Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2019

Новости за 26.04.2019

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا شهزاده ویلیم په نیوزیلنډ کې مسلمانان وستایل

بریتانیايي شهزاده ویلیم د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې النور او لینووډ جوماتونو ته لاړ او د دې هېواد مسلمانان یې وستایل. په دې جوماتونو کې تېره میاشت وسله والو کسانو ۵۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل. شهزاده ویلیم نن جمعه په النور جومات کې چې د مارچ په ۱۵مه نېټه ۴۲ تنه لمونځ کوونکي پکې ووژل شول، وینا وکړه. ده له حملې ۱۶۰ تنو روغ وتلیو ته وویل چې تاسو په تېرو څو اوونیو کې ولیدل چې نړۍ له تاسو سره ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو – د نړۍ مهم خبرونه

امریکا،روسیې او چین طالبان هڅولي چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره خبروته کښیني. د سریلانکا ځینې مسلمانان وايي چې د تېرې یکشنبې له بریدونو وروسته ګواښل کیږي. د میانمار او چین په سرحدي سیمو کې د وحشي ژویو خرڅلاو فعالان اندېښمن کړي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت په لوګر کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه ډیپو ویجاړه کړه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې په لوګر کې د طالبانو د چاودېدونکو موادو یوه ډیپو ویجاړه کړه. د ملي امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، دا عملیات د لوګر په خروار ولسوالۍ کې وشول او په ترڅ کې یې ۶ مشکوک طالبان نیول شوي او یوزرو شپږ سوه پنځوس کیلو چاودېدونکي مواد له یو شمېر مخابرو او موبایلونو سره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې د طالبانو له بنده ۵۳ بندیان خوشې شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ځواکونو یې په زابل ولایت کې د طالبانو له بنده ۵۳ بندیان خوشې کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل چې دا عملیات د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې شوي دي. د ښاغلي رحیمي په وینا، په دې عملیاتو کې لږترلږه ۸ طالبان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په ۵۳ خوشې شویو کسانو کې د ملي اردو ۴ کومانډو او۴ پولیس هم شامل دي. تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو په یو لو عملیاتو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د سلوزرو قوم ۲۴ سپینږیري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د ۲ پوهنتونونو سلګونه کارکوونکي او محصلان قرنطین شوي

روغتیايي چارواکو د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس د ۲ پوهنتونونو سلګونه کارکوونکي او محصلان د دې لپاره قرنطین کړل چې ممکن د شري په ناروغۍ اخته شوي وي. دوی دا نه شي تاییدولی چې ایا دا کسان واکسین شوي او که نه دي. قرنطین شوي کسان باید له کوره ونه وځي، له نورو خلکو سره تماس ونه نیسي او که د شري د ناروغۍ نښو پکې وده وکړه، باید سمدستي روغتیايي مسؤلانو ته خبر ورکړي. د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې دا ناروغي د هغو کسانو په منځ کې په چټکه خپرېږي چې واکسین شوي نه دي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې پخوانیو مجاهدینو د اوربند غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ۲۷ مې کالیزې په پار هغه غونډه چې په خوست کې جوړه شوې وه، ګډونوالو يې له افغان دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې په میاشت کې دې دواړه لوري اوربند اعلان وکړي، تر څو خلکو ته په ارامه فضا کې د عبادتونو زمینه برابره شي. دوی زیاتوله، که چېرې د اوربند غوښتنه يې ومنل شي، نو دوی باور لري چې وروسته به بین الافغاني خبرو اترو او یوې دایمي سولې ته هم لاره پرانیستل شي. په یاده غونډه کې چې نن د جمعې په ورځ د لسګونو پخوانیو مجاهدینو، دیني عالمانو او ځوانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې د طالبانو له یوه زندانه ۴۳ سرتېري ازاد شوي

چارواکي وایي چې په ارزګان کې یې ۵۳ تنه افغان سرتېري د وسله والو طالبانو له زندانه ازاد کړي دي. د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، دغه سرتېري یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال تېره شپه د وسله والو طالبانو له زندان ازاد کړي. دوی زیاتوي چې د یادو عملیاتو پرمهال يې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوړلې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسینو څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: تدامیچي یاماموتو له ملا عبدالغني برادر سره کتلي

طالبان وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د مرکچي هیئت له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. د روېټرز خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، په دوحه کې د دوی د مرکچي هیئت د مشر ملا برادر او نورو غړو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرونۍ خبرې د سولې په روانو هڅو، ولسي مرګ ژوبلې او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په بشري مرستو متمرکزې وې. روېټرز خبري اژانس د یوناما د چارواکو له خولې وايي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په کابل کې د خپل سفارت مامورین نیمایي راکموي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غواړي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر د بلې میاشتې له پای نیمايي ته راکم کړي. روېټرز وايي، د درې امریکايي چارواکو په شمول څلورو سرچینو ورته ویلي، امریکا پلان لري چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر نیمايي ته راکم کړي. د کانګرس یوې سرچینې روېټرز ته ویلي، په کابل کې به د امریکا د سفارت د کارکوونکو کمول د مې له ۳۱مې نېټې پیل شي. په راپور کې د امریکايي چارواکو او د کانګرس د سرچینو له قوله ویل شوي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې تالندې او برښنا یوه ځوانه نجلۍ وژلې

په سرپل ولایت کې تالندې او برښنا یوه ځوانه نجلۍ وژلې او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، پېښه د سرپل په مرکز کې شوې، چېرې چې له دوو ورځو راهېسې اورښتونو زور اخیستی دی. تر دې مخکې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو هم پر یو کور د تندر د غورځېدو په پېښه کې د یوې ځوانې نجلۍ د مړینې خبر ورکړل و.

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې پرون د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه

په سرپل کې پرون، د اپرېل په پنځه ویشتمه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ولسي غونډه وشوه. سرپل په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو نا امنو ولایتونو ګڼل کېږي. په پرونۍ غونډه کې د سرپل د علماوو د شورا مشر مولوي نقیب الله پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې اور بند او له حکومت سره د روغې جوړې لپاره خبرې وکړي. ده وویل: "زموږ اردو، پولیس او امنیت زموږ د ویاړ وړ دي، هغوی زموږ ځان او عزت خوندي کړی دی." په سرپل کې د غونډې نورو ګډونوالو هم مذاکرې په افغانستان د روان بحران د حل یوازنۍ لار وبلله. وسله والو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست ځينو قومي مشران پرون په سوله او مشورتي جرګه خبرې وکړې

په خوست کې یو شمېر قومي مشرانو پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه په افغانستان کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په اړه خبرې وکړې. په دې اړه قاضي احمد ببرکزي چې له خوسته به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي، پرون خلکو ته وویل: "موږ سوله د افغانانو پر ټغر غواړو، هغې سولې ته رأیه ورکوو چې زموږ عزت په کې خوندي وي." په خوست کې قومي مشر شمیم خان ځدران وویل چې افغانان باید له دې فرصته د سولې د ټینګښت لپاره کار واخلي او هر څوک باید خپل مسؤلیت ادا کړي. په خوست کې د پرونۍ غونډې ګډونوالو وویل چې ژرترژره باید اوربند وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې په بلخ کې د زورواکو مخنیوی وکړي

د بلخ یو شمېر قومي مشرانو او د ځوانانو استازو له حکومته غوښتنه کړې چې هلته د زورواکانو مخنیوی وکړي. د هغوی یوه پلاوي پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه په کابل کې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي دي. دا خبر د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې خپور کړی دی. د اعلامیې په حواله، د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د بلخ استازو ته ویلي چې د زور ویلو فرهنګ باید د خدمت په فرهنګ بدل شي. محب د بلخ پر خلکو غږ کړی چې د جمهور رئیس ریاست په را روانو ټاکنو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیې د ایران له لوري د دوو بندیانو د تبادلې وړاندیز رد کړ

د بریتانیې حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دوو بندیانو د تبادلې وړاندیز رد کړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ بریتانیې ته وړاندیز وکړ چې دوه بندیانې ښځې نازنین زاغري راتکلف او نګار قدس کني تبادله کړي. نازنین زاغري راتکلف ایراني الاصله بریتانوۍ ده چې په ایران کې د رژیم پر ضد د فعالیت په تور نیول شوې او زنداني ده. هغې تامسن روېټرز ادارې ته کار کاوه او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تهران ته تللې وه، ونیول شوه. نګار قدس کني په خټه ایرانۍ ده او په استرالیا کې اوسېده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د چیچن جمهوریت پر صدراعظم امریکا ته د سفر بندیز ولګاوه

د امریکا متحدو ایالاتو د روسیې د شمالي قفقاز د چیچن جمهوریت پر صدراعظم مسلم خوچیف امریکا ته د سفر بندیز ولګاوه. پر مسلم خوچیف د بندیز لیک پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپور شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کار د هغه قانون پر اساس شوی چې پر هغو وګړو چې د کره شواهدو له مخې د اداري فساد په لویو پېښو او پر بشري حقونو په جدي سرغړونو کې لاس لري، د بندیز اجازه ورکوي. د چیچن د جمهوریت مشر رمضان قدیروف چې په خپله هم د مګنیتسکي د قانون له مخې په ۲۰۱۲ میلادی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په شمالي کوریا کې د یوه امریکایي محصل د درملنې لګښت منلی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اجازه ورکړه چې شمالي کوریا ته دوه ميلیونه ډالر چې د شمالي کوریا چارواکو د یوه زنداني امریکايي محصل د درملنې لپاره غوښتي و، ورکړل شي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون، د اپرېل په پنځه ویشتمه، خبر ورکړ چې شمالي کوریا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې مخکې تر دې چې ۲۲ کلن امریکایي اوتو وارمبیر امریکا ته وسپارل شي، د هغه د روغتیايي لګښت بل امریکا ته استولی و. اوتو وارمبیر په شمالي کوریا کې تر څو میاشتو زندان تېرولو وروسته، د ۲۰۱۷ میلادي کال په جون میاشت کې امریکا ته واستول شو.  هغه امریکا... Читать дальше...


На стадионе «Торпедо» в Мытищах прошел фестиваль «Спорт для всех»

В 7 округов Подмосковья дорожники восстановили знаки

Минюст признал нежелательным в РФ «Германский исторический институт»

Санкции против доллара в России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Лига городов» теперь и на «Юмор FM»

ПМЭФ-2024: премиальный бренд HONGQI представил на Форуме свои флагманские и новые модели

Минздрав: В Нижнем Новгороде 12 человек обратились к врачам с ботулизмом

В Подмосковье поженились более 17 тысяч пар с начала 2024 года

Музыкальные новости

В Бурчтии в театре кукол «Ульгэр» 14-16 июня пройдут «Волшебные выходные»! - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети

Футбольный фестиваль «ЦСКА — Все сюда!» провели в Одинцове

В "Атомайз" рассказали о смарт-контракте как главной составляющей ЦФА

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Новости России

МИД России назвал фарсом спор по делу MH17

Суд продлил арест 6 фигурантам дела о расправе над байкером в Москве на 3 месяца

До 59 процентов месячной нормы осадков выпало в Москве за 17 июня

Что предвидел Александр Починок и о каких событиях предупреждал? Почему его многие называли Аль Пачино

Экология в России и мире

Gucci, коллекция menswear весна-лето 2025

Россиянам предложили премиальные туры сразу в 2 страны: рейсы начнутся из 8 российских городов

Prada, коллекция menswear весна-лето 2025

Звезды оперной сцены представят I Международный фестиваль «Мир классического романса»!

Спорт в России и мире

Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосхе

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе

Курникова показала трогательные фото Энрике Иглесиаса

Саснович победила на старте квалификации турнира WTA-500 в Берлине

Moscow.media

Бесплатный билет в музеи Зеленоградска от «ПАРАDOX» и BelkaCar

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области выплатило единовременное пособие при передаче ребенка на воспитание в семью 474 семьям региона

Утиный народ

Heroje H288BW- портативный сканер штрих-кодов с интерфейсом Bluetooth







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *