افغانستان له ایران څخه پر افغان کډوالو د ډزو په اړه وضاحت غوښتی
افغان حکومت وايي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» د افغانانو په ګډون یوه ډله کډوال د ایران په لور په حرکت کې وو...
افغان حکومت وايي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» د افغانانو په ګډون یوه ډله کډوال د ایران په لور په حرکت کې وو...
د دوو افغانانو په شمول د پنځوسو نیوزلنډیانو په وژنې تورن کس سبا بیا محاکمه کیږي. په امریکا کې ۲۸۰ ناقانونه کارګر د پولیسو له خوا نیول شوي دي. او په کامرون کې د معلولو ښځو یوه فېشن شو جوړه شوې وه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په ايران کې د سيلابونو له کبله زیانمنو شويو ته د سمو مرستو نه رسېدو په نتيجه کې خلکو اعتراضونه پیل کړي دي. سختو بارانونو چې درې اوونۍ يې دوام وکړ، د ایران په ګڼو سیمو کې بې ساري سیلابونه راوستل چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۶۲ کسان ووژل شول. د باران له کبله زرګونو کسان د خوړو او ګرمو جامو له کمښت سره مخامخ شول. لاریون کوونکي د حکومت له دې پريکړې سخت په غوصه شوي چې د اوبو لوی بندونه يې خوشې کړل. دوی وايي چې دغو اوبو د خلکو کورونه، باغونه او ژوي له منځه یووړل. په لرستان او خوزستان کې د لاریون... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا کانګرس ګډې غونډې ته د اپرېل په درېیمه وینا وکړه.
په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو موادو پاکوالي په برخه کې له ۳۰ کلنو هڅو سره -سره د دغه هېواد طبیعي پېښو ته...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه. په اسلاماباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د خپلو بوختیاوو له کبله دا سفر ځنډولی دی. د دوی په وینا ښايي نوموړی د اپرېل په پنځمه نېټه د جعې په ورځ اسلاماباد ته لاړ شي. مخکې پاکستاني چارواکو مشال راډيو ته ويلي وو چې د خلیلزاد دا سفر به د دوو ورځو لپاره وي چې په ترڅ کې بهیې دی په بهرنیو چارو وزارت کې غونډې... Читать дальше...
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملي امنیت رياست په همکارۍ ۳۷ تنه د دولت وسلهوال مخالفين چې ۲۶ تنو يې د اسلامي امارت او ...
د بریتانيا پارلمان له صدراعظمې ترزا مې څخه غوښتي چې له اروپايي ټولنې څخه د برګزېټ تمدید وغواړي. د بریتانيا د پارلمان استازو جرګې له اروپايي ټولنې څخه پرته له موافقې د بریتانيا د وتلو د مخنیوي لپاره پرون له صدراعظمې ترزا مې څخه وغوښتل چې له اروپايي ټولنې دې وغواړي برګزېټ يا له اروپايي اتحاديې د بریتانيا د وتلو بهير تمديد کړي، خو دا پرېکړه باید د مشرانو جرګه تأييد کړي. د برګزېټ د تمديد د اخري پرېکړې صلاحیت د اروپايي ټولنې په لاس کې دی. د بریتانيا د پارلمان د استازو جرګه نن یو ځل بیا پر دې پرېکړه... Читать дальше...
د اسټرالیا پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې يې که له ټولنیزو رسنيو تاوتریخوالی خپور شي، د دغو رسنيو مسؤلین به بندیان او جریمه کړي. په همدې حال کې چې د نیوزیلنډ ستره محکمه به د کرایستچرچ د بریدونو عامل په خپله محاکمه کړي. ۲۸ کلن برینټن تارنت تورن دی چې د مارچ په ۱۵مهیې ۵۰ کسان وژلي، ۵۰ یې ژوبل کړي او د نهو نورو وژلو نیتيې درلود. تورن لومړی وار تر برید یوه ورځ وروسته محاکمه شو او سبا به یو ځل بیا محکمې ته وړاندې شي. د کرایستچرچ د برید د یوه وژل شوي افغان داوود نبي زوی یما نبي به هم محکمې ته ورشي. Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني پهخپلو منابعو او پانګو پوهېدنه او افغاني محصولاتو او تولیداتو ته بازار موندنه د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره اړینه بولي.
د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې نن د ماسپښين پر دوو بجو او شلو دقیقو په يوه چاودنه کې د یوه کس د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. امنیتي چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ويلي، خو د بغلان د روغتیا رياست مرستيال عبدالعلیم غفاري ازادي راډيو ته وويل چې روغتون ته د یوه کس مړی او همدا راز شپږ ټپیان ور وړل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
پهداسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان د ملي امنیت د شورا غونډې نهدي جوړې شوي، د ولسي جرګې د ...
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس پرون د اپرېل په درېیمه د جرمني او ترکیې حکومتونو ته خبرداری ورکړ چې له روسیې سرهیې ...
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش او وسلهوالو طالبانو په خلاف لاریون ترسره شو. لاریون کوونکي له دواړو اړخونو غواړي چې په چپه دره کې خپل منځي جنګونه پای ته ورسوي او بې کوره شويو خلکو ته دې بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي. ویډیو:روح الله انوري ایډيټ: لېمه هادي
په جلالاباد ښار کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د دغه ښار په ملنګ جان واټ کې په یو ملي بس موټر کې شوې ده. نوموړی وايي چې د پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته درې تنه ټپيان وړل شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړهيې معلومات نهلري. ښاغلی خوګیاڼی وايي، د چاودنې نوعیت هم لا تر اوسه نهدی معلوم. د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانکړي استازي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازي او د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي تداميچي یاماموتو، د سیمې د سفیرانو او د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزیر ادریس زمان په حضور کې د سولې د هڅو د ملاتړ پر موضوع خبرې وکړې. یوناما يا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې پر ټويټر د دې لیدنې په اړه معلومات خپاره کړي دي. بل لور ته ښاغلي خليلزاد د ناټو له ملکي استازي نېکلاس کې سره په کابل کې وکتل. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې هغه ۱۶ غړي يې نیولي چې په ټولنیزو رسنیو کې يې د دغه ډلې په ګټه تبلیغات کول او په ترورېستي فعالیتونو کې يې لاس درلود. دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له نیول شويو څخه شپږ يې په کابل کې نيولي دي. اعلاميه زیاتوي چې دغو کسانو پر ټولنیزو رسنیو سلګونه جعلي اکاونټونه جوړ کړي او د فېسبوک، ټویټر، انستاګرام او ټېلي ګرام په وسیلهيې د داعش ډلې لپاره تبلیغات کول او خلکيې له دغه وسلهوالې ډلې سره یوځای کېدو ته هڅول. ملي... Читать дальше...
يوه نوې څېړنه ښيې چې د افغانستان په یو شمېر ښوونیزو مرکزونو کې د اسلامي ثقافت مضمون تدریس د افراطیت پياوړتیا دودولو ته لار هواره کړې ده.
سره له دې چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د ناټو زرګونو سرتېرو په افغانستان کې پوځي خدمت وکړ، خو بیا هم تېر میلادي کال...
د بالامرغاب ولسوالۍ امنیتي وضعیت له ډېرې مودې راهیسې خراب بلل کېږي.
د ایران د نجونو فوټبال ملي لوبډلې د توکیو المپیک لومړنیو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې فیلیپین ته لوبه وبایله. د توکیو د المپیک دوهم پړاو سیالۍ د ښځو د فوټبال لوبډلو د غوراوي لپاره له تېرې ورځې راپهدېخوا بېلابېلو هېوادونو کې پیل شوي. د دې سیالیو په لړ کې د ایران د نجونو فوټبال لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له فیلیپین سره وکړه. د سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې د ایران او فیلیپین د نجونو فوټبال دواړو لوبډلو لوبه صفر پر صفر پای ته ورسوله، خو په دوهمې نیمایي کې فیلیپین لوبډله وتوانېده چې دوه ګولونه ووهي او سیالۍ وګټي. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد په تاجکستان کې د فوټبال په یوه لوبه کې له لوبڅارۍ وروسته د بریالیتوب په صورت کې د فیفا د لوبڅارانو په لېست کې شاملېږي. د افغانستان د بدني روزنې ریاست مطبوعاتي مسؤل شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی شېرزاد پهدې سیالۍ کې د لوبڅارۍ په هدف تاجکستان ته رسېدلی دی. نوموړي زیاته کړه، ښاغلي شېرزاد د ازموینې دغه پړاو په بریالیتوب ترسره کړ، نوم بهیې د فیفا د لوبڅارانو په نړیوال نوملړ کې ثبت شي او وبهکړای شي چې په نړیواله توګه د فوټبال لوبڅاري وکړي. Читать дальше...
د شپږو زونونو ترمنځ د احمدشاه ابدالي په نوم د کرکټ سیالۍ، په کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې پيل شوې. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ په څو پړاونو کې ترسره کېږي چې لومړی پړاو یې د راتلونکې مې میاشتې په دوهمه نېټه پای ته رسېږي. د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لومړۍ لوبه د کابل په ایوبي لوبغالي کې د کابل او مس عینک لوبډلو ترمنځ ده چې کابل لوبډله اوسمهال توپ وهنه کوي. دوهمه لوبه اوسمهال د بند امیر او امو لوبډلو ترمنځ په ننګرهار کې ده چې امو لوبډله توپ وهنه او د بند امیر لوبډله توپ اچونه کوي. Читать дальше...
د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو د اروا ښاد صابر روح ته ډالۍ کړې او پهدې مطالبو مو راښکلې کړې ده: په هنر جاج کې ...
چارواکي په ارزګان او زابل ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې وسلهوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي. په جنوب کې د ۲۰۵م اتل قول اردو ویاند خواجه یحي علوي وایي، دغه عملیات د ارزګان په چورې، د زابل په مرکز کلات او د دې ولایت په میزانې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. د هغه په وینا پهدې عملیاتو کې ۶ وسلهوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.