چارواکي: په نیمروز کې د ملکیانو د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څېړنې کېږي
د افغانستان په جَنوب کې د ۲۱۵ میوند قول اردو وايي په نیمروز کې د ملکیانو د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څېړنې کوي.
دا خبره نن د یادې قول اردو په فیسبوک پاڼه په یوه اعلامیه کې راغلې ده.
د نیمروز د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر ازادي راډیو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې افغان هوایي ځواکونو په خاشرود کې پر هستوګن کورونو بریدونه کړي چې پکې ۱۲ تنه ملکيان وژل شوي.
هغه وویل نن ځینې جنازې هم ښار ته راوړل شوي او دوی به وروسته په دې اړه بشپړ معلومات شریک کړي.
د میوند قول اردو چارواکو بیا په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د ملکیانو د مرګژوبلې د ادعاو په اړه خبر ور رسېدلی او سیمه ییزو چارواکو ته یې امر کړی چې د پېښې څېړنه وکړي.
د قول اردو د اعلامیې له مخې افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو د ۹ نمبر لویې لارې په اوږدو کې له خاشرود سره د طالبانو د اخاذۍ مرکز تر هدف لاندې نیولی او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.