Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 10.03.2019

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د لوګر په محمداغې کې د وسله والو پرضد عملیات پیل شوي

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، په محمداغې ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات پیل کړي. د لوګر سرپرست امنیه قوماندان رحم خدا مخلص ازادي راډیو ته وویل، دا پوځي عملیات د محمداغې ولسوالۍ په هغو سیمو کې کېږي چې وسله وال مخالفین پکې دېره دي او له هغه ځایه حملې او ورانکاره فعالیتونه تنظیموي. ده وویل: "د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په زرغون ښار سیمه کې د تصفیې او تلاشۍ عملیات روان دي، تر دې دمه شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي او عملیات روان دي." سمونوال مخلص زیاته کړه چې په دې عملیاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په سمنګان کې له طالبانو سره په نښته کې ۲ پولیس وژل شوي

د سمنګان ولایتي چارواکي له طالبانو سره په نښته کې د پولیسو د ۲ سرتېرو د مړینې او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال مشر ازادي راډیو ته وویل، دا نښته نن سهار په دره صوف بالا ولسوالۍ کې وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو د ملي پولیسو پر پوسته ډله ییز برید وکړ. له سمنګان ولایت څخه د یوه بل خبر له مخې طالبانو تېره شپه دوه تنه ملکي وګړي چې له مزارشریف څخه دره صوف ولسوالۍ ته روان وو، په لاره کې له موټرو ښکته کړي او تراوسه د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ۲۲ افسران له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي

د اوکراین پولیس وايي چې ۲۲ افسران یې له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي. پولیس وايي، دې کسانو غوښتل چې د روانې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې د ولسمشر د موټرو پر کاروان برید وکړي. پولیسو نن په یو بیان کې وویل چې دا افسران پرون چیرکاسي ښار کې د علاج لپاره یوه روغتون ته لېږدول شوي دي. په دې ښار کې د ملي لښکر په نوم د ګوند پلویانو هڅه وکړه چې د ولسمشر پیټرو پوروشینکو د موټرو د کاروان مخه ونیسي. دوی همداراز د هغو شخصیتونو د نیولو غوښتنې کړې چې د فساد په یوه رسوایۍ کې تورن بلل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان له اېرلنډ سره په نننۍ لوبه کې ۲۱۶ منډې کړي

د افغانستان او اېرلنډ د ټیمونو ترمنځ د کرکټ پنځمه یوورځنۍ لوبه روانه ده. افغانستان د هند د هرادون په ښار کې په دې لوبه کې په ۵۰ اورونو کې ۲۱۶ منډې کړي او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي دي. محمد شهزاد په ۴ بالونو ۶، جاوید احمدي په ۳۰ بالونو ۲۴، رحمت شاه په ۴۲ بالونو ۱۷، منډې کړي او سوځېدلي، خو سمیع الله شینواری په لومړي بال وسوځېد. افغان لوبډلې د دې لړۍ څلورمه لوبه په لوی توپیر وګټله. د افغانستان او اېرلنډ لوبډلې د روانې مارچ میاشتې له ۱۵مې تر ۱۹مې پورې یوه ټېسټ لوبه هم کوي.

Pa.azadiradio.com 

 په دایکنډي ولایت کې یوه سړي خپله لس کلنه لور پلورلې

په دایکنډي ولایت کې یوه سړي خپله لس کلنه لور پلورلې ده. د دایکنډي د ښځو د چارو رئیسې ذکیې رضايي ازادي راډیو ته وویل، دا ماشومه نجلۍ د میرامور ولسوالۍ په ګروي سیمه کې د ۲۴۰ زره افغانیو په بدل کې په جبر واده شوې ده. دې وویل: "د نجلۍ پلار معتاد دی، قضیه د عدلي، قضايي او کشفي ارګانونو له خوا تر څېړنې لاندې ده، په قضیه کې ټول ښکېل کسان نیول شوي چې پلار یې او مقابل لوری، هغه کس دی چې ماشومه یې رانیولې ده." د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي چې په کم عمر کې ودونه په دې ولایت کې د ښځو یوه لویه ستونزه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایتوپیا د هوایي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه غورځېدلې

د ایتوپیا د هوایي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه نن پلازمېنې ادیسه بابا ته نږدې راغورځېدلې ده. دې شرکت نن وویل، بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې یې چې د کینیا پلازمېنې نایروبي ته پر لاره وه، ۱۴۹سپرلۍ او اته تنه عمله درلودل. د دې شرکت ویاند وویل چې دا الوتکه له الوتو لږ ځنډ وروسته د پلازمېنې د جنوب ختیځ په شااوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې بیشوفتو Bishoftu ښارته نږدې راغورځېدلې. د ایتوپیا هوایي شرکت وايي، د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې دي. دې شرکت د پېښې د څرنګوالي او د تلفاتو د شمېر په اړه جزیات نه دي ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

خوګیاڼی: د جلال اباد د وروستۍ حملې اصلي پلان جوړوونکی ووژل شو

د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو د جلال اباد د وروستۍ حملې اصلي پلان جوړوونکی وژلی دی. د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوګیاڼي نن یکشنبه وویل چې د ملي امنیت ځواکونو په مومندرې ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش هغه غړی وواژه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ یې د جلال اباد هوايي ډګر ته نږدې پر یوه خصوصي تعمیراتي شرکت د ډله ییزې حملې پلان جوړ کړی و. په دې برید کې د شرکت لږترلږه ۱۶ کارکوونکي ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول. عطاالله خوګیاڼي د دې حملې د وژل شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هېواد له طبعي سرچینو د ګټې اخیستنې نوې تګلاره تأيید شوې

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د هېواد له طبعي سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره نوې تګلاره تأيید شوې او په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه تګلاره د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوې او پر بنسټ به یې له ساختماني موادو د ګټې اخیستنې په برخه کې قرادادونه له شرکتونو سره لاسلیک کېږي. ښاغلي مطفي وویل، دا مهال په ۱۹ ولایتونو کې ۱۴۷ د ساختماني موادو ساحې مشخصې شوې دي. د کانونو او پترولیم وزارت وايي، افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په مرکز کې د الویرا طبي بوټي کرکیله پیل شوه

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د الویرا طبي بوټي کرکیله پیل شوه. د دغه ولایت د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي چې په دې ولایت کې د الویرا کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري. الویرا یو طبي بوټی دی چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو تېره شپه د بادغیس ولایت د بالامرغاب پر پوستو برید وکړ

وسله والو طالبانو تېره شپه د بادغیس ولایت د بالامرغاب پر پوستو برید وکړ. د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بېګ ازادي راډیو ته وویل چې په دې برید کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او یو هم ټپي دی. تر دې وړاندې د جمعې په شپه هم طالبانو په بالامرغاب کې پر درېیو پوستو بریدونه کړي وو چې د بادغیس د والي عبدالغفور ملکزاده په وینا، په لړ کې یې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او ۷ نور ژوبل شوي وو. د بادغیس د ولایتي شورا رئیس وايي چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي پوستو شمېر لږ دی او که حکومت دې ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا خلک نن پارلماني انتخابات ترسره کوي

د شمالي کوریا خلک نن یکشنبه د رأیو مرکزونو ته ځي او د دې تر څنګ چې د رأیې ورکولو په شرایطو ټول برابر کسان به رأیې اچوي، دا هم سل په سلو کې یقني ده چې ټولې رأیې به واکمن کارګر ګوند ته ورکول کېږي، ځکه چې خلک بل انتخاب نه لري. دا له کله چې د کوریا اوسنی مشر کیم جونګ اون واک ته رسېدلی، د کوریا د پارلمان یا د خلکو د لوړې جرګې دوهم انتخابات دي. په کمونیستي شمالي کوریا کې پارلماني انتخابات په هرو پنځو کلونو کې کېږي. د هرې حوزې پر رأیپاڼو کې یوازې د یوه تصویب شوي کاندید نوم چاپ شوی دی. د جنوبي کوریا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په وینزویلا کې د برښنا له نشوالي د پښتورګو ۱۵ ناروغان مړه شوي

د روغتیايي حقونو یوه مدافع ټولنه وايي، ۱۵ ناروغ ونزویلایان د برښنا د نشتوالي او د دوی په بدن پورې د تړل شویو طبي الو د فعالیت د درېدو له کبله مړه شوي دي. د کودي ویدا په نوم د روغتیايي حقونو د ډلې مشر فرانسیسکو والینسیا پرون شنبه وویل، دغو کسانو د پښتورګو پرمختللې ناروغي لرله او د طبي الو د غیرفعالېدو له کبله مړه شوي دي. د ده په وینا، په ونزویلا کې د هغو کسانو وضعیت ډېر خطرناک دی چې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دي. د شنبې له ورځې د ونزویلا په ډېرو برخو کې برښنا پرچاو شوې او ورسره ناروغان له جدي ستونزو سره مخامخ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې د فلسطین له لوبډلې ماته وخوړه

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې پرون شنبه د مارچ په نهمه د فلسطین له لوبډلې په درېیو ګولونو ماته وخوړه. د اسیا د ساحلي فوټبال د اتلولۍ د ګټلو لپاره دا سیالۍ په ټایلنډ کې روانې دي. افغانستان او فلسطین په (A) ګروپ کې لوبه کوي. د افغانستان لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کې د مالیزیا لوبډلې ته ماته ورکړې وه. د افغانستان لوبډله به د ګروپي مسابقو په وروستي دور کې د دوشنبې په ورځ د ټایلنډ په وړاندې لوبه لري.


Ушаков: Россия и КНДР стремятся к установлению многополярного мира

Заселение реновационного дома в Лосиноостровском начнется в августе текущего года

Белый кремль, озеро Кабан и чак-чак. Чем белгородцев удивит Казань

МЧС: Гроза с градом и шквалистым ветром продлится в Москве до вечера 18 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Белый кремль, озеро Кабан и чак-чак. Чем белгородцев удивит Казань

МЧС: Гроза с градом и шквалистым ветром продлится в Москве до вечера 18 июня

Дзержинские парафутболисты стали победителями турнира по мини-футболу

Стало известно, зачем Валерий Меладзе тайно вернулся в Россию

Музыкальные новости

Более 500 спортсменов поучаствовали в фестивале «Спорт для всех» в Мытищах

Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG

РБК: в Москве из-за случаев ботулизма приостановили продажу некоторых продуктов

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем

Новости России

Стало известно, зачем Валерий Меладзе тайно вернулся в Россию

Shot: в Нижнем Новгороде 4 человека госпитализированы с подозрением на ботулизм

Baza: семиклассник сообщил о минировании «Метрополиса», чтобы защитить мать

Ушаков: Россия и КНДР стремятся к установлению многополярного мира

Экология в России и мире

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Неблагодарный батька или о чем говорил президент Белоруссии с делегацией Азербайджана?

Smena SS-2024

Modest fashion day 2024

Спорт в России и мире

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе

Самсонова поддержала Андрееску после победы над ней в финале турнира в Хертогенбосхе

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP

Moscow.media

В Коми ввели штрафы за «склонение к абортам»

Женщина провалилась в яму в центре Саратова. Начата проверка

Башенный комплекс "Ний" (Ингушетия)

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *