ایران د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي تړون له ژمنو یو بل ګام شاته کېږي
ایران د خپل اټمي پروګرام لپاره د نویو اقداماتو چې هغه د نړۍ له قدرتونو سره په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اټمي تړون له ژمنو د دې هېواد د په شا کیدو بله هڅه بلل شوې، خبر ورکړی.
ایران د خپل اټمي پروګرام لپاره د نویو اقداماتو چې هغه د نړۍ له قدرتونو سره په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اټمي تړون له ژمنو د دې هېواد د په شا کیدو بله هڅه بلل شوې، خبر ورکړی.
په لسګونو افغان کډوال په یونان کې په یوه کانتینر کې موندل شوي، ایران خبرداری ورکړی چې له اټومي تړونه به یو ګام په شا شي. د داعش د وژل شوي مشر خور نیول شوې او په میانمار کې اورلوبې درښکاروو.
ازادي راډیو په کابل کې دوو دولتي پوهنتونونو او دوو تفریح ځایونو ته په نږدې راتلونکي کې وړیا وای فای انټرنټ برابروي.
د ایران حکومت به ځان له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې یو بل ګام لرې کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني نن وویل چې د فوردو په نوم د اټمي تاسیساتو سنټرفیوژونو ته د یورانیم ګاز ورداخلوي. ښاغلي روحاني، نن (نومبر ۵مه) له دولتي ټلوېزیونه په وینا کې وویل چې ایران به سبا لږ تر لږه ۱۰۴۴سنټرفیوژونو ته د یورانیمو د ګاز ور داخلولو لړۍ پیل کړي. د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې پر اساس چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، دا منل شوې وه چې د فوردو سنټرفیوژونه به له ګاز پرته چلېږي. Читать дальше...
احمد فیصل بارکزی شپاړس کلن او د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي د لومړي کال محصل دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د چین بین الافغاني ناسته کې برخه اخلي او د ناستې د ګډونوالو لیست د نهايي کېدو په درشل کې دی.
د افغانستان ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو وزیر د داسې یوې غونډې پر پلان خبرې کړي چې د حکومت او وسلهوالو طالبانو استازي پهکې ګډون وکړي. دا غونډه چې د بینالافغاني ډیالوګ لپاره پلان شوې باید تېره میاشت شوې وی، خو وځنډول شوه. د غونډې لپاره نوې نېټه لا نهده ټاکل شوې. وروستی وار د افغانستان پر سوله د افغانانو ترمنځ خبرې په جولای کې په قطر کې وشوې. د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینهپال نن (نومبر ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د یوه ټولشموله پلاوي پر جوړولو کار کوي. مینهپال وویل چې د پلاوي تشکیل به وروسته څرګند شي. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ۳۴ ولایتونو کې به د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه سر له سبا پیل شي.
یو شمېر کورنۍ چې غواړي خپلو زامنو ته ښځه وکړي، نو د نجونو لیدو لپاره ان د هغوی ښوونځي ته ورځي.
د دغه ولایت یو شمېر کلیوالې مېرمنې وايي، لوی ارمانيې پر زوړنو کې زدهکړې دي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اپوزیسیون ډلو اعتراضونه نن د شپږمې ورځې لپاره دوام لري. د ازادۍ راډیو د مشعل څانګې د راپور له مخې د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن چې دا اعتراضونه یې رابللي، تېره شپه وویل، په دې مبارزه کې د اپوزیسیون ټول ګوندونه ګډ دریځ لري. د دې ګوند یوبل مشر اکرم خان دراني خبریالانو ته وویل د اپوزیسیون مشرانو د حکومت له مرکچي پلاوي سره په کتنه کې د مظاهره چیانو پر څلورو غوښتنو چې یوه یې د صدراعظم عمران خان استعفی ده، ټینګار کړی دی. خو په یو بیان کې چې... Читать дальше...
ترکي چارواکو د اسلامي دولت (داعش) ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مشره خور د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې نیولې ده. رویټرز او اسوشټیدپریس خبري آژانسونه د یوه جګپوړي ترکي مقام په حواله چې نه غواړي نوم یې افشا شي راپور ورکوي چې د بغدادي ۶۵ کلنه خور رسمیه عواد، د هغې مېړه او نږور پرون د نوامبر په څلورمه له پنځو ماشومانو سره په داسې حال کې ونیول شول چې په یوه ټېلر کې استوګن وو. دې ترکي چارواکي د بغدادي د خور نیول د سرو زرو د یوه کان د موندلو په څېر مهم پرمختګ بللی او... Читать дальше...
دا د امریکايي انلاین خبري پاڼې ډیلي بیسټ د یوې مقالې عنوان دی چې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې یې د ځینو افغان سیاستوالو او مشهورو څېرو پر شتمنیو او ماڼیو لیکلی ده.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د ټاکنو او د پایلو د ممکنه ځنډېدا او دغه شان د سولې د سیمه ییزې اجماع په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ میلادي کلونو په ژمي کې د افغانستان کمونیست رژیم یوه وژونکې ډله استخدام کړه چې پخوانی ولسمشر ببرک کارمل په چکسلواکیا کې ووژني.
د پاکستان یوې محکمې په دغه هېواد کې د اپوزېسیون د یوې مشرې او د پخواني صدراعظم نواز شریف د لور مریم نواز ضمانت منلی. نوموړې د پیسو وینځلو له تورونو سره مخ ده. د لاهور سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (نومبر ۴مه) د مسلم لیګ ن د مرستیالې مشرې مریم نواز په اړه پرېکړه وکړه چې ۱۰ میلیونه روپۍ او خپل پاسپورټ د ضمانت په توګه وسپاري. مریم نواز د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان د احتساب د ادارې لهخوا د خوږو د یوې فابریکې (چوهدري شوګر مېلز) د مالي حسابونو په تړاو چې نوموړې یې هم له ونډهوالو ده، ونیول شوه. ... Читать дальше...
وروسته له هغه چې پاکستان د امنیتي اندېښنو له کبله په کابل کې د خپل سفارت قونسلي برخه وتړله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې موضوع څېړنه کوي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد اسوشیټېد پرس خبري اژانس ته ویلي، دوی په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د مسئلې د هواري لپاره په تماس کې دي. پاکستان وايي، د امنیتي اندېښنو له کبلهیې په کابل کې د قونسلي خدمتونو څانګه تړلې چې ورسره تر بلې خبرتیا پورې د ویزو صادرول ځنډول شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په یو بیان کې ویلي چې په اسلاماباد کې... Читать дальше...
د لوېدیځ بالکان لپاره د امریکا ځانګړي استازي متهیو پالمِر شمالي مقدونیا او البانیا ته د اروپايي ټولنې د غړیتوب په ورکولو کې پر ځنډ نیوکه کړې ده. ښاغلي پالمِر چې نوی پر دغه دنده ګمارل شوی د اروپایي ټولنې اقدام یوه تاریخي تېروتنه بللې ده. هغه دغهراز ویلي چې امریکا ټوله هڅه کوي څو اروپایي ټولنه د دریځ بدلولو ته وهڅوي. دغه امریکایي چارواکي د دوشنبې په ورځ (نومبر څلورمه) بلګراد ته د سفر پر مهال د صربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په یوې خبري غونډه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات غواړي د لوېدیځ بالکان هېوادونه هم د اروپا منظره ولري. Читать дальше...
د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې په دوو جلا بمي چاودنو کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. سیمهییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، یوه پېښه په رزمک سیمه کې د ماین د چاودني له کبله شوې او دوه سرتېري پهکې وژل شوي او یو بل ټپي دی. د چارواکو په خبره دا سرتېري په ورځنۍ ګزمې بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه. دوه نور سرتېري په میر علي ښارګوټي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي. حزبالاحرار چې د پاکستان د طالبانو تحریک څخه یوه بېله شوې ډله ده، د دې چاودنو مسؤلیت اخیستی دی. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ۹ تنه چې د ایران د مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي سره اړیکې لري، د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. د امریکا د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ (نومبر څلورمه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دغو نهو کسانو کې د ایران د پوځ لوی درستیز او د هغه یو زوی او دغهراز د ایران د قضائیه قوې مشر هم شامل دي. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن ویلي، هغه کسان چې پر خامنهاي راټول دي او د هغه بېثباتوونکې پالېسۍ تعقیبوي، د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي. دغه بندیزونه په تهران کې د امریکا پر... Читать дальше...
یوناني چارواکو ویلي چې پولیسو د دغه هېواد په شمال کې ۴۱ پناه غوښتونکي موندلي چې ډېری یې افغانان دي. د یوناني چارواکو په خبره، ټول پناه غوښتونکي په یوه یخچالي موټر کې پټ شوي وو او د دوشنبې په ورځ (نومبر ۵مه) په شانتي ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال موندل شوي دي. که څه هم د یونان پولیسو د افغانانو شمېر په دقیقه توګه نهدی ویلی، خو وایي هېڅ چا ته زیان نهدی رسېدلی. د پولیسو په حواله دا هم ویل شوي چې د تلاشۍ پر مهال د موټر یخچالونه فعال نهوو. موټر چلوونکی د انسان د قاچاق په تور نیول شوی دی.... Читать дальше...
حکومتي ځواکونه غواړي د اعتراض کوونکو مخه ونیسي او هغوی سره تیت کړي، خو د مظاهرو د کمېدو څرک نهلګېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه هېواد د امنیتي ادارې لهخوا د بل هېواد سفیر احضارول غیر معمول اقدام نهګڼي، خو د سیاسي چارو پوهان بیا وایي، د پاکستان دا عمل له ډیپلوماتیک عرف سره په ټکر کې دی.