د افغان ولسمشر د واک د غځېدو په اړه ستره محکمه څه وايي؟
د ازادي راډیو په اوونیزه خپرونه «حقیقت څه دی؟» کې د افغانستان پر اساسي قانون د څار خپلواک کمېسیون منشي ډاکټر عبدالرؤف...
د ازادي راډیو په اوونیزه خپرونه «حقیقت څه دی؟» کې د افغانستان پر اساسي قانون د څار خپلواک کمېسیون منشي ډاکټر عبدالرؤف...
زلمي خلیلزاد طالبان چلنج کړل چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او سږ دې د سولې کال کړي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره نننۍ لیدنه ګټوره وبلله او په ممبۍ کې فلمي لوبغاړو د اوارډونو په یوه محفل کې ګډون وکړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په داسې حال کې چې نن پنجشنبه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه دی...
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د چاودنې په نتيجه کې ٥ کسان ټپيان شوي دي. د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار په جهان خصوصي پوهنتون کې وشوه. دغه پوهنتون د کابل په کارته نو سيمه کې چې په اتمې امنتيي حوزې پورې مربوطېږي، پروت دى. مجاهد وايي، حمله کوونکي غوښتل چې منفجره مواد د پوهنتون په تشناب کې ځاى پر ځاى کړي چې خپله پر ده وچاودېدل. د دې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې تبصره نه ده کړې.
د امريکا متحدو ايالاتونو د ولسمشر پخواني مرستيال جو بايډن د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کانديداتورۍ اعلان وکړ. شپږاويا کلن بايډن ته د ډموکرات ګوند د مخکښ کانديد په سترګه کتل کېږي. جوبايډن نن په ټويټر کې د متن تر څنګ په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د امريکا د ملت ماهيت کاملاً بدل کړي، دى بې تفاوته نه شي پاتې کېدلاى: "د دې ملت اساسي ارزښتونه، په نړۍ کې زموږ دريځ، زموږ ډموکراسۍ او هرڅه چې سبب شوي، امريکا- امريکا شي په خطر کې دي. ځکه نو... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکولو په پاڼه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځای مشخص کړ.
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين وايي، مخکې تردې چې شمالي کوريا خپل اټمي پروګرام ختم کړي، دغه هېواد نړيوالو امنيتي تضمينونو ته اړتيا لري. ولسمشر پوتين دا خبره په روسيه کې د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره تر لومړۍ مخامخ کتنې وروسته وکړه. پوتين زياته کړه، اړتيا ده دا ډول تضمينونه په هغه چوکاټ کې چې څو هېوادونه پهکې شامل وي، پېشنهاد شي. ولسمشر پوتين نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې په لېرې ختيځ ښار ولادي واستوک کې له کېم جونګ اون سره د غونډې په پاى کې دا څرګندونې وکړې. د شمالي کوريا رهبر کېم... Читать дальше...
د هندوستان د کرکټ په غورهلیګ یا د «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي. دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي، په تېره لوبه کې کلکتې لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه. بنګلور لوبډلې په لومړۍ توپ وهنۍ سره مقابلې لوبډلې ته ۲۰۳ منډې هدف ورکړ چې پنجاب لوبډلې ونهشو کړای یاد هدف پوره کړي.
د کابل ښار د ووشو کلپونو تر منځ د غورهلیګ سیالۍ پیل شوې. د ووشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د ۶۲ کلپونو ترمنځ په دوه ګروپونو کې پیل شوي دي چې د هرې پنجشنبې په ورځ يې یوه لوبه کېږي. دی وايي: "د کابل د کلپونو ووشو لیګ سیالۍ هره پنجشنبه جوړېږي، دا سیالۍ د ۳ میاشتو لپاره دوام کوي او د کابل ۶۲ کلپونو برخه پهکې اخېستې. " نوموړی وایي چې د دغه لیګ سیالیو د جوړولو هدف په ووشو ورزش کې د غوره څېرو پیاوړتیا ده. د ووشو فدراسیون مشر وویل، همدا شان... Читать дальше...
