په نیمروز کې د وژل شويو ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته وړل شوي
د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د لږ تر لږه ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته وړي او وایي چې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي. د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر ازادي راډیو ته وویل وژل شوي ټول ملکیان دي. هغه زياتوي: "اوه ماشومان دي او اوه هم زنانه دي. تقریباً څوارلس جنازې دي. د دادخواهي لپاره یې راوړې دي. که هوايي حملې دي، په دښمن دي یا طالب هر ډول چې دي باید په دقت وشي او غیر نظامیان باید مړه نه شي." اخوا د میوند قول اردو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان پوځیانو په خاشرود کې د... Читать дальше...