د ایران په زاهدان ښار کې غبرګو چاودنو کې ۳ پولیس ټپیان شوي
![د ایران په زاهدان ښار کې غبرګو چاودنو کې ۳ پولیس ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/88A4E71C-043A-4501-993F-ED878CB1DCD1_w800_h450.jpg)
ایراني چارواکي وایي، د سې شنبې په ورځ په زاهدان ښار کې د پولیس مرکز ته څېرمه په دوو چاودنو کې درې پولیس سطحې ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جېش العدل په نوم سُنې ډلې د دې چاودنو مسولیت منلی دی.
جېش العدل ډلې ویلي چې دوی په دوو قوي بمونو د پولیسو دغه مرکز په نښه کړ او په نتیجه کې یې د پولیسو یو موټر او موټر سایکل له منځه تللي دي.
ایرنا دولتي خبري اژانس د سیستان او بلوچستان ایالت د پولیسو د مشر محمد قنبري له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنې په لاسي بمونو شوي دي.
زاهدان د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت مرکز دی چې ډېری وختونه پهکې د امنیتي ځواکونو سره د سُني وسلهوالو ډلو او د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو تر منځ د خونړیو نښتو شاهد دی.