دا بریدونه وروسته تر هغه پیل شول چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه حماس ډلې پر اسراییلو برید وکړ او په یوه ورځ یې څه باندې ۱۲۰۰ کسان ووژل. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي. د حماس جنګیالیو همداراز ۲۴۰ کسان هم یرغمل کړي وو. صفي الله ستانکزی او په دې اړه نور جزییات: