پاکستان سوپرليګ؛ پېښور زلمو کراچي کينګز ته ماتې ورکړه
![پاکستان سوپرليګ؛ پېښور زلمو کراچي کينګز ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-94e9-08db15b3f16f_w800_h450.jpg)
د پاکستان د کرېکټ د سوپر لیګ سیالیو ۱۷مه لوبه پرون چهارشنبې د پېښور زلمو لوبډلې د ۲۴ منډو په توپیر د کراچۍ کینګز له لوبډلې څخه وګټله.
دوه افغان لوبغاړو عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن هم د پېښور زلمو په لوبډله کې لوبه وکړه چې، دواړو د کراچۍ کینګز لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.
عمرزي په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول او مجیب الرحمن هم په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
په دې سیالۍ کې د پېښور زلمو خپلې سیالې ډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف ټاکلی و چې، هغه یې پوره نهکړ او ۱۷۱ منډې یې جوړې کړې.