د اوکراین ۲۲ افسران له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي
![د اوکراین ۲۲ افسران له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/5C24457B-B672-41FA-85D4-FE736863B89A_w800_h450.jpg)
د اوکراین پولیس وايي چې ۲۲ افسران یې له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
پولیس وايي، دې کسانو غوښتل چې د روانې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې د ولسمشر د موټرو پر کاروان برید وکړي.
پولیسو نن په یو بیان کې وویل چې دا افسران پرون چیرکاسي ښار کې د علاج لپاره یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دې ښار کې د ملي لښکر په نوم د ګوند پلویانو هڅه وکړه چې د ولسمشر پیټرو پوروشینکو د موټرو د کاروان مخه ونیسي.
دوی همداراز د هغو شخصیتونو د نیولو غوښتنې کړې چې د فساد په یوه رسوایۍ کې تورن بلل شوي دي.
چارواکو دا هم ویلي چې دوه پولیس افسران په پلازمېنه کییف کې د ولسمشر دفتر ته نږدې په نښتو کې ټپیان شوي چې یو یې روغتون ته لېږدول شوی.
د دواړو پېښو په اړه جنایي تحقیقات پیل شوي دي.