Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2026

Новости за 17.01.2026

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د هغو دوو افغان ښځو سمدستي ازادي غوښتې چې تېرو ورځو کې طالبانو نیولې دي

ریچارډ بنېټ د طالبانو له زندانه د دوو افغان ښځو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ښاغلي بنېټ د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه په بیان کې ویلي: « په کندوز کې د ناظره رشیدي او په هرات کې د خدیجه احمدزاده د روان توقیف په اړه سخت اندېښمن یم. زه د هغوی د سمدستي خوشې کېدو او خوندیتوب غوښتنه کوم» د راپورونو له مخې ناظره رشیدي د جدي/مرغومي په شپاړسمه په کندوز کې د طالب ځواکونو له خوا نیول شوې ده. په بله قضیه کې هم خدیجه احمدزاده چې په هرات کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: دا د ده پریکړه ده چې پر ایران یې برید ونه کړ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي چې دا د ده شخصي پریکړه وه چې پر ایران برید ونه کړي. ډونالډ ټرمپ د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې چې په ایران کې د دولت ضد پراخ لاریونونه روان وو، څو ځله د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې له معترضانو سره له بد چلنده لاس واخلي، کنه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

Mashaalradio.com 

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد کې فوټبال اتلولي پای ته رسېدلې

د جنورۍ پر ۱۶مه په خوست کې د فوټبال هغه سیالۍ چې د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب په یاد کې جوړې شوې وې، د متون چیغۍ کلي غورځنګ کلب په بریا پای ته ورسېدې. د فوټبال دې سیالیو، چې درې میاشتې يې دوام وکړ، د خوست د مرکز او ولسوالیو ۵۵ لوبډلو په کې برخه اخيستې وه. په ننګرهار کې د مطیع الله تراب مقبره هم، د خوست د بهر میشتو مساپرو، پانګوالو او ځايي اوسېدونکو په مرسته په اساسي او ښکلې بڼه رغول شوې ده. ويډيويي راپور.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختیځ کې د کب پلورونکو بازارونه تاوده شوي

ګڼ کسان د ژمي په دې ورځو کې د تفریح او د کبانو خوړلو لپاره، په ځانګړي ډول د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره د نغلو او سروبي سیمو ته ځي. دلته د کبانو پخونکي هم له خپل کار خوښ دي وايي، د مشتریانو شمېر یې د پام وړ زیات شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د جګړې اغیز؛ بازاونو کې د خوارکي توکو بیې لوړې شوي دي

د افغانستان د یو شمېر سیمو ځینې اوسېدونکې وايي د ژمې په موسم کې د ځینو خوراکي موادو بیې لوړې شوي چې د دوی په ورځني ژوند یې فشار زیات کړی دی. دوی وايي په ایران کې وروستۍ پېښې، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندیدو او دغه راز واورې چې له امله یې په کور دننه ځینې لارې لنډمهاله بندې شوې په بازارونو کې په بیلابیلو توکو اغیز کړی دی. د کندهار یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل، "وړه بې انتها ګران شوي دي، خلک غریب دی، د اخیستلو وسه یې نه لري، دغه راز غوړي ګران شوي دي". له پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه راستانه شوي کډوال؛ د خوړو لپاره هیڅ نه لرو

یو شمېر افغان کډوال چې په وروستیو کې له پاکستانه ستانه شوي دي وايي کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او ورځني لګښتونه یې تر عایداتو لوړ دي. د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست کشمېر خان چې اوس مهال په کابل کې اوسیږي شنبه د جنورۍ ۱۷ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې د ورځې په اوسط ډول له ۲ تر ۳ سوه افغانۍ پیدا کوي خو د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولی. "اوه میاشتې کیږي چې له پاکستانه په زوره ډیپورت شوی یم، دلته هره میاشت ۹ زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم، پوره خاوړه نه لرو، زما یو زوی ناروغ دی، د اونۍ شاوخوا یو نیم زر افغانۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پنجاب او بلوچستان کې ټرافیکي پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي

چارواکي وايي د پاکستان په بلوچستان او پنجاب صوبو کې په دوو ټرافیکی پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل دي.د پنجاب د سرګودې ضلعې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۷مه یوه لارۍ وچ کانال (نهر) ته ولوېدله چې پکې ۱۴ کسان ووژل شول چې شپږ پکې ماشومان دي. ډان ورځپاڼې د پنجاب د ژغورنې ادارې له خولې لیکلي دي چې په لارۍ کې سپاره کسان له اسلام اباده فیصل اباد ته په یوه جنازه کې د ګډون کولو لپاره روان ول چې موټر یې د حادثې ښکار شو. د ژغورنې اداره وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي

له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي. د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه. د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده. د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه

د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله. د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو. له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي. د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.

Pa.azadiradio.com 

کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل

د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي. د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې. په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي. د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.

Mashaalradio.com 

په متحده عربي اماراتو کې مرغلرې څنګه پیدا کېږي؟

په متحده عربي اماراتو کې د مرغلرو (ملغلرو) د کښت د دود ژوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کېږي. د دې عمل لپاره د راس الخیمې په اوبو کې یو فارم جوړ شوی او هلته د مرغلرو د تر لاسه کولو لپاره کښت شوی دی. يوشمېر سیلانیان د مرغلرو د کرنې د پروسې کتلو شوق لري او هغه ځای ته په کښتيو کې ځان ور رسوي. د رویټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور .




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *