د اروپايي ټولنې مشران نن د ملګروملتونو له سرمنشي سره د اوکراين پر جګړه خبرې کوي
د اروپایي ټولنې مشران به نن د ملګروملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.
دغه راز به د اروپايي ټولنې مشران هغه پلان تصویب کړي چې کییف ته د توپچي مهماتو لېږد زیاتوي.
ګوتېرش به نن په بروکسل کې د دې ټولنې د دوه ورځنۍ سرمشریزې مېلمه وي.
ګوتېرش داسې مهال په دې سرمشریزه کې چې د بحث یوه مهمه موضوع به یې پر اوکراین څرخي ګډون کوي چې، څو ورځې مخکې د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو صادراتو موافقه لږ تر لږه شپېته ورځې تمدید شوه.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي به هم د ویډیو کنفرانس له لارې له دې سرمشریزې سره یو ځای شي.