پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ د کارونو او سیمه ییز امنيت په اړه خبرې کړې
د پاکستان او چين بهرنيوو چارو وزيرانو د دوه اړخیزو مسايلو په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې د سیمه ييز امنيت، سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې په زیاتولو غږېدلي دي.د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دواړه غاړې سلا شوې چې دوه اړخیزه همکاري به لا نوره زیاتوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان مرستيال وزیراعظم او د بهرنيوو چارو وزير اسحق ډار په خپله درې ورځنۍ دوره کې د چين د بهرنيوو چارو له وزير وانګ يي سره په بیجينګ کې په ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمه وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړو خواوو د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې د کارونو، سیمه ییز امنيت او تجارتي اړيکو په اړه پخ تفصيل خبرې وکړي. د وزارت ترمخه، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ دا سټراټيژيک مذاکرات د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاريوو د پراخولو په لور یو بل ګام دی.
چين له پاکستان سره د اقتصادي راهدارۍ (سیپېک) په پروژو کې د ۶۵ اربه ډالرو پانګونه کړې ده. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.
ډار او يي په داسې حال کې سره کتلي چې په دې وروستيوو کې په پاکستان کې ځيني چينايي وګړي نيول شوي دي. د سیند د کورنیو چارو وزیر د دیسمبر پر ۲۵مه وويل چې په يوه اونۍ کې یې د انټرنېټي جرمونو په تور ۳۴ کسان نیولي چې ۱۵ یې چینایان دي. پر هغوی تور دی چې د جعلي کاروبارونو په نوم یې په ميليونونو روپۍ له خلکو وهلې دي.
د سيند چارواکو ويلي وو چې پاکستان به د چين له حکومت سره د هغو چينايي وګړو په اړه خبرې کوي. خو د ډار او يي په خبرپاڼو کې څه نه دي ويل شوي چې ايا هغوی په دې اړه خبرې وکړې او که نه.