په یوشمیرولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي
د افغانستان یو شمېر ولایتونه شنبه او یکشنبه د حمل ۸ او ۹ مه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.
د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو « پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او لغمان « کې د سختو بارانونو، سیلابونو او د غرونو ښوېدو له امله، ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند یوسف حماد په یو ویډیويي بیان کې چې یکشنبه د حمل ۹مه یې رسنیو ته استولي ويلي چې په دې پېښو کې ۵۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
"د سیلابونو تر څنګ ځمکه هم ښوېدلې او د تندر د لوېدو پېښه هم رامنځته شوې ده چې له امله یې په یادو ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي، دغه راز ۳۷ استوګنیز کورونه په بشپړ ډول، ۱۱۰ کورونه په نسبي ډول او ۱۰ دوکانونه هم تر یوه حده ویجاړ شوي دي."
نوموړي ویلي چې دغه راز د سیلابونو له امله ۲۴ د اوبو سرچیني، ۸۰ کیلومتره سړکونه، ۷ د اوبو رسولو شبکې، ۵۸۲ جریبه کرنیزه ځمکه او ۹۳۸ ونې هم له منځه تللې دي؛ خو په خبره یې زیانمنو سیمو ته اړینې مرستې رسېدلي او دا اداره د بېړنیو حالاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
تر دې مخکې، په بادغیس کې د طالبانو ولایتي ادارې ویلي وو چې په قادس، درهبوم او آبکمر ولسوالیو او همدارنګه په قلعهنو ښار کې د شنبې په ورځ د حمل ۸مه د سیلابونو له امله ۴ کسان، چې یو پنځه کلن ماشوم هم پکې شامل و، مړه شوي، ۲ ټپیان دي او یو شمېر نور لادرکه دي.
د دې ولایت یو اوسېدونکي محمد اسماعیل ازادي راډيو ته وویل چې د سیلابونو له امله د دوی په سیمه کې درې تنه مړه شوي او د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي: " دا ډېره زړه بوږنوونکې پېښه وه، زموږ د سیمې درې ځوانان چې شپانه وو او خپلو پسونو پسې چې اوبه یې یونسي تللي وو، یو ورور یې اوبو ته لوېدلی چې بل ورور یې غوښتل هغه وژغوري دا هم اوبو ته لوېدلی او دواړه هملته مړه شوي وو، اوبو یې جسدونه تر شاوخوا یو کیلومتره پورې وړي وو، یو بل دولس کلن ماشوم هم چې اوبو ته لویدلیو، اوله کې ژوندی وو خو وروسته په روغتون کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه."
په ورته وخت کې د فاریاب ولایت یو سیمهییز چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته ویلي چې په بندر، لولاش، ګرزیوان، خیبر، پشتونکوت، بلچراغ، خواجهناموس او فردوس ولسوالیو کې سخت سیلابونه راغلي او خلکو ته یې زیان اړولی دی.
هغه وویل چې د ګرزیوان، فردوس او بلچراغ ولسوالیو لارې د سیلابونو له امله تړل شوې دي او د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې یې جدي ستونزې جوړې کړې دي.
په همدې حال کې، له هراته راپورونه وايي چې د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې هم سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د هرات یوه سیمه خبریال چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې، په گذره ولسوالۍ کې یو ۷۵ کلن سړی او یوه ښځه د سیلابونو له امله مړه شوي دي.
په هرات کې د یوې مرستندویه ادارې یو کارکونکي هم ازادي راډیو ته وویل: " د وروستیو سختو اورښتونو له امله، د هرات جنوبي ولسوالۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي، په ځانګړي ډول شینډنډ ولسوالۍ او دغه راز پشتون زرغون او اوبه ولسوالۍ، نن هم د دې ولایت د رباط سنګي په ولسوالۍ کې سیلابونه راوتلي دي."
د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت هم ویلي چې په ځینو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوې دي.
دې وزارت یکشنبه د حمل ۹ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده.
په همدې حال کې، د هرات–کندهار لویې لارې یو شمېر مسافر وایي چې د شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره په لاره کې بند پاتې شوي وو او له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
یوه مسافر د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته ویل: "موږ په شینډنډ ولسوالۍ کې له یوه لوی سیلاب سره مخ شو، دلته پل نشته او اوبه ډېرې تیزې وې، سهار شاوخوا ۱۱ بجې ورسېدو خو ومولېدل چې لاره بنده ده او سلګونه موټرې دواړو خواو ته ولاړې وې، تقریبا لس ساعته هلته منتظر وو او لاره بنده وه."
هغه وویل چې په دې لاره یو مسافر وړونکی موټر هم چپه شوی و او یو شمېر سپرلۍ یې ټپیانې شوې وې، چې وروسته روغتون ته لېږدول شوې دي.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د هرات سیمهییزو چارواکو هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر د زاول ولسوالۍ اړوند د"برلخشک" په سیمه کې اوبو ته لوېدلی و، چې سپرلۍ یې د سیمهییزو ځواکونو له لوري ژغورل شوې دي.
په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست یکشنبه د حمل ۹ مه له بادغیس، جوزجان، بلخ او کندهار پرته، د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د باران، تېزو بادونو، تندر برښنا او سیلابونو د راوتلو احتمالي وړاندوینه کړې ده.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله یو له خورا زیانمنونکو هیوادونو له ډلې دی چې وخت ناوخت په کې د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، خلک د سر او مال درانه زیانونه ګالي.