ازادي راډیو نن اوولس کلنه شوه.
ازادي راډیو نن اوولس کلنه شوه. د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د ازادې اروپا د افغانستان څانګې خپلې خپرونې د جمهوري چک له پلازمينې پراګه پیل کړې.
ازادي راډیو نن اوولس کلنه شوه. د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د ازادې اروپا د افغانستان څانګې خپلې خپرونې د جمهوري چک له پلازمينې پراګه پیل کړې.
د امريکا ولسمشر وايي: د افغانستان مذاکرات په ښه توګه پر مخ روان دي. د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون خبرداری ورکړی چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانيې د وتلو يا بريګزيټ د موافقې په اړه نور مذکرات امکان نه لري.
افغان حکومت وایي، د سولې کونجي په افغانستان او د جنګ کونجي په پاکستان کې ده.
د جلالاباد ښاروالۍ د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ په همکارۍ ۱۴۷۵جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې او په ځينو ښارګوټو کې خلکو ته درې مياشتې وخت ورکړی چې پر غصب شویو ځمکو جوړې شوې ودانۍ او مارکيټونه تخليه کړي. ویډیو: شا محمود شینواری ایډیټ: ابراهیم صافی
کندهار کې د پولیو ضد واکسین ۵ ورځنی کمپاین پیل شو. د کندهار د عامې روغتیا مسولین وایي چې دوی به دغه لړۍ د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې پلي کړي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په همدې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی.
د ولسي جرګې دغه معترض نوماندان په پلخمري ښار کې د خپلو پلویانو سره چې شمېر یې سلګونه تنو ته رسېده مظاهره وکړه. د مظاهره کوونکو لهخوا د څو ساعتونو لپاره د کابل بغلان عمومي سړک هم تړل شوی و. ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډیټ: ابراهیم صافی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، له وسلهوالو طالبانو سره داسې موافقه چې د ښځو حقونه تضمین نهکړي، سوله نه شي ټینګولای.
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه محتاطانه خوشبيني څرګنده کړې ده.
د پاکستان پوځ یو ځل بیا د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کړي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال نن ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام ناوخته د پاکستان پوځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ننګهسر او ګلاپړۍ په سیمو دغه مرمۍ ویشتي دي. د ښاغلي میرزکوال په خبره پهدې ترڅ کې درې ماشومان ټپیان شوي دي. د کونړ والي وايي، خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې د دې اقدام متقابل ځواب ووایي. د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې تراوسه... Читать дальше...
له پراخو انتقادونو او سپارښتونو وروسته بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې څلور سیمهییز پوليس د خپلو دوو همکارانو له لوري وژل شوي دي. دغه بريد تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د دواب په سیمه کې شوی دی. د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه تیره شپه د پنجوایې په ولسوالۍ کې څلور محلي پولیس په یوه پوسته کې د ملګرو لهخوا ویشتل شوي دي. برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي." بلخوا یوه باوري دولتي سرچينه وایي چې د تېرې شپې په داخلي بريد کې پنځه سیمهیيز پوليس وژل شوي او بريد... Читать дальше...
د نړۍ د پنځو قدرتونو ډیپلوماټان د چین په پیکنګ ښار کې راټول شوي، څو د اټمي وسلې د پراختیا پر مخنیوي دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي. پهدې غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، بریتانیا او فرانسې ډیپلوماټان برخه لري. د امریکا متحده ایالاتو د روسیې او چین څخه د دوی د اټمي پروګرامونو په اړه د لا شفافیت غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندریو تامسن پهدې غونډه کې وویل، د اټمي وسلې د پراختیا د مخنیوي د موافقې له مخې د شفافیت د ډېرېدو په برخه کې هڅو ډېرې روښانه پایلې نه درلودې. دا پهداسې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې قطري چارواکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلولو ژمنه کړې ده.
د متقاعدینو د ملي ورځې له رسېدو سره په افغانستان کې یو شمېر ملکي او نظامي متقاعدین شکایت کوي او وايي چې...
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د ولسي جرګې انتخاباتو ته له ښځینه نوماندانو سره د ...
د امريکا استخباراتي مشرانو پرون د ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ پالېسۍ په اړه ځينې ادعاوې ناسمې وبللې. د امریکا متحده ایالاتو ...
د امريکا متحده ايالاتو په مشرانو جرګه کې اکثريت جمهوريت غوښتونکي د دې پلوي کوي چې امريکايي پوځيان دې په ...
د ایران ولسمشر وایي، په روانو اقتصادي ستونزو کې یې د دغه هېواد مشرتابه نه بلکه د امریکا متحده ایالات ملامت دي. د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ په وېبپاڼې کې راغلي چې حسن روحاني دا څرګندونې نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په مناسبت وینا کې کړي دي. ښاغلي روحاني ویلي چې دغه هېواد په تېرو ۴۰ کلونو کې د تر ټولو لویو اقتصادي تحریمونو او فشارونو سره مخامخ دی. ولسمشر روحاني دغه راز ویلي چې دا فشارونه عمدتاً د امریکا او د هغه د پلویانو لهخوا دي نو د ایران حکومت باید ملامت نهشي. وروسته... Читать дальше...
په کاپیسا کې د وسلهوالو طالبانو ۲۴ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه. د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسانو له څه باندې لسو کلونو راهیسې د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسلهوالو فعالیتونو بوخت وو. د ښاغلي یوسفزي په خبره دغې ډلې له ځانه سره وسلې هم راوړي دي. د طالبانو دغه ډله وایي، د دولت په وړاندې د څو کلنې جګړې څخه پښیمانه دي او پر نورو وسلهوالو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي. دغه ډله داسې مهال... Читать дальше...
د سالنګ لویه لاره د سختې واوري او توپان له کبله د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه. د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې د اتو بجو راهیسې په سالنګ کې سختې واورې اوري. د ښاغلي حبیبي په خبره د سختو ورښتونو له کبله د واورې د پاکېدو چارې هم دریدلي دي. د سالنګ د حفظ او مراقبت رئیس په خبره پر دې لویه لاره د واورې ضخامت تر ۲۵ سانټي متره ډېره ده او لا هم ورښت دوام لري. سالنګ د افغانستان له لویو ټرانزیټي لارو څخه ده چې هرکال د سختو ورښتونو او د واورې د ښوئېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.
ایراني چارواکي وایي، د سې شنبې په ورځ په زاهدان ښار کې د پولیس مرکز ته څېرمه په دوو چاودنو کې درې پولیس سطحې ټپیان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جېش العدل په نوم سُنې ډلې د دې چاودنو مسولیت منلی دی. جېش العدل ډلې ویلي چې دوی په دوو قوي بمونو د پولیسو دغه مرکز په نښه کړ او په نتیجه کې یې د پولیسو یو موټر او موټر سایکل له منځه تللي دي. ایرنا دولتي خبري اژانس د سیستان او بلوچستان ایالت د پولیسو د مشر محمد قنبري له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنې په لاسي بمونو شوي دي. زاهدان د ایران... Читать дальше...
د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون وايي، د دولت لوړ رتبه مأمورین چې د ولسمشر په فرمان له دندې لیرې کېږي او بیا ...
د وینزوئلا سترې محکمې د نیکلاس مادورو د دولت د مخالفانو او د اسامبلۍ په مشر خوان ګوایدو د سفر بندیز لګولی او د هغه مالي حسابونه یې کنګل کړي. امریکا متحده ایالتونو مخکې د وینزوئلا حکومت ته ګواښ کړی و چې د خوان ګوایدو پر ضد هر ډول عمل به جدي عواقب ولري. له دې ټولو سره سره د وینزوئلا لوی څارنوال خوان ګوایدو تورن کړی چې له بهرنیو هېوادونو سره مرسته کوي څو د وینزوئلا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او باید ستره محکمه ترې وپوښتي. خوان ګوایدو د پارلمان د رئیس په توګه سیاسي مصوونیت لري خو بیا هم سترې... Читать дальше...
امریکا متحده ایالتونو له چین او روسیې غوښتي چې د خپلو اټمي پروګرامونو په اړه زیات شفافیت ورکړي. امریکا داسې وخت دا غوښتنه کړې چې د نړۍ د پنځو لویو اټمي قدرتونو ډپلوماټان په بیجینګ کې وګوري. د دوی له نن پیل شوې دوه ورځنۍ ناستې هدف د اټمي وسلو د زیاتې پراختیا مخنیوی دی. امریکا متحده ایالتونو روسیه د یوه منځني واټن ویشتونکي راکټ په ځای پر ځای کولو تورنه کړې او مسکو ته یې د فبروري تر دوهمې وخت ورکړی چې د واشنګټن غوښتنې پر ځای کړي.