په هرات کې ګڼ شمېر ښځو ته کرنیزې اسانتیاوې برابرې شوي
![په هرات کې ګڼ شمېر ښځو ته کرنیزې اسانتیاوې برابرې شوي](https://gdb.rferl.org/333EEFCF-EE98-4F43-90C4-2777930F4D64_w800_h450.png)
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ګڼ شمېر ښځو ته د کرنیزو چارو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات د کرنې ریاست له لوري د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې ۱۲۰ښځو ته د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس وسایل سپارل شوي دي.
دغو کروندګرو ښځو ته د وسایلو د وېشلو هدف کرنیزو محصولاتو ته د ښځو لاسرسی، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او د کاري زمینو برابرول ښودل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې په سلګونو ښځې د زعفرانو، پستو او ځینو نورو کرنیزو محصولاتو په چارو بوختې دي چې له همدې درکه د خپلې کورنۍ اقتصاد هم پر مخ وړي.