افغان فوټبالر محمد سلیم کوهستاني د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د تل لپاره د فوټبال له لوبو محروم شوی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو مسؤل شفیع شاداب دا خبره مني او وایي چې ښاغلی کوهستاني د افغانستان د فوټبال پخوانی غړی و. فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د سلیم کوهستاني تر څنګ له نورو هېوادونو شپږ نور فوټبالران هم د تل لپاره له دغې لوبې محروم شوي دي. دا کسان د پیسو د لاسته راوړلو لپاره په شرط تړلو پهدغه برخلیک اخته شوي دي.
په مسکو کې د امریکا، چین او روسیې د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ...
د افغانستان دفاع وزارت مني، د پسرلي په راتګ سره پهدې هېواد کې جګړه تېزه شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت ...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسلهوالو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې کال کړي. خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندیدل غواړي. ښاغلي خليلزاد ليکلي: "طالبان وايي چې اوربند يې په اجنډا کې نهشته، خو زموږ اجنډا سوله ده. افغانانو کافي تاوتریخوالی ولید او د جنګ خاتمه غواړي. متحده ایالاتونه ورسره ولاړ دي." زلمي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په هلمند ولايت کې د وسلهوالو طالبانو ١٢٠٠ کيلوګرامه مخدره مواد نيول شوي دي. دغه رياست نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې ځانګړو قطعاتو يې په مارجې ولسوالۍ کې د انارګل په نوم د طالبانو د يوه قوماندان پر مرکز عمليات کړي دي. ويل شوي چې پهدغو عملياتو کې ٥ عرادې وسايط، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي. د ملي امنيت په اعلاميه کې ويل شوي چې لاسته راغلي مواد د تخنيکي ډلې لهخوا په ساحه کې سوځول شوي دي. وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالات کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين يوه کارکوونکې په ډزو وژل شوې ده. پوليس وايي، دوو موټرسايکل سپرو کسان نن په چمن کې د پوليو کمپاين پر ټيم حمله وکړه. پوليسو ويلي چې وژل شوې ښځينه کار کوونکې ٣٥ کلنه وه او نسرين نومېدله. چارواکي وايي، د پوليو ضد کمپاين يوه بله کارکوونکې رشيده په پېښه کې سخته ټپي شوې ده. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکولو کمپاين تېره سې شنبې پيل شو. په خېبر پښتونخوا ايالات کې يو پوليس چې د... Читать дальше...
په کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پیوند مدني ټولنې لهخوا د خېبر لېسې، باور خصوصي ښوونځۍ او بایسکل ځغلونې فدراسیون په همکارۍ جوړه شوې وه چي پهکې د ۱ څخه بیا تر ۳ مقام ګټونکو ته د المپیک بایسکلان او د ۴ څخه تر ۱۰ مقام پورې بېلابېلې جایزې ورکول شوې. د ازادي راډیو خبریال محمد صادق ریښتیني پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د افغانستان د ښځو د شبکو ګڼو فعالانو پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د جنګي عملیاتو پر ځای دې اوربند وکړي. دغه مېرمنې ...
د نړۍ د لسګونه هېوادونو رهبران چين ته په رسېدو دي چې د «یو کمربند، یو لارې» د پروژې په غونډه کې برخه واخلي. په پام کې ده په پلازمېنه پيکېنګ کې دغه غونډه نن د پنجشنبې په ورځ پيل او تر شنبې پورې دوام وکړي. د "یو کمربند، یو لارې" په نوم د چين د دې پروژې هدف چې ارزښتيې يو ټريلیون ډالرو ته رسېږي، د رېللارو، سړکونو، بندرونو او د انرژۍ د زېربناوو ايجاد دى. دغه پروژه به چين له اروپا، افريقا او د اسيا له نورو برخو سره وتړي. د امريکا متحده ايالاتو او د اروپايي ټولنې ګڼو غړو هېوادونو د چين پر دغې... Читать дальше...
د شمالي کوريا رهبر وايي، د روسيې له ولسمشر سرهيې «ډېرې با مفهومې» خبرې وکړې. دا د کېم جونګ اون او ولادیمير پوتين ترمنځ لومړۍ مخامخ کتنه وه. دواړو مشرانو نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې د لیرې ختيځ ښار ولاديوستوک په يوه پوهنتون کې سره وکتل. دا کتنه وروسته له هغې وشوه چې د امريکا د متحده ايالاتو او شمالي کوريا ترمنځ له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې د تصفيې لپاره خبرې ناکامه شوې. د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون له ولسمشر پوتين سره تر دوه ساعته مخامخ خبرو وروسته وويل: "موږ د سولهييز حل پر امکاناتو... Читать дальше...
د مهاجرت نړيوال سازمان يا «IOM» وايي، د جنورۍ له لومړۍ نېټې له ايران او پاکستان څخه تر يو لک او ۳۹ زرو زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغې ادارې نن د پنجشنبې په ورځ په خپله اعلاميه کې ويلي چې پهدې موده کې يو لک او ٣٢ زره او ۷۸ افغانان له ايران او ٧ زره او ٢٥ افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اعلاميه وايي، د دغه شمېر افغان کډوالو په ډله کې ځيني يې له ايران او پاکستان څخه په زوره اخراج کړاى شوي هم دي. ويل شوي په ايران کې د اقتصادي بحران تر شديد کېدلو وروسته خپل هېواد ته د افغانانو ستنېدل زيات شوي دي. Читать дальше...
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين او د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د خپلو هېوادونو پر نږدې اړيکو ټينګار وکړ. دواړو مشرانو نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې په لیرې ختيځ ښار ولاديوستوک کې د لومړي وار لپاره مخامخ سره وکتل. د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون ولسمشر پوتين ته وويل، دغه کتنه به د شمالي کوريا او روسيې اړيکې پياوړې کړي او دوى به پراختيا ورکړي. کېم جونګ اون پرون په يوه رېلګاډي کې د روسيې دغه ښار ته ورسېد او ځينو روسۍ نجونو چې خپل ملي کالي يې اغوستي وو، د هغه هرکلى وکړ. دوى د شمالي کوريا رهبر... Читать дальше...
د افغان پناه غوښتونکو يوه ٣٠ کسيزه ډله چې جرمني يې د پناه غوښتنه رد کړې، نن د پنجشنبې په ورځ سهار کابل ته ورسېده. د کابل د نړيوال هوايي ډګر چارواکي وايي، دا د ٢٠١٦ میلادي کال له ډسمبر مياشتې راهيسې د خپل ډول له مخې ۲۳مه الوتنه ده. له جرمني د پناه غوښتونکو اخراج يوه جنجالي موضوع ده چې ځينو کسانو ورباندې انتقاد کړى دى. انتقادکوونکي وايي، جګړهځپلى افغانستان لا هم د هغو پناه غوښتونکو لپاره خطرناک ګڼل کېږي چې بېرته وراستول کېږي. د جرمني خبري اژانس په حواله د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې په حملو کې وخت ناوخت ملکيان په نښه کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا په مسکو کې د روسيې په کوربهتوب درې اړخيزه غونډه مهمه وبلله. نن دې پنجشنبې په ورځ پهدې غونډه کې د امريکا، روسيې او چين استازي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي. د سولې عالي شورا مرستيال وياند اسدالله زائري تمه وښوده چې د مسکو غونډه به د پام وړ نتيجې ورکړي. دی زیاتوي: "تمه مو دا ده چې دغه برخهوال هېوادونه او زلمى خليلزاد په داسې غونډو کې هڅه وکړي چې جدي او کوټلي ګامونه واخلي او د سولې پروسې په چټکتيا او د بينالافغاني خبرو په پيل کې د دغو هېوادونو هڅې... Читать дальше...
د ښار یو شمېر اوسېدونکو چې د ولایت د مقام د دروازې مخې ته د لاریون په ډول راټول شوي وو، د مرکزي حکومت نه د لښکرګاه...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر استازي وايي، پهدغه هېواد کې باید ښکېلې خواوې دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي.