Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 10.06.2019

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ځينې سيمې لاهم د ځمکنیو ماینونو تر خطر لاندې دي

د کندهار ۳۸۶ کېلومتره سيمه لاهم د ځمکنيو ماينونو تر خطر لاندې ده. د مسؤلینو په خبره هره ورځ د ځمکې لاندې لسګونه ناچاوده توکي او ماينونه شنډوي، خو بيا هم ماشومان، ښځې او لويان د ماينونو قرباني کېږي. وېډيو : صادق رښتینی اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

یو امريکايي چارواکی وايي: داعش تروریستي ډله د افغانستان لویديځ تهديدوي. په هانګ کانګ کې د یوه ناندريز قانون پر سر د سلګونو اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې یوه ځوانه ښځه زندۍ شوې

په جوزجان کې سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځوانه ښځه د شبرغان ښار په یوه سیمه کې زندۍ شوې ده. د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه رامنځته شوې. انیق وايي، د مژده په نوم د دې شل کلنې او د نوې واده شوې ښځې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي. درې ورځې مخکې د شبرغان په ښار کې یوه بله ۲۴ کلنه نجلۍ هم وژل شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

د سرپل د قشقري سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي

د سرپل چارواکي وايي، له وسله والو د دې ولایت د قشقري سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي. دا سیمه د تېلو بډایه سیمه ده. د سرپل والي عبدالقادر اشنا نن ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه پیل شوي دي. ده وویل: "هغه سیمه چې اوس په کې عملیات روان دي، قشقري او داغاوي دي، وروسته له هغې په سوزمه کلا کې عملیات کېږي او په ترتیب ټولې له لاسه وتلې سیمې بېرته نیسو." د سرپل والي وویل، دوی غواړي چې ورته عملیات په بلخاب ولسوالۍ کې چې د حکومت له کنټروله وتلې ده، هم ترسره کړي. نوموړي همدارنګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست په صبریو کې د حقاني شبکې ۱۲ وسله وال وژل شوي

چارواکي وايي چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۲ سرګروپان وژل شوي دي. نن د دوشنبې په ورځ ناوخته د خوست د ملي امنیت ریاست رسنیز دفتر ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو یادو قوماندانانو او سرګروپانو په خپلو کې ناسته درلوده چې د ځانګړو ځواکونو تر برید لاندې راغلل. سرچینه زیاتوي چې یادو وسله والو د خوست د اړوندو سیمو په ډېریو وسله والو بریدونو کې لاس درلود. بل لوري ته په همدې ورځ د افغانستان د ملي امنیت د عمومي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې تېره شپه ۱۱ افغان پوله ساتي سرتېري وژل شوي

راپورونه وايي چې یولس تنه افغان پوله ساتي سرتېري تېره شپه د هرات په اسلام کلا او تورغنډۍ کې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او یولس تنه نور ټپیان شوي دي. د هرات د سرحدي پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې وسله والو طالبانو په تورغونډۍ کې د سرحدي ځواکونو د څلورم او پنځم کنډک پر پوستو او په اسلام کلا کې د درېیم کنډک پر پوستو بریدونه وکړل. دا سرچینه وايي، په تورغونډۍ کې د دې بریدونو پر مهال شپږ سرتېري او یو بریدمل وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې د یوه جومات ملا امام ۱۱ کسان په ډزو وژلي

په فراه کې د یوه جومات ملا امام د خپلې کورنۍ د څلورو غړو په شمول ۱۱ تنه په ډزو وژلي دي. پېښه د خاک سفید ولسوالۍ د سرکاري کارېز سیمه کې شوې او چارواکي وايي چې د ملا محمد په نوم دې کس ۱۴ تنه نور ټپیان کړي هم دي. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې بریدګر ملا ونیسي، خو د فراه د ولایتي شورا یوه غړي خیر محمد نورزی وايي، دا مهال ملا محمد له طالبانو سره بندي دی. د خاک سفید ولسوالي د فراه یوه نا امنه ولسوالي ده چې ډېرې سیمې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نیولی

پاکستاني چارواکو د دې هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د اداري فساد په تور نیولی دی. په پاکستان د احتساب د ملي ادارې یوې ډلې د دوشنبې په ورځ زرداري له هغې وروسته په خپل کور کې ونیوه چې محکمې د پیسو د وینځلو په یوه قضیه کې د نوموړي د ضمانت غوښتنه رد کړه. د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان د پیپلز ګوند د دې مخکښ مشر زرداري او د ده د خور فریال تالپور د ضمانت غوښتنه رد کړه. راپورونه وايي، د تالپور د نیولو امر تر اوسه پورې نه دی شوی. د پاکستان د احتساب ملي ادارې زرداري او خور یې تالپور تورن کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شپږېزې لیک د دوو ټيمونو د امتیاز لپاره کمپنیو ته بلنه ورکړل شوې

