امریکا د چیچن جمهوریت پر صدراعظم امریکا ته د سفر بندیز ولګاوه
![امریکا د چیچن جمهوریت پر صدراعظم امریکا ته د سفر بندیز ولګاوه](https://gdb.rferl.org/D43D32A9-1978-439C-8962-B7B84703C117_cx39_cy5_cw37_w800_h450.jpg)
د امریکا متحدو ایالاتو د روسیې د شمالي قفقاز د چیچن جمهوریت پر صدراعظم مسلم خوچیف امریکا ته د سفر بندیز ولګاوه.
پر مسلم خوچیف د بندیز لیک پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپور شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کار د هغه قانون پر اساس شوی چې پر هغو وګړو چې د کره شواهدو له مخې د اداري فساد په لویو پېښو او پر بشري حقونو په جدي سرغړونو کې لاس لري، د بندیز اجازه ورکوي.
د چیچن د جمهوریت مشر رمضان قدیروف چې په خپله هم د مګنیتسکي د قانون له مخې په ۲۰۱۲ میلادی کال کې تر بندیزونو لاندې شو، د روسیې خبري اژانس انټرفکس ته ویلي چې د امریکا دا پرېکړه د خندي وړ ده او پر صدراعظم به هېڅ اغېز هم ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کره شواهد شته چې ثابتوي چې مسلم خوچیف په شکنجه کې لاس درلود.
د هغه پر ښځې هم بندیز لګېدلی دی.