ازبکستاني چارواکي: له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته کوو
ازبکي چارواکو د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي چې په بېلابېلو برخو او په تېره...
ازبکي چارواکو د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي چې په بېلابېلو برخو او په تېره...
د روسيې يوې محکمې په شمالي قفقاز سيمه کې یو کس د ترورېزم په تور په اتلسو کلونو بند محکوم کړ. دغې نظامي محکمې نن ولاديسلاف خوخ لاچوف په سیمه کې په ترورېستي حملو تورن وپېژانده. د روسیې په مسلمان اکثریت شمالي قفقاز سيمو کې ډېری وختونه د امنیتي ځواکونو او سخت دريځو تر منځ نښتې کېږي چې سرچينه یې د چچنيا له دوو جلاغوښتونکو جګړو بلل کېږي. داغستان، انګوشيتیا او کاراچای چرکيسيا په دغو سیمو کې شامل دي.
د افغانستان د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو رئیسانې ښځې وټاکل شوې. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ د انتخاباتو په ...
په کابل کې د ښځې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت د کار او زده کړې څلور ورځنی ملي نندارتون پرانيستل شو. د دغه نندارتون تنظیموونکي وايي، ځوانان په ځانګړې توګه مېرمنې کولای شي چې د پوهنتونونو او خصوصي شرکتونو له مسؤلینو سره مخامخ کېني او له فرصته په استفادې ځان ته کار او د زده کړې زمینې برابرې کړي. ویډيو او اېډېټ. لېمه هادي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه ...
د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپیان دي. دا خبره د غزني ولایت وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وکړه. د معلوماتو له مخې، د طالبانو وژل شوی قوماندان د کاکړ په نوم مشهور و. د نورو وژل شويو وسله والو د شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. په همدې حال کې وسله وال طالبان دا برید او په برید کې د دوی د قوماندان کاکړ وژنه مني، خو د نورو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه شان د تیډټاک سټیج ته غوره شوې افغانه پېغله نرګس ترکې او ښاغلی رامز بختیار چې د ملګرو ملتونو امنیت...
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د هند په دهرادون کې په روانه پنځوس اووريزه کرکټ سيالۍ کې افغان لوبډلې ايرلنډ ته د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې اته کسان سوځېدلي دي. نجيب ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۴ منډې او لوبډلمشر اصغر افغان ۷۵ منډې وکړي. د پنځو يو ورځنيو لوبو په دې سياليو کې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه او دوهمه د باران له کبله بې نتيجې پاتې شوې وه.
سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې سبا د حوت په ۱۵مه د ملي شورا د ژمنیو رخصتیو وخت پای ته ...
د سېلابونو، لارو بندېدو او د واورو ښویدنو له کبله په ټول هېواد کې د تلفاتو شمېر ۵۹ ته رسېدلی او ۱۴۳ کسان ټپيان دي. دا خبره طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي نجيب اقا فهيم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وکړه. ده زیاته کړه: "د خلکو ستونزو ته د لاسرسي په خاطر یوه عملياتي اداره جوړه شوې او په کندهار او فراه کې هغو کسانو ته مرستې رسول شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري." ده زياته کړه چې کندهار، فراه، هلمند او هرات له هغو ولایتونو دي چې د سېلابونو له کبله تر ټولو ډېر زيانمن شوي دي.
د سیمهییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر وایي، د امریکا د استازو او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو اندېښمن دی.
د امریکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هيلري کلنټن وايي، د امریکا راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو ته به ځان کانديد نه کړي. دې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون کړی و او له ډونالد ټرمپ څخه یې وبايلله. راتلونکي ولسمشريز انتخابات به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کېږي. کلنټن له نيويارک سيټي ټلويزیون سره په خبرو کې دا اعلان وکړ. مرکه يې پرون د دوشنبې په ورځ خپره شوه. ګڼو ډموکراتانو، والیانو او نورو په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون اعلان کړی دی.
د ارزګان لپاره نوي امنیه قوماندان چې نن سې شنبهيې تازه په یاد ولایت کې دنده پیل کړه، پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې ...
د غزني ولایت اوسېدونکي سږنیو واورو ته زیات خوشحاله دي.دوی وايي، دغه واورې هر اړخېزې ګټې لري چې هم به اوبه زیاتې شي، هم به هوا صافه کړي او هم به موسمي ناروغۍ ختمې کړي.په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیبالرحمن تأثیر پهدې اړه یو ويډیو راپور برابر کړی دی.
د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور وايي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به پر مدني ...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي امریکا کولای شي افغان حکومت سره د موافقې په صورت کې په دغه هېواد کې د ...
سپینې ماڼۍ د کانګرس په استازو جرګه کې د ډموکراتانو هغه اقدام وغانده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته نږدې له لسګونه ...
د ملي او نړیوالو بنسټونو په یو بېساري نوښت ځوانانو په ځانګړي توګه مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې اوونۍ په مناسبت د ...
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، له دغه هېواد نه یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو ته د کېندل شوېو کانونو د صادراتو د پراختیا لپاره هڅې پیل شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته دا هم وویل چې له دې وروسته به کېندل شوې صنایع په هېواد دننه پروسس کېږي او د افغانستان په نوم به نورو هېوادونو ته صادرېږي. د ښاغلي متفي په خبره، د ټولو کېندل شوېو کانونو په تېره بیا د تالکو د کان په برخه کې د حکومت هڅه دا ده چې ټول پړاونه یې په هېواد دننه ترسره او نورو هېوادونو ته صادر شي. ... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ګڼ شمېر ښځو ته د کرنیزو چارو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي. له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات د کرنې ریاست له لوري د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې ۱۲۰ښځو ته د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس وسایل سپارل شوي دي. دغو کروندګرو ښځو ته د وسایلو د وېشلو هدف کرنیزو محصولاتو ته د ښځو لاسرسی، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او د کاري زمینو برابرول ښودل شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې په... Читать дальше...
یوه اروپايي څېړندویه ډله وايي، په اېډز اخته یو بریتانوی سړی د هجراتو تر بدلولو یا ټرانسپلنټ وروسته له دې وژونکې ناروغۍ ژغورل شوی دی. که دا قضیه چې پرون په نیچر خپرونه کې خپره شوه تصدیق شي، په تاریخ کې به دوهمه پېښه وي چې د اېډز څېړندویان داسې یوې بریا ته رسېږي. څېړونکو د ژغورل شوي کس نوم نهدی په ډاګه کړی، خو همدومرهیې ویلي چې "لندنی ناروغ" په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په «اېچ. ای. وي» یا ايډز وایروس اخته شوی و. د نیچر خپرونې له مخې د دغه لندني ناروغ ډاکترانو د یوه بل داسې داوطلبه کس هجرې ده ته ورتبدیلې... Читать дальше...
چین به دفاعي لګښتونه روان ۲۰۱۹ میلادي کال اووه نیم فیصده زیات کړي. د بودجې په اړه د یوه نوي راپور له مخې پهدې سره به د چین دفاعي لګښتونه په کال کې ۱۷۷ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. د بودجې دا راپور نن د چین د پارلمان د کلنۍ ناستې تر پیل مخکې خپور شوی. د چین په دفاعي بودیجې باندې نړیوال له نېږدې څار لري، ځکه دا هېواد خپل وسله وال پوځ مډرنېزه کوي او په خفاش جنګي جټ الوتکو، تحت البحریو او سټلایټ ضد میزایلو باندې پیسې لګوي. د چین دفاعي لګښت هرکال یو یا یو نیم فیصده ښکته پورته ځی.
امریکايي سناتوران په سپینې ماڼۍ انتقاد کوي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه معلومات نه خپروي. سناتورانو پرون د بندو دروازو تر شاه پهدې اړه معلومات اورېدل. جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو تر جلسې وروسته خبریالانو ته وویل چې هېڅ کومه نوې خبره یې وانهورېده. هغه وویل، سناتوران به پرېکړه کوي چې د سعودي په حکومت په خپله بندیزونه ولګوي که څنګه؟ خاشقجي د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه د سعودي د اجنټانو لهخوا ووژل شو. خاشقجي د واشنګټن... Читать дальше...
د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه بیا هم د سولې په تړاو په قطر او کابل کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړي شوي دي.
د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېبو کې» پروګرام ډُول او سُرني ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې: د ډُول او سُرني په ...