افغان کرکټ بورډ وايي، یو شمېر ادارو، کمپنیو او شرکتونو ته يې بلنه ورکړې چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د دوو لوبډلو د امتیاز د اخیستلو لپاره د ۲۰۱۹ لمریز کال په شل اوریزو لوبو (شپږیزه لیګ) کې برخه واخلي.  د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لوبډلې د کابل ایګلز او د بندامیر دراګنز دي. د شپږیزې شل اوریزه لیګ هر کال په افغانستان کې جوړېږي چې د زونونو شپږ ټیمونه په کې برخه اخلي. د راپورونو له مخې، د دغو سیالو ۴ نور ټیمونه مخکې له مخکې د امتیاز په بدل کې تجارتي شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ بورډ او شهزاد موضوع د لوبډلې پر لوبو څه اغېز کولای شي؟

د لوبو له میدانه د دې اوونۍ په خپرونه کې اورئ چې د کرکټ د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي او افغان کرکټ بورډ ترمنځ راپورته شوې موضوع په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په راتلونکو لوبو څومره منفي تأثیرات لري؟

Pa.azadiradio.com 

د کندهار پولیس: د ماین جوړولو په فابریکه کې چاودنې ۱۰ وسله‌وال وژلي

د کندهار پولیس وايي، د وسله‌والو طالبانو د ماین جوړونې په یوه کارخانه کې چاودنې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ تنه وسله‌وال وژلي او دوه نور ژوبل شوي دي. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وویل، د ماين چاودنه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سيمه کې نن سهار ۱۰ بجې شوې. د بارکزي په خبره، د وسله‌والو د ماين جوړولو ياده فابريکه ډیورند کرښې ته نږدې پرته وه. ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "په وژل شویو کې شپږ پنجابي انجنیران دي چې دلته د ماین جوړونې لپاره راغلي وو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې ۳۰ مظاهره چیان نیولي

د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې چې د دې هېواد لوی ښار دی، ۳۰ تنه مظاهره چیان نیولي دي. دې اعتراض کوونکو غوښتل چې د ښار په مرکز کې د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر رسمي نتایجو اعتراض وکړي. نړیوالو څارونکو د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج له اساسي ازادیو څرګند سرغړاوی بللی دی. د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکو نن وویل، د سوله ییزو اعتراض کوونکو د نیولو په شمول د خلکو اساسي حقونو ته ناپامي او د انتخاباتو په ورځ پراخې بې نظمۍ د ولسواکۍ معیارونو ته د درناوي د نشتوالي څرګندونه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات له مرکزي زندانه ۳۸ طالبان خوشې شول

په هرات کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت له مرکزي زندانه اته دېرش تنه طالبان خوشې شوي دي. دا کسان د اختر په مناسبت د ولسمشر اشرف غني د امر په بنسټ د خوشې شویو طالب زندانیانو په ډله کې شامل دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، له زندانه خوشې شویو کسانو ژمنه کړې چې د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې به له حکومت سره همکاري کوي. نوموړی وايي، ټاکلي هیئت د دې طالب زندانیانو دوسیې تر خوشې کېدو مخکې په هر اړخیزه توګه څېړلې دي. افغان ولسمشر د اختر په مناسبت د سلګونو طالب زندانیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سبا په کندهار کې د کانفوتوا سیالۍ پیلېږي

په پام کې ده چې سبا په کندهار ولایت کې د کانفوتوا سیالۍ پیل شي. د دغه ولایت د ورزشي ادارې امر مدیر اغا ازادي راډیو ته وویل، دا یو رزمي ورزش دی او د دې لپاره پیلېږي چې ورزشکاران یې د کانفوتوا په سیالیو کې چې په پام کې ده په راتلونکې میاشت کې په کابل کې پیل شي، تیاریانې ونیسي. په دغو سیالیو کې د کندهار ولایت د مرکز او ولسوالیو ۱۲ ټیمونه یو تربله سیالۍ ترسره کوي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۱ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۱ وسله‌وال وژلي دي. د دفاع وزارت څخه نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع مأموریت په ملاتړ د ارزګان، کندهار، پکتیا، میدان وردګ، غزني، فاریاب، کاپیسا، تخار، کندز او نیمروز ولایتونو کې شوي. دفاع وزارت د ارزګان ولایت د چهارچینو او مرکز اړوند سیمو کې د ۱۴ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې، همدارنګه‌یې ویلي چې د هلمند په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان وژلي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي. د ملي امنیت ریاست نن د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې دا په سیمه کې د حقاني شبکې په مرکزونو هدف‌مند عملیات بللي او زیاته کړې یې ده، د دې شبکې وژل شویو غړو به تخریبي او ترهګرو فعالیتونو کې او نورو ترورېستي ډلو ته د وسلو او مهماتو په لېږد کې لاس درلود. د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې په وینا په‌دې عملیاتو کې یو کس ټپي شوی او درې مشکوک کسان له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د هرات چارواکي: په لومړیو ۳ میاشتو کې ۵ سلنه صادرات ډېر شوي

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د روان شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د دې ولایت صادرات ۵ سلنه ډېر شوي دي. د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیوي امر، عزیز احمد یارمند یې علت نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په خبرو کې د هوايي دهلېزونو پرانیستل وبلل. ښاغلي یارمند زیاته کړه: "یو دلیل‌یې د هوایي دهلېزونو پرانیستل، د چابهار بند پرانیستل او د لاجوردو له لارې تجارت دی. دا هغه عوامل دي چې د تجارتي مالونو پر وخت صادرېدو ته‌یې زمینه برابره کړې ده." وچه مېوه، حیواني محصولات،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې د هندوانو حاصلات ۱۷ سلنه ډېر شوي

په فراه ولایت کې د هندوانو حاصلات په سلو کې ۱۷ ډېر شوي دي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال په فراه ولایت کې د هندوانو د کښت کچه په بې‌سارې ډول لوړه شوې ده. سږ کال د فراه د هندوانو حاصلات په سلو کې ۱۷ ډېر شوي چې په مجموع کې يې کچه څه باندې اووه زره، اووه سوه او ۹۱ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده." ویل کېږي چې د فراه ولایت هندوانې د افغانستان د ۱۴ولایتونو بازارونو ته صادرېږي. هرات، نیمروز، کندهار، هلمند، زابل، غزني، کابل، لوګر او یو شمېر نور ولایتونه هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نظر پوښتنه: د قزاقستان انتخاباتو کې توقایف​ د پام وړ بریا خپله کړې

په قزاقستان کې تر پرونيو انتخاباتو وروسته د نظر پوښتنو نتايج ښيې چې مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توقایف​ د پام وړ بریا خپله کړې ده. دى د پخواني مستبد ولسمشر نور سلطان نظربايف له خوا د ده د ځای ناستي په توګه غوره شوى و. د ولسمشرۍ د دغو ټاکنو چې د سلګونو سوله‌ييزو اعتراض کوونکو نيول کېدل هم ورسره مله وو، لومړنۍ نظرپوښتنه ښيې چې توقايف ښايي په سلو کې تر ٧٠ زياتې رأيې ګټلې وي.  په دوهم کتار کې بل کانديد پخوانى ژورنالېست اميرجان قوسانوف راغلى چې ښايي نږدې ١٦ فيصده رايې ګټلې وي.  تمه کېږي د دغو انتخاباتو... Читать дальше...


США уведомили РФ о приостановке действия пунктов налоговой конвенции 1992 года

Карпин назвал сборную, которой симпатизирует на Евро-2024

Минздрав: В Нижнем Новгороде 12 человек обратились к врачам с ботулизмом

СК завел дело после заражения нижегородцев ботулизмом



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

США уведомили РФ о приостановке действия пунктов налоговой конвенции 1992 года

Вице-мэра Орла задержали за препятствование бизнесу, сообщили СМИ

Минздрав: В Нижнем Новгороде 12 человек обратились к врачам с ботулизмом

Умер режиссер Камерной сцены имени Покровского ГАБТа Валерий Федоренко

Музыкальные новости

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

В Пензе стартовали соревнования по по мотокроссу на Кубок главы города

В "Атомайз" рассказали о смарт-контракте как главной составляющей ЦФА

В Пулково задерживаются шесть рейсов

Новости России

Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП

США уведомили РФ о приостановке действия пунктов налоговой конвенции 1992 года

Парадокс "массового заражения" ботулизмом: Врач объяснил, в чём кроется подвох

Врач Шарапова высказалась о заражении ботулизмом домашних продуктов

Экология в России и мире

Как Россия уступила Азербайджану значительные территории Дагестана и два села

Prada, коллекция menswear весна-лето 2025

Gucci, коллекция menswear весна-лето 2025

Неблагодарный батька или о чем говорил президент Белоруссии с делегацией Азербайджана?

Спорт в России и мире

Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосхе

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP

Самсонова обыграла Александрову и вышла в финал турнира WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.

Башенный комплекс "Ний" (Ингушетия)

В Коми ввели штрафы за «склонение к абортам»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *