د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې جګړه؛ "لسګونه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې"
ځایي چارواکي وايي، سلګونه طالبان له نورو ولایتونو ګېزاب ته ورغلي او د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي. ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي خبرداری ورکوي که ګېزاب ته اضافي سرتېري ونهلېږل شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.