي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سعودي کې د بازانو د ښکلا او ځغل سيالي

په سعودي عرب کې د پاچا عبدالعزیز د باز پالنې فېسټیوال روان دی، چې پکې د "الملوح" د ځغل سیالي او د "مزاین" د باز ښکلا سیالي د فېسټیوال اصلي برخه ده. د سیالیو ټول انعامونه تر لس میلیونه ډالرو رسېږي. ګډونوال وايي باز پالنه د دوی د نیکونو میراث دی. ګل اياز د رويټرز اژانس له ويډيو رپورټ جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې تلفات زیات شوي او په لسګونو کسان نیول شوي

د ایران د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو د جنوري په لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي. حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي. ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دې تایید کړي، او ازادې راډیو هم ونه شول کولای چې دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید کړي. د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان چې د ډیری څارونکو لخوا نسبتا منځلاری ګڼل کیږي د تاوتریخوالي کمولو هڅه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په درې ولایتونو کې یوشمیر تورن کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ یې اته تنه په رزګان، بلخ او ننګرهار کې د غلا، لواطت، شخصي حریم ته د ننوتلو، زنا او الحکولي مشروباتو د پلورلو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې په وینا دغو کسانو ته د نهه دیرش درو سربیره هر یو ته تر دوو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده. تر دې مخکې پرون د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې وویل چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د دوی د دولت له لورې شپږ تنه اعدام شوې دي او یو زر یو سل او اتلس تنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له ملګرو ملتو وغوښتل چې د افغانستان دایمي استازولي دوی ته وسپاري

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتو وغوښتل چې د ملګرو څوکۍ د دوی حکومت ته وسپاري. سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کول له څو پلوه طالبانو ته مهم دي؛ یو به نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، بل به د افغانستان کنګل شوي پیسې دوی ته وسپارل شي او نړیوالو مرستو ته به لاسرسۍ پیدا کړي. له تیرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، ورته غوښتنه له ملګرو ملتونو کوي، خو ملګري ملتونه له دوی څخه غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات ۱۷ ته لوړ شول

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي وروستیو اورښتونو او سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي دي. د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې هم راپور ورکړی چې په ۱۱ ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د مظاهرو په ترڅ کې د اوو تنو د تلفاتو راپورونه خپاره شوي

ایراني چارواکو نن د ایران په بیلابیلو سیمو کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیولی. د اونۍ له پیله په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو لاریونونه پيل کړې دي. د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو پرون راپور ورکړ چې د اعتراضونو پرمهال د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي. حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي. ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي، او ازادې راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو د قربانیانو شمیر زیات شوی

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سیلونو له امله د قربانیانو شمیر اوولسو ته ورسید. په قربانیانو کې د یوې کورنۍ هغه پنځه تنه هم شامل دي چې په هرات ولایت کې د خپلو کور د چت د نړیدو له امله یې د پنجشنبې په ورځ ساه ورکړه. د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ د ورښتونو او سیلونو له امله دوه سوه څلور اویا کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نژدې یو زر پنځه سوه شپیته کورونه په جزیي ډول تخریب شوې دي. په افغانستان کې د تیرو څلورو ورځو په ترڅ کې... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *