یونان کې پولیسو په موټر کې پټ لسګونه افغان پناه غوښتونکي موندلي
![یونان کې پولیسو په موټر کې پټ لسګونه افغان پناه غوښتونکي موندلي](https://gdb.rferl.org/1BDF48C4-3E75-4D4C-9DA4-7A1D3C408F08_w800_h450.jpg)
یوناني چارواکو ویلي چې پولیسو د دغه هېواد په شمال کې ۴۱ پناه غوښتونکي موندلي چې ډېری یې افغانان دي.
د یوناني چارواکو په خبره، ټول پناه غوښتونکي په یوه یخچالي موټر کې پټ شوي وو او د دوشنبې په ورځ (نومبر ۵مه) په شانتي ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال موندل شوي دي.
که څه هم د یونان پولیسو د افغانانو شمېر په دقیقه توګه نهدی ویلی، خو وایي هېڅ چا ته زیان نهدی رسېدلی.
د پولیسو په حواله دا هم ویل شوي چې د تلاشۍ پر مهال د موټر یخچالونه فعال نهوو.
موټر چلوونکی د انسان د قاچاق په تور نیول شوی دی.
یو شمېر پناه غوښتونکي د طبي معاینې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
یونان په اروپا کې د کډوالۍ د بحران له پیله دغې وچې ته د پناه غوښتونکو د ورتلو په یوه مهمه لار بدل شوی دی.
له دې کبله چې دا هېواد ترکیې ته نږدې موقعیت لري، نو ډېری پناه غوښتونکي تر ډېره د یونان لار غوره کوي.
دا لاره له خطره خالي نهده او تر اوسه لسګونه پناه غوښتونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ اوبو کې ډوب شوي دي.