Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 11.05.2023

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ د ځینو افغانانو بحثونه او تبصرې

که په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي ډک اعتراضونه تاوده وو، نو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ګاونډي هېواد پر روان وضعیت د افغانانو بحثونه او تبصرې هم ګرمې وې. ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو تبصرو او لیکنو کې د پاکستان وروستي حالات او پر دولتي او نظامي ادارو د اعتراض کوونکو بریدونه د خپل هېواد د څو لسیزو له وضعیت سره مقایسه کړي او ځینو دا د پاکستان لپاره د افغانستان د اوږدې کورنۍ جګړې منفي پایلې بللې دي. د ټویټر افغان کارونکي پامیر شنصب په پاکستان کې د یوې اور لګېدنې له تصویر سره د رحمان بابا یو شعر لیکلی او ویلې یې دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول ناقانونه وبلل

د پاکستان سترې محکمې نن د مخکیني صدراعظم عمران خان نیول ناقانونه وبلل. دا حکم د عمران خان د نیولو په درېیمه ورځ او وروسته تر دې صادر شو چې د هغه د نیولو په غبرګون کې خونړي او پراخ اعتراضونه وشول. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته لارښونه شوې چې د ځان د امنیت او خوندیتوب لپاره دې محکمې کې تر بیا حاضرېدو له پولیسو سره پاتې شي. ټاکل شوې چې د خان محاکمه سبا جمعه ترسره شي. خان د سه شنبې په ورځ ونیول شو او په غبرګون کې یې له پراخو ګډوډیو وروسته له پوځه د وضعیت د کنټرول مرسته وغوښتل شوه. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان توقیف "بی اعتباره" وباله

د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد د پخواني صدراعظم د بندی کېدو حکم چې مخکې د اسلام آباد یوې محکمې صادر کړی و، "بی اعتباره" وباله. پولیسو، د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د سی شنبې په ورځ په اسلام آباد کې ونیوه. د هغه تر زنداني کېدو وروسته په پاکستان کې خونړۍ مظاهرې وشوې چې تر اوسه دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

تازه سپورتی خبرونه

د موی تای په نړیوالو لوبو کې د افغان لوبغاړي پرلپسې بریا او د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته د لږې بودیجې په اړه نیوکې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ته د کمې بودیجې ځانګړې کولو غبرګونونه پارولي

په داسې حال کې چې کرکټ نړیوالې شورا یا آی‌سي‌سي د خپلې کلنۍ بودیجې د اعلان په ترڅ کې افغانستان ته د کال ۱۶،۸۲ میلیونه ډالره بودیجه ټاکلې، خو د کرکټ یو شمېر پوهان بیا یاده اندازه پیسې د افغانستان لپاره کمې ګڼي. د کرکټ نړیوالې شورا د چهار شنبې ورځې ناوخته افغانستان ته په کلني ډول ۱۶،۸۲ میلیونه ډالره بودیجه اعلان کړه. افغانستان ته دا بوديجه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ ورکول کېږي. سره له دې چې د کرکټ نړيوالې شورا له خوا تازه اعلان شوې بودیجه د افغانستان لپاره د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کېدو امر کړی

د پاکستان سترې محکمې د مخکیني صدر اعظم عمران خان د خوشې کېدو امر کړی دی. رویټرز خبري اژانس د پاکستان د جیو تلوېزیون په حواله دغه خبر خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې نن په درېیمه پرله‌پسې ورځ هم پاکستان کې د عمران خان تر نیولو وروسته تاوتریخجنې مظاهرې روانې دي. د پوليسو او تحريک انصاف پلويانو ترمنځ په نښتو کې اووه کسان مړه شوي او لسګونه ژوبل دي. بلخوا پوليسو د پاکستان تحريک انصاف لسګونه مشران او سلګونه پلويان نيولي دي. د پېښور لېډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم نن د ازادي راډیو مشال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بنده د مطيع‌الله ويسا او ذبيح‌الله عيار د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د زده‌کړو د برخې د فعال مطیع‌الله ویسا او د شاعر او لیکوال ذبیح‌الله عیار ځینې همکاران او خپلوان د طالبانو له بنده د دوی د ژر ازادېدو غوښتنه کوي. د قلم‌لار بنسټ یوې غړې حسینې سادات د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نه‌شته، موږ د اوسني حکومت له مشرانو غواړو چې ژر تر ژره ویسا ازاد کړي. مطیع‌الله ویسا له هېڅ سیاسي بنسټ سره اړیکه نه درلوده او د ژوند ډېره برخه یې د دردېدلو افغانانو په خدمت کې تېره کړې ده. هغه هیچا ته ګواښ نه و او نه یې کوم سیاسي پروګرام درلود." ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو لپاره شرایط مساعد نه‌دي

څه د پاسه ۶۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي، خو طالبان یې لا هم د پرانیستلو لپاره د مناسبو شرایطو په لټه کې دي. د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا وايي، د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مناسبو شرایطو ته اړتیا ده. نوموړي پنجشېر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې رسنیو ته ویلي: "اوسمهال شرايط مساعد نه‌دي، کله چې شرايط مساعد شي، د شريعت له احکامو سره سم به د ملت په همکارۍ او د علماو په ګډون دغه مسله حل شي." د ښاغلي حبیب الله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: ۸۷۵ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۸۷۵ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. نقیب احمد چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او یوه لور یې په خوارځواکۍ اخته ده وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ماشوم او مور ته مناسب خواړه برابرولای نه‌شو، ځکه یې لور خوارځواکه شوه. نوموړی وايي: "یوه لور مې په خوارځواکۍ اخته ده، ځکه اقتصادي چارې له صفر سره ضرب دي، دندې نه‌شته، هغوی ته کار نه ورکول کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې زده‌کړې کړي، نو هغوی نه‌شي کولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذربایجان پر سرحدي پولو نښتې شوي

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اروپايي ټولنې په منځګړتوب د خبرو اترو په درشل کې نن د مې ۱۱مه د دغو دواړو هېوادونو په پولو کې د نویو بریدونو راپورونه ورکړل شول او دواړو لورو یو بل د دې کار په پیل تورن کړل. د ارمنستان د دفاع وزارت وايي، د اذربایجان ځواکونو نن سهار د دغه هېواد د پلازمېنې ایرووان ختیځ په ۱۸۰ کیلومترۍ کې د دوی پر پوستو ډزې کړي چې په پایله کې یې درې ارمني سرتېري ټپیان شوي دي. خو د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي چې د ارمنستان ځواکونو نن د اذربایجان د پوځ پر پوستو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو اذربایجانی سرتېری سخت ټپي شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ته په ځانګړې شوې کمې بودیجې خواشیني څرګنده شوه

د افغان کرکټ بورډ ځیني پخواني چارواکي د آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا له خوا افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه ډېره کمه بللې ده. له دې ډلې د کرکټ بورډ پخواني اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي په خپل ټوېټر لیکلي چې د آی سي سي له خوا افغانستان ته پر ځانګړې شوې بودیجې خواشینی دی او دی په دې تمه و چې وګوري په کوم اساس افغانستان ته دا لږه بودیجه وړاندیز شوې ده. د کرکټ نړیوالې شورا پرون د خپلو دایمي غړیو لپاره د ۲۰۲۴-۲۰۲۷ کلونو په مخه کلنۍ بودیجې ځانګړې کړه. افغانستان ته تر ټولو کمه بودیجه ټاکل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: زرګونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ د لاسه د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف اندېښنه ښودلې چې زرګونه افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ د لاسه د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د یونېسف د خوړو د برخې مشرې میلاني ګلوین په یوه بیان کې ویلي چې ۸۷۵ زره افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي چې دا یې ژوند ته هم خطر پېښولای شي. یونېسف ټینګار کړی چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو ته د خوړو د برابرولو په خاطر باید دوی ته کافي بودیجه په واک کې ورکړل شي. د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړی که د خوارځواکو ماشومانو د تغدیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو ښوونيز بنسټ په ځینو ولایتونو کې ۷۰۰ نجونو ته کورني ټولګي جوړ کړي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د افغان نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې دي، د بازوان ښوونیز بنسټ په ننګرهار، لغمان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د ۷۰۰ نجونو لپاره د زده کړو کورني ټولګي جوړ کړي دي. د یاد بنسټ مسووله وايي: "ما دا کار له اول ټولګي پیل کړ. د اړتیا او د مشرانو په مشوره، هغوی غوښتل ښوونځي پیل شي، نجونې زده کړې وکړي، بیا زه ورسره همداسې مخته ولاړم." یلدا بازوان چې د پېښور پوهنتون د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: تر اوسه د ځوانو نجونو د زده کړو شرایط نه دي رامنځته شوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر مولوی حبیب الله اغا وایي، تر اوسه په افغانستان کې هغه شرایط نه دي رامنځته شوي چې ځوانې نجونې دې ښوونځیو ته ولاړې شي. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې په پنجشېر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د پرانيستلو په مناسبت غونډه کې کړي دي. په خبر کې نه دي ویل شوي چې نوموړي د ټولو نجونو پر مخ بیا د ښوونځیو د دروازو د پرانيستلو لپاره د څه ډول شرایطو د رامنځته کېدو ویلي، خو له دې مخکې هغه او د طالبانو نورو چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چين له طالبانو د ښځو او نجونو برخه کې د تګلارې د اصلاح کېدو غوښتنه کړې

انلاین انډينډنټ: انلاین انډينډنټ خپرونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی. خپرونې د اسوشېټېډپرس خبري اژانس په حوله ویلي، چین له طالبانو غوښتي چې د افغانو ښځو او نجونو په اړه دې خپله تګلاره بدله او د ترهګري سره په مبارزه کې دې جدي چلند غوره کړي. د خپرونې په ټکو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه اوس هم د طالبانو له موقت حکومت څخه ځینې اندېښنې او تمې لري او هیله‌من دي چې طالبان به په کورني او بهرني سیاست کې د منځلارۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له سوډانه ایستل شوي افغانان: د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بېرته سوډان ته ځو

یو شمېر افغانان چې په سوډان کې د کورنیو جګړو له امله افغانستان ته انتقال شوي وايي، په هغه هېواد کې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته غواړي، بېرته ولاړ شي. میرویس حمیدي هغه افغان چې په سوډان کې یې یو هوټل جوړ کړی و، وايي، په دې هېواد کې یې د افغان زده کوونکو ترڅنګ پنځه نورو افغانانو ته کاري زمینه برابره کړې وه. هغه په سوډان کې د وروستیو جګړو له امله د سعودي عربستان په هڅو اوس افغانستان ته انتقال شوی دی. میرویس حمیدي ازادي راډيو ته وویل: "نږدې یو کال مخکې سوډان ته لاړم، هلته مې هوټل درلود، پنځه نور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د تاوتریخجنو اعتراضونو دوام؛ ملګرو ملتونو پرې اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د پاکستان پرروان وضعیت اندېښنه ښکاره کړې او غوښتنه یې کړې چې په دې هېواد کې دې د قانون حاکمیت ته درناوی وشي. په هغې اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته د ملګرو ملتونو پر ویبسایټ خپره شوې ویل شوي چې انټونیو ګوټېرېش د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته پیل شویو اعتراضونوته ته پام اړولی اوله ټولو اړخونو یې غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. هغه ټینګار کړی چې د سوله ییزو لاریونونو باید درناوی وشي. دغه څرکندونې داسې مهال کېږي چې د عمران خان د پلویانو اعتراضونه نن درېیمې ورځې ته غځېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نبي د سرطان د درملنې روغتون جوړېدو په اړه د روغتيا وزارت له مسوولانو سره ليدلي

د افغانستان د کرکټ وتلي ستوري او پخواني لوبډلمشر محمد نبي هڅه پيل کړې چې دغه هېواد کې د سرطاني ناروغیو در درملنې یو روغتون جوړ کړي. محمدنبي په دې اړه پرون چهارشنبه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره کتلي چې د لیدو کتو جزییات او انځورونه یې باختر اژانس خپاره کړي دي. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، د عامې روغتیا وزارت د دې اقدام په پلي کولو کې دغه افغان لوبغاړي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. محمدنبي څه موده مخکې د عمرې د اداکولو پر مهال یوه پيغام کې ویلي و چې افغانستان ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو ولايتونو کې د ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړل شوی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ډېر شمېر ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی. دې ادارې په دې اړه یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی ویلي، دغه ملخان په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې لیدل شوي دي. یادې ادارې ویلي، دغه ملخان هغه کرنیز محصولات او شنه بوټي خوري چې په افغانستان کې کرل او یا هم شنه کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې دغه ملخان بزګرانو، ټولنې او ټول هېواد ته یو لوی ګواښ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د ملي امنيت پخواني مشر په ۲۰۲۱ کې له طالبانو سره کتلي

د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر ویلیم بورنز د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په پټه په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي. دا هغه وخت و چې طالبان نوي بیا پر کابل واکمن شوي وو او له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر روان و. دغه خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هغې مقاله کې شوې چې د جوبایډن په اداره کې یې د ښاغلي بورنز د بې ساري واک په اړه لیکلې ده. په دې خبر کې د ویلیم بورنز او د طالبانو د لیدو کتو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو نیویارک ټایمز لیکلي چې بورنز د طالبانو رژیم ته مشروعیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه کې د سياسي بندي 'الکسي ناوالني' د نازک روغتيايي وضعيت خبر ورکړل شوی

له شکنجې سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له روسیې غوښتي چې سیاسي مخالف الکسي ناوالني ته د زندان دننه د بېړنۍ او هر اړخیزې درملنې زمینه برابره کړي. الیس ایدوارد پرون چهارشنبه دغه غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې د ناوالني د نازک روغتیایي وضعیت په اړه راپورونه خپاره شول. ایدوارد ویلي، له ادعا سره سم په ۷ میاشتو کې یوولس ځله په یوه سلول کې د ناوالني اچول، مناسب کار نه‌دی او په خبره یې دا یو ډول شکنجه ده. د ناوالني پلویانو ویلي چې هغه د معدې له درده کړېږي او دوی ادعا کوي چې دا ممکن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراين کې د واګنر مشر د مهماتو د نه لرلو له امله بيا شکايت کړی

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګېدونکې اجیرې ډلې واګنر مشر یوګني پریګوژین یوځل بیا خپل شکایتونه تکرار کړي او ویلې يې دي، تر اوسه یې هم د روسیې د دفاع وزارت له خوا کافي مهمات نه‌دي ترلاسه کړي. پریګوژین پرون چهارشنبه پر ټلېګرام چېنل یوه غږیز پيغام کې ویلي، ځواکونه یې د اړتیا وړ یوازې لس فیصده مهمات ترلاسه کوي. هغه د خپلې ډلې د ملاتړ په برخه کې روسیه په بروکراسۍ تورنه کړه او ويې ویل، دوی ته د وسلو د ورکولو په برخه کې اوږدې غونډې جوړوي چې پنځه تر لس ساعتو پورې دوام کوي. د روسیې دفاع وزارت په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: د طالبانو حکومت تر اوسه د رسميت پېژندنې شرطونه نه‌دي پوره کړي

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د رسمیت پېژندنې شرطونه یې پوره کړي، خو د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن وایي، دا شرطونه نه‌دي پوره. نېکلاسن دوحې او کابل ته له سفر وروسته د افغانستان یوه خصوصي تلوېزیون شمشاد سره مرکه کې ویلي، طالبان لا بشپړ د دې جوګه نه‌دي چې نورو هېوادونو ته د ترهګریزو ګواښونو د پېښېدو مخه ونیسي. د هغه په خبره د دوحې د وروستۍ غونډې ګډونوالو هم په اوس وخت کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې وړاندیز ونه‌کړ. د نېکلاسن په خبره، د دوحې د غونډې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان مېشت افغانان: له تېرو دوو ورځو راهيسې له کوره نه‌شو وتلی

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وایي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د ډار په فضا کې ژوند کوي او له کورونو نه‌شي وتلی. په پاکستان کې د مخکیني صدر اعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د مظاهرو او ګډوډیو دوام. نن پرله پسې درېیمه ورځ ده چې د خان پارېدلي پلویان او د تحریک انصاف ګوند غړي په بېلابېلو ښارونو کې راوتلي، لارې سړکونه یې بند کړي او دولتي ودانیو او وسایلو ته یې اور اچولی دی. تر بېګا ناوخته راپورونه ورکول کېدل چې د خان شاوخوا زر پلویان د امنیتي ځواکونو له‌خوا په پنجاب او شاوخوا دوه سوه نور په کراچۍ کې نیول شوي دي. Читать дальше...


Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

Музыкальные новости

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии

Театр «Золотое кольцо» приглашает на Всероссийский Фестиваль гостеприимства «Самоварфест»

Новости России

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде

["Кони привередливые"] "Коней на переправе меняют": Москва развернула нефтяные танкеры у Нью-Дели, наконец проявив решительность, которую не ожидали даже в Вашингтоне. "Дружба-дружбой, а табачок..."

Храм Преображения Господня в Коммунарке

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Северные ночи...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *