د افغان پناه غوښتونکو يوه ٣٠ کسيزه ډله له جرمني کابل ته راورسېده
![د افغان پناه غوښتونکو يوه ٣٠ کسيزه ډله له جرمني کابل ته راورسېده](https://gdb.rferl.org/FBD6D090-7179-4298-A82E-BE93F16C4C0F_w800_h450.jpg)
د افغان پناه غوښتونکو يوه ٣٠ کسيزه ډله چې جرمني يې د پناه غوښتنه رد کړې، نن د پنجشنبې په ورځ سهار کابل ته ورسېده.
د کابل د نړيوال هوايي ډګر چارواکي وايي، دا د ٢٠١٦ میلادي کال له ډسمبر مياشتې راهيسې د خپل ډول له مخې ۲۳مه الوتنه ده.
له جرمني د پناه غوښتونکو اخراج يوه جنجالي موضوع ده چې ځينو کسانو ورباندې انتقاد کړى دى.
انتقادکوونکي وايي، جګړهځپلى افغانستان لا هم د هغو پناه غوښتونکو لپاره خطرناک ګڼل کېږي چې بېرته وراستول کېږي.
د جرمني خبري اژانس په حواله د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې په حملو کې وخت ناوخت ملکيان په نښه کېږي.
وروسته له هغې چې په تېرې جولاى مياشت کې يوه ٢٣ کلن افغان ځوان افغانستان ته تر اخراجېدو وروسته ځانوژنه وکړه، په جرمني کې يو لړ بحثونه پورته شول.
دغه ځوان ٨ کاله په جرمني کې تېر کړي وو، خو د پناه غوښتنې تر ردېدو وروسته بېرته کابل ته استول شوى و.