په هرات کې د "رویای کودک" دوهم کلنی نندارتون پرانیستل شو
د دغه نندارتون مسؤلین وایي، په دغه نندارتون کې د کارتوني شخصیتونو له ۲۴۰ زیاتې نقاشۍ د یوې اوونۍ لپاره نندارې ته...
د دغه نندارتون مسؤلین وایي، په دغه نندارتون کې د کارتوني شخصیتونو له ۲۴۰ زیاتې نقاشۍ د یوې اوونۍ لپاره نندارې ته...
که څه هم ټاکل شوې وه چې د مصالحې د رهبرۍ شورا د شنبې ورځې په ناسته کې قطر ته تلونکی او له طالبانو سره ...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په هلمند کې د هغو وروستیو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی چې په ترڅ کې یې د دوو ښځو په شمول څو تنه نیول شوي وو. د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي، دا عملیات له القاعده شبکې سره د یوې پټې تړلې ډلې پر ضد شوي او زیاتوي: "د ولسمشر د لارښوونې سره سم دوه ښځې چې په دې عملیاتو کې د ملي امنیت د ښځینه کارمندانو له خوا نیول شوې وې، د معلوماتو تر اخیستو وروسته د هېواد د قوانینو او اسلامي ارزښتونو سره سمې بېرته د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي." په اعلامیه کې په هلمند کې د دې... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کندهار کې یې د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ترهګره شبکه نېولې ده. د ملي امنیت ریاست نن شنبه په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي. د ملي امنیت ریاست زیاتوي، نور الله چې په ابوظهر مشهور و او فاتح دواړو د څلوېښت کسیزو ډلو قوماندانان دي چې نیول شوي. همدارنګه په زابل کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان حمیدالله چې په ثاقب مشهور و، هم د نیول شویو ۱۹ کسانو په ډله کې یاد شوی دی. د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، دا ډله... Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی. دا خبره د شنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنیو د نوموړي له قوله خپره کړه. د کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم له خولې ویلي: "موږ به په صبر د دې کال تر پای پورې د امریکا متحدو ایالتونو ته انتظار وکړو، څو یو باجرأته پرېکړه وکړي." د دې خبري اژانس په حواله، کیم په فبرورۍ میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره د خپلې دوهمې سرمشریزې د ناکامۍ سبب د امریکا یو اړخیزې غوښتنې بللې دي. نوموړي ویلي، دې غوښتنو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس وايي، طالبانو ته د سولې په مشورتي جرګه کې تر اوسه...
که د فېسبوک نړیواله شبکه په افغانستان کې نافذه قوانینو او پالېسو ته غاړه کېنږدي، نو پر فعالیتونو به...
افغان حکومت د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو د اعلان په غبرګون کې له دغې ډلې غواړي چې له نا مشروع جګړې ...
په سوریه کې پر یوې پوځې سیمې د اسرائیلو مشکوکو هوايي بریدونو د شنبې په ورځ شپږ سرتېري ټپیان کړي او څو ودانۍ یې نړولې دي. دا خبره د سوریې دولتي خبري اژانس سنا کړې. د سوریې یوه پوځي چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي، اسرائیلو په حما کې مصایف ښارګوټي ته نږدې پر یوې پوځي اکاډمۍ برید کړی دی. د سوریې د بشري حقونو د څارنې بریتانیا مېشتې ډلې ویلي، د اسرائیلو دې هوايي ګوزارونو درې اهداف ویشتي او ۱۷ سرتېري یې ټپیان کړي دي. دا ډله وايي، په بریدونو کې ځیني کسان وژل شوي هم دي، خو څرګنده نه ده چې په کوم شمېر... Читать дальше...
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، د غیر رسمي ښاري سېمو د ثبت پروګرام له لارې ۶۰۰ زره غیر ...
که څه هم د سوډان دفاع وزیر د پوځي شورا له مشرتابه استعفا وکړه، خو په دې هېواد کې د خلکو مظاهرې ...
په روسیه کې د امریکا سفیر وايي، واشنګټن د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده چې د مسکو له خوا د کریمیا د لاندې کولو او د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ راپورته کولو مسئلې له روسیې سره د امریکا په اړیکو کې د وروستۍ خرابۍ اساسي برخه ده. د ازادي راډیو له روسۍ څانګې سره په مرکه کې جان هنټمسن همدارنګه له روسیې غوښتي، څو په داسې یوې مرستندویه پروسه کې ښکېل شي چې له مخې یې د اوکراین خلک د خپل ملت بېرته اعاده وګوري. هنټسمن له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي: "موږ ته د اوکراین ځمکنۍ... Читать дальше...
د تېرې شپې له دوو بجو راپدېخوا وسله والو طالبانو د کندز ښار نېږدې څنډو کې او دغه راز د دې ولایت د ګل تپې، چهاردرې...
افغان حکومت د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او دا یې په افغانستان کې د دې ډلې د جګړې د دوام نښه بللې ده. له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي "د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانېږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده." د ولسمشرۍ له دفتره خپرې شوې خبرپاڼې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان د افغانستان او... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي، په شیرازدو ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسېدلې او دغلته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي. تېره شپه وسله والو طالبانو د شيرزادو ولسوالۍ ته څېرمه دوه موټري بمي چاودنې کړې وې او وروسته له امنیتي ځواکونو سره په درنه جګړه اوښتي وو. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي: "د دې چاودنو او نښتو په پايله کې ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۳۲ تنه نور زخميان شوي دي، متاسفانه د جګړې په پایله کې دوه تنه امنيتي سرتېري شهیدان شوي او اته نور ټپیان دي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی."... Читать дальше...
د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له ناامنیو او ځینو نورو ستونزو سره سره د دغه ولایت سوداګرې ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. د دغې خونې رئیس عسکر ګمنام نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت ښځې زیاتره د خوراکي موادو د تولید، خامک او چرم ګنډلو او دغه شان د کرنې په برخه کې کار کوي. خو په خبره یې چې د دوی د محصولاتو د پلور لپاره کوم ځانګړی بازار نه دی رامنځته شوی او ډېری ښځې خپل لاسي صنایع په ځانګړې توګه خامکي توکي د پلور لپاره ایران ته استوي. ښاغلي ګمنام وايي، دوی په وار وار د... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو په هدف یې د هېواد په پنځو زونونو کې د ځمکو د قطريي اوبه کولو ۴۲ شبکې جوړوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه شبکې روان لمریز کال په کابل، ننګرهار، هرات او بغلان ولایتونو کې جوړېږي. ښاغلی رستمي زیاتوي، د ځمکو قطريي اوبه کول د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سربېره د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی هم کېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند په خبره، یاد وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دا ډول شبکې جوړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په ځواب کې ویلي، پاکستان ...
طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو اته تنه وژلي او نهه تنه ټپیان دي. د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله تېره شپه واوښته. مظلومیار زیاته کړه چې طالبانو پر پوستو برید وکړ او د جګړې په ترڅ کې هغوی ته هم زیات تلفات اوښتي، خو نوموړي په دې برخه کې کره شمېره ورنه کړه. د مرکزي بغلان د امنیې قوماندانۍ یوه افسر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د دې جګړې په ترڅ کې لس طالبان وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روسیي اژانسونو په وینا، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې دوه تنه د سایبیریا په تیمین ښار کې وژل شوي دي. تاس او انټرفکس اژانسونه د ترورېزم ضد ملي کمېټې په وینا خبر ورکوي چې دغو وسله والو د تیمین په ښار کې د ترورېستي برید پلان درلود او کله چې امنیتي ځواکونو له دوی څخه وغوښتل چې تسلیم شي، دوی ډزې وکړې او د نښتې پرمهال ووژل شول. په خپل واکه توګه دا ګرانه ده چې دا بیان تأیید شي. تیمين ښار د مسکو په ختیځ کې نږدې دوه نیم زره کیلومتره لېرې پروت دی. روسي چارواکي اټکل کوي چې نږدې دوه زره روسان سوریې او عراق ته تللي او له داعش سره یوځای شوي دي.
کابل چاپ ډېری ورځپاڼو بیا هم د سولې او همداشان د طالبانو له لوري د اعلان شویو الفتح عملیاتو په اړه...
د مقالې لیکوال ویلي، د طالبانو دا تازه اعلان تر ډېره حده یوه ننداره ده ځکه دې ډلې تېر کلونه د ژمي په موسم کې هم ...
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د څار ځانګړې ادارې سیګار مشر په افغانستان کې له نشه يي...
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کوېټه کې پرونۍ حمله وغندله. د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوېټې په هزار ګنجي سیمه کې پرون د اپرېل په دولسمه په یوه بازار کې چاودنه وشوه چې ۲۰ تنه په کې ووژل شول او ۴۸ نور زخمیان شول. د کوېټې د هزار ګنجي سیمې اکثر اوسېدونکي هزاره ګان او شیعه ګان دي، هغوی پرون تر چاودنې وروسته یو اعتراضي لاریون کړی و. عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ګټه په دې کې ده چې د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره په صداقت لاسونه سره ورکړي. Читать дальше...
د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي په هغه ولایت کې د ملي پولیسو زیاتو تلفاتو ته اندېښنه لري. د دې شورا یوه غړي امان الله کامراني پرون د اپرېل په دولسمه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د ملي پولیسو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي. کامراني وویل، د ملي اردو او پولیسو ترمنځ د هماهنګۍ کمزورتیا یوه اساسي ستونزه ده. د غزني د ولایتي شورا یوه بل غړي حمیدالله سروري هم پرون ازادي راډیو ته وویل چې مکرراً یې له حکومته غوښتنه کړې چې د غزني ښار امنیتي کمربند تقویه کړي، خو دا کار نه دی شوی. ... Читать дальше...