Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 22.10.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم ټلویزیوني خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

زلمي خلیلزاد د افغان سولې د پروسې په اړه د خبرو لپاره اروپايي هېوادونو ته سفر پیل کړی. د کاناډا د فدرال ټاکنو نتیجه ښيي چې جستن ترودو دویم وار هم صدراعظم کیږي. د جاپان نوی امپراتور ناروهیتو نن په تخت کیناست. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو کمېسیون د غړو ترمنځ اختلاف په اړه د څارونکو بنسټونو اندېښنې

د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره کوي او اندېښنه ښيي چې ګنې دا به د کمېسیون پر چارو منفي اغېز وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیايي اتلولیو مقدماتي لوبو لپاره ایران ته لاړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د فوټسال اتلولیو په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا چهارشنبه د ازبکستان پر وړاندې کوي. ښاغلی امیني وايي، په دغو سیالیو کې افغانستان، له ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوهمه لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د تاجکستان او د همدې میاشتې په ۲۵مه د نيپال پر وړاندې ده. د دې سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دولت د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د هڅو بیا پیلېدو هرکلی کوي

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تازه سفر هرکلی کوي. خو ددغه وزارت ټینګار دا دی چې د کابل له رول پرته د سولې خبرې کومې پایلې ته نه شي رسېدلی.

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په شمال کې کرد جنګیالیو ته د ترکیې ولسمشر خبرداری

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که د سوریې په شمال کې کرد ملېشه د امریکا په منځګړیتوب له شوې موافقې سره سم عمل ونه‌کړي، انقره به هلته پوځي عملیات په شدت جاري وساتي. ښاغلي اردوغان نن (اکټوبر ۲۲مه) روسیې ته تر روانېدو مخکې په انقره کې خبریالانو ته وویل، د کردانو د خلکو ژغورنې ډله (وای پي جي) باید له سیمې ووځي، ترڅو ترکیې ته زمینه برابره شي چې هلته خوندي سیمه جوړه کړي. انقره غواړي چې د سوریې په خاوره کې خپلې پولې ته نږدې خوندي زون جوړ کړي او هغه دوه میلیونه سوریایي وګړي چې په وروستیو کلونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان کې ۱۴ کسان د داعش ډلې د ملاتړ په تور محاکمه شول

د قزاقستان یوې محکمې ۱۴ قزاقستانیان چې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ملاتړ په جګړه تورن وو، محاکمه کړل. له مشکوکو کسانو ۱۳ تنه‌یې نن (اکټوبر ۲۲مه) د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د محکمې خونې ته ولېږدول شول. یو مشکوک وګړی چې زخمي و، له روغتونه د وېډیو له لارې محاکمې ته حاضر شوی و. څارنوالانو هغوی په ترورېستي فعالیتونو کې په ونډه اخیستو، د وګړو په استخدام، د ترورېزم لپاره په تبلیغ او د جنایتونو په ترسره کولو تورن کړي دي. د راپورونو پر اساس، د قزاقستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لغمان کې سلګونه ښوونکو کاري اعتصاب کړی

د  لغمان په علینګار ولسولۍ کې نن د ښوونکو د اعتصاب دوهمه ورځ ده. له دې امله زرګونه زده‌کوونکي ښوونځي ته له تلو پاتې شوې دي. په علینګار کې یوه ښوونکي هېواد نن (اکټوبر ۲۲مه) ازادي راډیو ته ویل: "له موږ سره حکومت شپږ کاله وشول چې د یوې-یوې نمرې ځمکې ژمنه کړې، خو تر اوسه‌یې نه‌ده عملي کړې." په علینګار ولسوالۍ کې د ۸۰ ښوونځیو ۱۴۰۰ ښوونکي په دې اعتصاب کې ګډون لري. خو د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ویلي چې دا ستونزه به حل کړي.   اغلې نزهت ازادي راډیو ته وویل، حکومت د ځمکې پر ځای، ښوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې جګړه؛ "لسګونه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې"

ځایي چارواکي وايي، سلګونه طالبان له نورو ولایتونو ګېزاب ته ورغلي او د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي. ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي خبرداری ورکوي که ګېزاب ته اضافي سرتېري ونه‌لېږل شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو د واک تاج پر سر کړ

د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو نن (اکټوبر ۲۲مه) په رسمي ډول د واک تاج پر سر کړ. دغو ځانګړو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون د ۱۷۰ هېوادونو رهبران حاضر وو. ۵۹ کلن ناروهیتو ته قدرت د هغه له پلار، امپراتور اکیهیتو رسېدلی دی. نوموړی د جاپان لومړی امپراتور دی چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلی دی. د جاپان نوي امپراتور په اکسفورډ پوهنتون کې زده‌کړې کړې دي. د هغه مېرمن، ماساکو نومېږي، د جاپان پخوانۍ ډیپلوماته او د هاروارډ پوهنتون له زده‌کوونکو ده. د جاپانیانو په باور، دا هېواد د نړۍ تر ټولو زړه شاهي سلسله لا هم پالي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا پارلماني ټاکنې؛ ښايي حاکم لېبرال ګوند د پارلمان اکثریت ونه‌ګټي

د کاناډا په پارلماني ټاکنو کې به اوسنی لېبرال صدراعظم جسټن ټروډو د پارلمان له ۳۳۸ څوکيو ډېرې وګټي. د کاناډا په پارلمان کې دا ګټه به جسټن ټروډو ته وخت ورکړي چې یو حکومت جوړ کړي، خو داسې ګڼل کېږي چې لېبرالان ښايي د اکثریت په ګټلو ونه‌توانېږي. که چېرې مطلق اکثریت ونه‌ګټي، هغوی به مجبور وي چې په قدرت کې د پاتې کېدو او د قوانینو د تصویب لپاره پر نورو ګوندونو تکیه وکړي. د کاناډا د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې به نن د اکټوبر په ۲۲مه اعلان شي. ۴۷ کلن جسټن ټروډو پرون مخکې له مخکې په مونټریال کې خپلو پلویانو ته د بري مبارکي ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو کمیسیون د دارلانشاء رئیس د ډیټا سنټر مهرولاک ماتېدل رد کړل

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ هغه ادعاوي ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز (ډیجیټال سنټر) مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي. ښاغلي ننګ پرون ناوخته (میزان ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې یو قفل هم نه دی مات شوی. "بلو باکسونه او قفلونه له ټولو څارونکو سره شته، له هغوی سره هېڅ قفل نه دی خلاص شوی. موږ د طرز العمل مطابق کارونه ترسره کوو. هېڅ داسي څه نه دي شوي چې د خلکو د تشویش سبب شي." د عبدالله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ننګرهار کې وروستی برید غندلی

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات د شوي برید په تړاو تازه بیان کې ویلي، د دا ډول ترهګریزو بریدونو له ترسره کونکو، تنظیمونکو او تمویلونکو سره باید حساب وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د هسکې مېنې د جو درې په جومات کې د جمعې د ورځې برید وحشیانه او ناځوانمردانه بللی او پر ټولو هېوادونو یې ټینګار کړی چې نړیوالو قوانینو ته د خپلې ژمنتیا پر بنسټ دې، د دا ډول پېښو مخنیوي کې د افغانستان له دولت او اړوند چارواکو سره فعاله همکاري وکړي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لبنان کې اعتراضونه؛ د حکومت کابینې د اصلاحاتو یوه نوې بسته تصویب کړه

د لبنان کابینې د اصلاحاتو یوه بسته تصویب کړه چې په نتیجه کې یې د دغه هېواد اقتصادي بحران پای ته ورسیږي. د لبنان صدراعظم سعد حریري د دوشنبه په ماښام (اکټوبر ۲۱مه) په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، دا اصلاحات تر ۷۲ ساعته ضرب الاجل وروسته تصویب شول. حریري په دې تازه اقدام کې د چارواکو او د پارلمان د استازو د امتیازونو د کمېدو خبره هم وکړه. "د اوسنیو او پخوانیو ټولو استازو او وزیرانو معاشونه پنځوس سلنه کمیږي. د بیارغونې او پراختیا د کمېټې بودیجه چې په جنوب کې د بیځایه شویو لپاره کار کوي، ۷۰ سلنه کمیږي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه د سوریې شمال کې د اوربند غځېدل غواړي

د فرانسې ولسمشر خپل روسي سیال ته ویلي چې پاریس د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د تمدید غوښتونکی دی. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ایمانویل مکرون د اکتوبر پر ۲۱مه له ولادیمیر پوتین سره ټېلفوني خبرې وکړي او له ډیپلوماتیکو لارو یې د سوریې په شمال کې د اوربند د غځیدو او د کړکیچ د ختمیدو پر اهمیت ټینګار وکړ. د ترکیې د موافقې له مخې نن ماښام په سوریه کې د کرد ځواکونو پروړاندي د ترکیې د عملیاتو توقف یا د اوربند وخت پای ته رسیږي. ترکیې خبرداری ورکړی چې د اکتوبر د ۲۲مې تر ضرب الاجل وروسته به، پر هر هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل نوي حکومت جوړولو لپاره د بنیامین نتانیاهو هڅو نتیجه ورنه‌کړه

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دغه هېواد تر پارلماني انتخاباتو وروسته د ایتلافي حکومت په جوړولو کې ناکام شو.   نتانیاهو چې د ښۍ اړخي لیکود ګوند مشر دی ویلي چې خپلې هڅې دروي او د نوي حکومت د جوړولو واک د دغه هېواد ولسمشر رووین ریولین ته بیرته سپاري. ریولین ویلي چې دی به اوس له بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو ورته ووایې چې په پام کې لري دا دنده د نتانیاهو عمده سیال او د مرکزي "شین او سپین ګوند" مشر بینې ګانتس ته وسپاري. د اسرائیل د ولسمشر تر دې اعلان دمخه نوموړي روانه اونۍ دوه ځله له نتانیاهو او ګانتس سره ولیدل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر نن له جاپاني چارواکو سره ګوري

د ارګ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر اشرف غني پرون دوشنبه د جاپان پلازمینې توکیو ته ورسید او ټاکل شوې نن (اکټوبر ۲۲مه) د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړي.  په اعلامیې کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې د ولسمشر غني او جاپاني چارواکو ترمنځ خبرې به پر کومو مسایلو ورټول وي. جاپان په تېرو اتلسو کلونو کې څه باندي یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده. توکیو دغه راز په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان سره د مرستو د دوو لویو نړیوالو غونډو کوربه توب هم کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

"خپلمنځي اختلافاتو له امله غزني کې نهه طالبان په زهرو وژل شوي"

د افغانستان په جنوب کې د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي، د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نهه طالبان په زهرو وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، دغه طالبان د خپلمنځي اختلافاتو په نتیجه کې مسموم کړای شوي دي. ښاغلي نوري زیاته کړه: "د دوی ترمنځ خپلمنځي اختلافات دي. د وسله‌والو نښتو ترڅنګ کله چې فرصت پیدا کړي، نو د یو بل په ډلو کې نفوذي کسان لري او دا افراد مسموموي. ظاهراً دغه وسله‌وال د مولوي اسماعیل د ډلې اړوند دي چې دی د کوټې شورا یو مهم غړی دی." د ښاغلي نوري په خبره په دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې شمال کې د اوربند وروستۍ ورځ؛ اردوغان او پوتین پر سوریې غږېږي

رجب طیب اردوغان داسې مهال د روسیې سوچي ښار ته ځي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که کرد ځواکونه د سوریې له شمال‌ختیځ څخه وتل پیل نه‌کړي، ترکیه به‌یې پر وړاندي عملیات له سره پیل کړي.


Синоптик Вильфанд пообещал москвичам комфортную погоду без осадков на выходных

Депздрав Москвы опроверг сведения о массовом отравлении из-за ботулизма

Синоптик сообщил об осадках до 30 мм в столичном регионе с 17 июня

Какие международные, церковные и народные праздники отмечаются 16 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Синоптик Вильфанд пообещал москвичам комфортную погоду без осадков на выходных

Дополнительные автобусы запустили на маршрутах № 22 и № 28 в Химках

ZDF: Бербок недовольна позицией Германии по новым санкциям против России

ФНС Москвы подала иск в суд против блогера Гасанова за долги в 144,8 млн рублей

Музыкальные новости

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новости России

Дополнительные автобусы запустили на маршрутах № 22 и № 28 в Химках

Выставка-посвящение «Первая дама советской скульптуры»

Налоговая подала в суд на блогера Гусейна Гасанова

Синоптик сообщил об осадках до 30 мм в столичном регионе с 17 июня

Экология в России и мире

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Спорт в России и мире

«Наконец-то всё началось». Борис Беккер побывал на матче открытия Евро-2024

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *