نظر پوښتنه: د قزاقستان انتخاباتو کې توقایف د پام وړ بریا خپله کړې
![نظر پوښتنه: د قزاقستان انتخاباتو کې توقایف د پام وړ بریا خپله کړې](https://gdb.rferl.org/502649AF-BCD4-4F14-A054-E195C07512C2_w800_h450.jpg)
په قزاقستان کې تر پرونيو انتخاباتو وروسته د نظر پوښتنو نتايج ښيې چې مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توقایف د پام وړ بریا خپله کړې ده.
دى د پخواني مستبد ولسمشر نور سلطان نظربايف له خوا د ده د ځای ناستي په توګه غوره شوى و.
د ولسمشرۍ د دغو ټاکنو چې د سلګونو سولهييزو اعتراض کوونکو نيول کېدل هم ورسره مله وو، لومړنۍ نظرپوښتنه ښيې چې توقايف ښايي په سلو کې تر ٧٠ زياتې رأيې ګټلې وي.
په دوهم کتار کې بل کانديد پخوانى ژورنالېست اميرجان قوسانوف راغلى چې ښايي نږدې ١٦ فيصده رايې ګټلې وي.
تمه کېږي د دغو انتخاباتو لومړني رسمي نتايج په څو ساعتونو کې اعلان شي.
تر وخت مخکې دغه انتخابات پرون وشول چې توقايف له شپږو هغو کانديدانو سره مخامخ وو چې خلک يې چندان نه پېژني.
د انتخاباتو پر مهال لاريونونه وشول چې په جريان کې يې په سلګونو کسان ونيول شول.
يوه لاريون کوونکي پرون د ازادۍ راډيو قزاقۍ څانګې ته وويل: "موږ غواړو قانوني حقونه مو د حکومت لهخوا د قزاقستان د اساسي قانون او نورو قوانينو له لارې تضمين شي چې د بيان ازادي تجربه کړو."
هغه مظاهرې چې د انتخاباتو د کمپاينونو پر مهال پيل شوې وې، پرون د انتخاباتو په ورځ هم روانې وې، خو پوليسو د هغوى د پاى ته رسولو لپاره چټک اقدام وکړ. مظاهرهچيانو اعتراض درلود چې دا انتخابات عادلانه نه وو.