Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګرو ملتونو د هغو دوو افغان ښځو سمدستي ازادي غوښتې چې تېرو ورځو کې طالبانو نیولې دي

ریچارډ بنېټ د طالبانو له زندانه د دوو افغان ښځو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ښاغلي بنېټ د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه په بیان کې ویلي: « په کندوز کې د ناظره رشیدي او په هرات کې د خدیجه احمدزاده د روان توقیف په اړه سخت اندېښمن یم. زه د هغوی د سمدستي خوشې کېدو او خوندیتوب غوښتنه کوم»

د راپورونو له مخې ناظره رشیدي د جدي/مرغومي په شپاړسمه په کندوز کې د طالب ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

په بله قضیه کې هم خدیجه احمدزاده چې په هرات کې د تکواندو ورزشکاره او روزونکې ده د طالب ځواکونو له خوا د جدي/مرغومي په ۲۰مه نیول شوې ده.

هغې د راپورونو له مخې په هرات کې نجونې د تکواندو په برخه کې روزلې چې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو نیولې ده.طالبانو لا رسماً د خدیجې د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.خو د ناظرې رشیدي د نیولو په اړه یې تېره اوونۍ یو بیان خپور کړی دی.په کندوز کې د طالبانو امنیه قومنداني تېره دوشنبه د جدي ۲۲مه تایید کړه چې ناظره رشیدي دوی نیولې ده.دې قومندانۍ زیاته کړې چې ناظره رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوې دي.د طالبانو چارواکو زیاته کړې چې د ناظرې رشیدي نیول د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري.پرناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نشته.د ناظرې رشیدي خور هاجرې رشیدي ازادي راډیو ته ویلي وو چې خور یې د کندوز د استخباراتو په زندان کې ده او لاس او پښې یې تړل شوې دي.هاجرې په یوه تازه ویډیويي بیان کې چې رسنیو ته یې استولی ټينګار کړی چې خور یې باید خوشې شي.د ناظرې د خوشې کېدو لپاره ګڼو فعالانو او خبریالانو خپل ویډیويي پیغامونه خپاره کړي او له نړیوالو بنسټونو او د خبریالانو له مدافع ټولنو غواړي چې د د هغې د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو په کار او زده کړو پراخ بندیزونه ولګول.په رسنیو کې محدودې خبریالانې او ښځې په کار بوختې دي او د نورو خبریالانو په څېر اړې دي چې د طالبانو له مقرراتو سره سم کار وکړي.په دغو مقرراتو کې بشپړ حجاب او په ماسکونو د مخ پټول هم شاملیږي.د طالبانو حکومت همداراز له هر ډول سپورټي فعالیته ښځې او نجونې راګرځولي او اجازه نه ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *