نیکولاس مادورو بروکلین زندان ته ولیږدول شو
نیکولاس مادورو، چې له ۱۲ کلونو څخه زیات یې په وینزویلا واکمني وکړه، د امریکایي ځواکونو لخوا تر نیول کیدو وروسته نیویارک ته وړل شوی او هلته په یوه زندان کې ساتل کیږي.
نیکولاس مادورو، چې له ۱۲ کلونو څخه زیات یې په وینزویلا واکمني وکړه، د امریکایي ځواکونو لخوا تر نیول کیدو وروسته نیویارک ته وړل شوی او هلته په یوه زندان کې ساتل کیږي.
د پاکستان او چين بهرنيوو چارو وزيرانو د دوه اړخیزو مسايلو په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې د سیمه ييز امنيت، سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې په زیاتولو غږېدلي دي.د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دواړه غاړې سلا شوې چې دوه اړخیزه همکاري به لا نوره زیاتوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان مرستيال وزیراعظم او د بهرنيوو چارو وزير اسحق ډار په خپله درې ورځنۍ دوره کې د چين د بهرنيوو چارو له وزير وانګ يي سره په بیجينګ کې په ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمه وبلله. Читать дальше...
یو شمېر افغان متقاعدین وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوي او نور د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري. دوی ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د طالبانو حکومت په دې ورستیو کې متقاعدینو ته د دوی د حقونو د ورکړې د بهیر د پیل خبر ورکړی، خو د دوی په خبره لا یې حقوق نه دي ترلاسه کړي.
هغه نسل چې ښايي ډیرو نجونو په کې د طالبانو له ویرې د نارینه و جامې اغوستې چې هویت یې ښکاره نشي. هغه نسل چې له زده کړو محروم شو او هیلې يې نیمګرې پاتې شوې، هغه نسل چې کډوال شو او بیرته وطن ته ستون نه شو، هغه نسل چې د ماشومایتوب لوبې يې په اسمان کې د پوځي الوتکو شمېرل وې او هغه نسل چې د خپل هویت د ساتلو لپاره يې هر څه وکړل، خو ناهیلی شو. دا یوازې د افغانانو او افغانستان کیسه نه ده، بوسنیا هرزګووینا او د روسیې په ګاونډ کې د چچنیا اوسیدنکي د افغانانو په څېر د جګړو او کډوالۍ تجربې لري. ازادي راډيو له... Читать дальше...
د پاکستان او افغانستان د چیمبرز اف کامرس (تجارتي خونو) مرکزي مشرانو هيله ښودلې چې له راتلونکې اونۍ به د دواړو هيوادونو تر منځه لارې د تجارت لپاره خلاصې شي.د جنورۍ پر څلورمه، د دواړو هيوادونو د تجارتي خونو مشرانو په انټرنېټ کړې غونډه کې د ستونزو، چيلنجونو او حل لارو په اړه خبرې وکړي. تر دې غونډې وروستو دواړه خواوې په تورخم کې د ملاقات او خبرو اترو کولو لپاره سلا شول. په ان لاین غونډه کې شامل، د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې مرستیال مشر سید جواد حسین کاظمي مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر شپږمه به په تورخم کې له يو بل سره وويني. Читать дальше...
شمالي کوریا نن یکشنبه ( د جدي ۱۴) لږ تر لږه دوه بالستیک توغندي وتوغول. دا توغندي له پلازمینې پیونګ یانګ څخه د جاپان او دواړو کوریاو ترمنځ پراته سمندر ته وتوغول شول. دا توغونه پر وینزویلا د متحده ایالتونو له برید څو ساعته وروسته او داسې مهال وشوه چې د جنوبي کوریا مشر چین ته خپل دولتي سفر پيل کړ. رویټرز لیکلي، دا له تیرو دوو میاشتو راهیسې لومړی ځل دی چې شمالي کوریا دغه ډول توغندي توغوي.
برتانیا او فرانسې د یکشنبې په ورځ (د جدې ۱۴مه) اعلان وکړ چې دوی په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش، پر وړاندې ګډ هوايي بریدونه کړي دي. د برتانیا دفاع وزارت وویل چې دوی له فرانسې سره په ګډه تیره شپه په سوریه کې تر ځمکې لاندې هغه ځای په نښه کړ چې ګمان کیږي داعش د وسلو او چاودیدونکو توکو د زیرمه کولو لپاره کاروه. د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي. د برتانیا دفاع وزارت زیاته کړې، هیڅ داسې نښې نشته چې وښيي د پالمیرا په لرغونې سیمه کې شویو دې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان اوښتی وي. د اسلامي... Читать дальше...
په ترکیه کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، په وروستیو میاشتو کې د پولیسو له لوري د دوی د نیولو او توقیف پېښې زیاتې شوې دي. د دوی په خبره دوی نه شي کولای چې د کار او ورځنیو اړتیاوو لپاره له کورونو ووځي.
د امريکايي ځواکونو لخوا تر نيول کېدو وروسته، د وینزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو نيويارک ته وړل شوی دی. پر هغه د نشه يي موادو د قاچاق تور دی. امريکايي وايي د هغه د نيولو لپاره یې ځانګړي ځواکونه او ۱۵۰ الوتکې کارولې دي. د وینزويلا مرستيالې ولسمشرې او د مادورو ملاتړو هېوادونو د امريکا هغه عمليات غندلي دي. خو واشنګټن وايي مادورو دوی ته مطلوب وو نو ځکه یې هغه نيولی دی. په دې اړه د ګل اياز د رويټرز اژانس له ويډيوګانو جوړ کړی راپور وګورئ.
د پاکستان د خيبرپښتونخوا باجوړ کې ناڅرګنده وسلوالو پرون یو تن وواژه او د دوو پولیسو په ګډون يې درې کسان ټپیان کړل. د باجوړ پوليسو وياند محمد اسرار د ازادي اروپا راډیو / مشال څانګې ته وویل چې پرون سهار وختي ناڅرګنده وسلوالو باجوړ کې د پوليسو پر یو چيک پوسته بريد وکړ چې پکې يو عام وګړی ووژل شو. اسرار وايي د وسلوالو په ډزو کې د يو ځاي ښوونځي چوکېدار او دوه پوليس هم ژوبل شوي دي. ده زیاته کړه چې ترهه ګري ضد اقداماتو په ترځ کې پلټنې پيل شوي دي. دبرید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تحریک طالبان پاکستان یا TTP په باجوړ کې فعالیت لري . Читать дальше...
د ۲۰۲۲م کال په سېلابونو کې د چارسدې ترخې په اخون اباد سیمه کې د نجونو سکول دېوالونه نړېدلي وو خو تر اوسه لا هم نه دي رغول شوي. د سکول ښوونکې او زده کوونکي وايي چې دوی ځان خوندي نه محسوسوي. دوی غوښتنه کوي چې د سکول دېوالونه دې زر تر زره ورته جوړ کړي.
د ترکيې رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هیواد پولیسو ۳۲ افغان مهاجرین نیولي دي. راپور کې ویل شوي چې د دیاربکر ښار پولیسو د جمعې ورځې په عملیاتو کې دغه افغان مهاجرین چې د فاضلاب په یوه ټانکر کې پټ شوي وو، وپیژندل او ونیول. پولیسو نیول شوي مهاجرین د طبي معایناتو وروسته د بهرنیو اتباعو د لیږد مرکزونو ته استولي دي. راپور کې ویل شوي چې د غیرقانوني افغان مهاجرینو په ګډون، پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي. د ترکیې د مهاجرت ادارې په دې ورستیو کې وویل چې په تیر میلادي کال کې ۴۲ زره غیرقانوني افغان کډوال په دغه هیواد کې نیول شوي. Читать дальше...
د شپې لاریونونو د تهران په څو ځایونو او نورو ښارونو کې تیرماښام د اومې پرله پسې شپې لپاره دوام وکړ. لاریونوالو د حکومت ضد شعارونه ورکړل او په څو ځایونو کې امنیتي ځواکونو سره ونښتل . هغه ویډیو تصویرونه چې تیرماښام په خواله رسنیو کې خپاره شول په کې دتهران په نازی اباد ، نارمک ، تهران پارس ، نظام اباد او نورو سیمو او دغه راز په نورو ښارونو لکه مشهد ، زنجان ، فردیس ، شیراز ، رشت ،قزوین او همدان کې د شپې لاریونونه لیدل کیږي. د ازادی اروپا / ازادي راډیو فردا څانګې ته یوه ویډیو لیږل شوې چې په هغې کې... Читать дальше...
د افغانستان سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
مادرو چې په کاراکاس باندې دامریکايي ځواکونو د پرونیو بریدونو په ترځ کې ونیول شو نیویارک ته ولیږدول شو. روسیې ، ایران او د وینزویلا ځینو نورو ملاتړو هیوادونو د متحدو ایالاتو دغه اقدام وغانده خو په تبعید کې د وینزویلا خلکو یې هرکلی وکړ.
هرات کې د ترافیکو ادارې له خوا د ښار په ټولو واټونو کې پر درې څرخي وسایطو یا ریکشو بندیز لګولو وروسته، یو شمیر ریکشا چلوونکي وايي چې دوی د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې ده. دوی وايي چې اوس په دې سوړ موسم کې نه پوهیږي چې د خپلو کورنیو لپاره څنګه نفقه وګټي.