کندهار کې د درملو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه
![کندهار کې د درملو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7422-08db667a4531_w800_h450.jpg)
په کندهار ولایت کې د سنو فارما په نوم د درملو د تولید فابریکه پرانیستل شوه.
دغه فابریکه د ۷۱ پانګهوالو لهخوا د یوه سهامي شرکت په مټ د شپږو کلونو په موده کې جوړه شوې، چې شاوخوا پنځوس میلیونه ډالر پانګهونه پرې شوې.
د يادې فابریکې پانګهوال وايي، فابریکه یې د 'ډبلیو ایچ او' او 'جي ایم پي' په نړیوال سټنډرډ برابره ده، چې دا مهال په اتو ساعتونو کې د ۵۶ لکه ټابلېټونو، دوه میلیونه کپسولونو او شپېته زره بوتله شربتو د جوړلو ظرفیت لري.
په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: