افغان لوبڅار حلیم اقا د فیفا د لوبڅارانو په لېست کې شاملېږي
![افغان لوبڅار حلیم اقا د فیفا د لوبڅارانو په لېست کې شاملېږي](https://gdb.rferl.org/EB79B9AD-2C28-4C38-9C82-F98BA8707FB6_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد په تاجکستان کې د فوټبال په یوه لوبه کې له لوبڅارۍ وروسته د بریالیتوب په صورت کې د فیفا د لوبڅارانو په لېست کې شاملېږي.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست مطبوعاتي مسؤل شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی شېرزاد پهدې سیالۍ کې د لوبڅارۍ په هدف تاجکستان ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه، ښاغلي شېرزاد د ازموینې دغه پړاو په بریالیتوب ترسره کړ، نوم بهیې د فیفا د لوبڅارانو په نړیوال نوملړ کې ثبت شي او وبهکړای شي چې په نړیواله توګه د فوټبال لوبڅاري وکړي.
حلیم اقا شېرزاد په ۱۹۹۲ میلادي کال کې زېږدلی او د فیفا د نړیوالو لوبڅارانو په توګه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې انتخاب شوی دی.