روسيه کې د سياسي بندي 'الکسي ناوالني' د نازک روغتيايي وضعيت خبر ورکړل شوی
![روسيه کې د سياسي بندي 'الکسي ناوالني' د نازک روغتيايي وضعيت خبر ورکړل شوی](https://gdb.rferl.org/1bcf0000-0aff-0242-2e67-08d9ca18ee7f_w800_h450.jpg)
له شکنجې سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له روسیې غوښتي چې سیاسي مخالف الکسي ناوالني ته د زندان دننه د بېړنۍ او هر اړخیزې درملنې زمینه برابره کړي.
الیس ایدوارد پرون چهارشنبه دغه غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې د ناوالني د نازک روغتیایي وضعیت په اړه راپورونه خپاره شول.
ایدوارد ویلي، له ادعا سره سم په ۷ میاشتو کې یوولس ځله په یوه سلول کې د ناوالني اچول، مناسب کار نهدی او په خبره یې دا یو ډول شکنجه ده.
د ناوالني پلویانو ویلي چې هغه د معدې له درده کړېږي او دوی ادعا کوي چې دا ممکن هغه ته د زهري موادو له ورکړې وروسته پیدا شوی وي.
د روسیې د رژیم سیاسي مخالف الکسي ناوالني په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه زنداني شو چې جرمني کې تر درملنې وروسته خپل هېواد ته ستون شو.