د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پولیسو زیاتو تلفاتو اندېښمن کړي
![د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پولیسو زیاتو تلفاتو اندېښمن کړي](https://gdb.rferl.org/574D758A-26E9-46A9-AE22-074567AD9080_cx9_cy22_cw40_w800_h450.jpg)
د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي په هغه ولایت کې د ملي پولیسو زیاتو تلفاتو ته اندېښنه لري.
د دې شورا یوه غړي امان الله کامراني پرون د اپرېل په دولسمه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د ملي پولیسو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي.
کامراني وویل، د ملي اردو او پولیسو ترمنځ د هماهنګۍ کمزورتیا یوه اساسي ستونزه ده.
د غزني د ولایتي شورا یوه بل غړي حمیدالله سروري هم پرون ازادي راډیو ته وویل چې مکرراً یې له حکومته غوښتنه کړې چې د غزني ښار امنیتي کمربند تقویه کړي، خو دا کار نه دی شوی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي چې د پسرلنیو عملیاتو پیل د پولیسو او عسکرو د تلفاتو د زیاتېدو یو دلیل دی.
عارف نوري وویل چې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د امنیتي ځواکونو ۴۵ غړي وژل شوي او زخمیان شوي دي.