Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 06.06.2023

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ کسان مړه شوي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د ۱۰۶ مثبتو پېښو د ثبت او په دغه ناروغۍ د ۷ اخته کسانو د مړینې خبر ورکوي. سید رحمان چې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د څارویو کاروبار کوي وايي، تر ۵۰ ډېرې غواګانې او پسونه لري. هغه ازادي راډيو ته وویل چې مېرمن یې څو ورځې وړاندې د غوا د شیدو پر مهال د غوا په بدن کې د کنې په واسطه وچیچل شوه او له هغې وروسته د کانګو په تبې اخته شوه. سید رحمان زیاته کړه، له هغې وروسته دغه ناروغي د دې د کورنۍ ۷ غړو نور ته هم سرایت وکړ. نوموړی وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په عربستان کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو. دا خبر د سعودي رسنیو ورکړی دی. په ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کېږي چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه موافقه وکړه. ایران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختیځ کې یې ثبات له خطر سره مخ کړی او د یمن، سوریې او لبنان په ګډون یې سیمه ییزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ میاشت کې په خپلو دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو د تمدید طرحه د امریکا کانګرس ته وړاندې شوه

د امریکا د کانګرس درېیو غړو د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا 'ایس آی وي' پروګرام د غځولو طرحه د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړه. تازه د امریکا د کانګرس درېیو جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراتو غړو د دغه هېواد کانګرس ته یوه طرحه وړاندې کړې او د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو یا 'ایس آی وي' ویزو د پروګرام د غځولو غوښتنه یې ترې نه کړې. له افغانو متحدینو څخه د ساتنې قانون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شو او له مخې یې هغو افغانانو ته د ځانګړو ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرولې چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

په بدخشان کې طالب چارواکي وايي، نن سهار د دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید شوی چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وژل شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د فیض‌اباد ښار د محکمې څلور لارې سیمه کې شوې چې په کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

ایران په کور دننه لومړنی جوړ شوی بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن سې‌شنبې په کور دننه جوړ شوی لومړنی داسې بالسټیک توغندی وښود، چې تر غږه چټک ځي. د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د چارواکو له قوله ویلي چې د فتاح په نوم دغه هایپرسونیک توغندی له هر ډول دفاعي چتر څخه تېرېږي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد نه‌دي وړاندې شوي. د راپورونو له مخې د دغې نوي توغندي د ښودلو په مراسمو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قومندانانو او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسې چې نوم یې ده پخپله غوره کړی، ګډون کړی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اقلیمي شرایط او وچکالي؛ ایف اې او: سږ کال به په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه کمه وي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'ایف اې او' وړاندوینه کړې، چې سږ کال به په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه له منځنۍ کچې ټیټه وي. په افغانستان کې یو شمېر کروندګر، سږ کال د دوی حاصلات د تېرو کلونو په پرتله نیمايي اټکلوي. د بامیان ولایت د مرکز د سر اسیاب کلي اوسېدونکي زمان علي ازادي راډيو ته وویل: "له کرنې څخه به مو عاید اخیست، مثلاً د لس خرواره تخمونو څخه به مو درې خرواره غنم اخیستل، خو سږ کال شاید درې خرواره غنم هم ونه‌شي. وچکالي او د اوبو کمښت مونږ ته ډېر زیان رسولی. زمونږ ګاونډیان،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د افغان نجونو زده‌کوونکو مسموميت یو بوږنونکی جنابت وباله

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت شارژدافېرې رافایلا یودیچې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځي له شپېتو د زیاتو زده‌کوونکو مسمومېدل یو بوږنونکی جنایت بللی دی. نوموړې په یوه ټویټ کې یې ټولو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هر ماشوم د زده‌کړې او ښه خوندیتوب لپاره د خوندي ځای مستحق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي. د راپورونو له مخې دا پېښه وړمه ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې رامنځته شوې او ویل شوي چې شاوخوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون نهه تنه نور هم مسموم شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ځینې اوسېدونکي: د کجکي د بند اوبه ایران لوري ته پرېښودل شوي

د هلمند ځینې اوسېدونکي وايي، د کجکي د بند اوبه د ایران لوري ته پرېښودل شوي دي. دوی ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو تازه د کجکي د بند څخه لیدنه هم کړې ده. د سیمې خلک زیاتوي، طالبان اوسمهال د کجکي بند شاوخوا خلکو او خبریالانو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي. ځايي خلک وايي، د کجکي بند کاسه له اوبو نه، بلکې له خاورو ډکه ده. دوی له واکمنو طالبانو غوښتنه کوي چې له ايران دې اوبه راوګرځوي او د یاد بند کاسه دې پاکه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د غويي پر ۲۸مه نېټه د ایران ولسمشر ابراهیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو د جوجیستو افغان ورزشکاره 'ارزو احمدي' نیولې

د جوجیستو افغان ورزشکاره ارزو احمدي چې تازه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی اسلام اباد ته په لاره پاکستاني پولیسو نیولې ده. ارزو احمدي وايي د پاکستان په کراچۍ کې د څلورو هېوادونو په سیالیو کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللې وه، خو د اسلام اباد ته د بېرته راتګ پر مهال د سند پولیسو ونیوله. دې چې په دغه سیالیو کې یې لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه وايي، پاکستاني پولیسو د خپلې خوښۍ نمانځلو ته پرې نه‌ښوده. هغې نن سهار ازادي راډيو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي: "پولیسو نیولې یم. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره پاکستاني کډوال ژوند کوي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره هغه کډوال ژوند کوي چې اکثره یې په ۲۰۱۴ م کال له پاکستانه دې هېواد ته کډه شوي دي. سیګار نن سې شنبې په یوه ټویټ کې د دې خبرې تر څنګ کډوال تر ټولو زیانګالي خلک بللي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۹۶ سلنه یې خوړو او ۵۹ سلنه یې سرپناه ته اړتیا لري او ۴۹ سلنه یې هم روغتیایي خدمتونو ته. اکثره دغه کډوال د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د وزیرستانونو اوسېدونکې دي چې هغه مهال په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ سبا افغانستان او سریلانکا درېيمه سيالي کوي

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به سبا چهارشنبه د جون ۷مه درېیمه یو ورځنۍ سیالي ترسره شي. دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار نهه بجې پيل شي. د دې لوبلړۍ په ترڅ کې لومړۍ سیالۍ افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه، خو په دویمې سیالۍ کې بیا سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه. د سریلانکا کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ تر پیل وړاندې د خپلې ۱۶ کسیزې لوبډلې د اعلانېدو پرمهال ویلي وو، چې دا یې یوازې دوه لوبو ته اعلان شوې لوبغاړي دي؛ ښايي سبانۍ سیالۍ ته په لوبډله کې ځینې تغیرات رامنځته کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټېسټ کرکټ؛ سبا د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پيلېږي

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ اتلولیو د پيل شویو سیالیو پایلوبه سبا چهارشنبه د جون ۷مه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ پیلېږي. دغه سیالي به د انګلستان په 'اوول' لوبغالي کې په ځايي وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې پيل شي. دواړه لوبډلې له یوې اونۍ راهیسې لندن ته راغلي او په تمریناتو بوخت دي. په دې پایلوبه کې به د یادو لوبډلو په ۱۱کسیز ترکیب کې د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري ویرات کولي، روحیت شرما، سټیف سمېټ، مېچل سټارک، ډیوېډ وارنر، شبمن ګېل، محمد شامي او نتن لاین لوبه وکړي. د ویلو ده چې د دې پایلوبې ګټونکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د درملو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه

په کندهار ولایت کې د سنو فارما په نوم د درملو د تولید فابریکه پرانیستل شوه. دغه فابریکه د ۷۱ پانګه‌والو له‌خوا د یوه سهامي شرکت په مټ د شپږو کلونو په موده کې جوړه شوې، چې شاوخوا پنځوس میلیونه ډالر پانګه‌ونه پرې شوې. د يادې فابریکې پانګه‌وال وايي، فابریکه یې د 'ډبلیو ایچ او' او 'جي ایم پي' په نړیوال سټنډرډ برابره ده، چې دا مهال په اتو ساعتونو کې د ۵۶ لکه ټابلېټونو، دوه میلیونه کپسولونو او شپېته زره بوتله شربتو د جوړلو ظرفیت لري. په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د بدلون بهیر پیل کړی

د افغانستان بانک وايي چې په هېواد کې له زړو بانکنوټونو سره د نویو هغو د بدلون پروسه پیل شوې. د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، نن په یوه بیان کې وویل چې د لسو او شلو افغانیو زاړه بانکنوټونه له نن څخه له نویو بانکنوټونو سره بدلېږي. بیان زیاتوي چې خلک کولی شي زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک څانګو کې او نورو سوداګریزو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوي هغه ترلاسه کړي. د هېواد مرکزي بانک وايي، د بانک‌نوټونو د بدلون لپاره هېڅ کمېشن نه اخلي. له دې مخکې ډېرو خلکو د زړو بانک‌نوټونو له چلند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو ښوونیز بنسټ: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

د ملګرو ملتونو سازمان یو ښوونیز بنسټ وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو ډېرې پېښې په کې ثبت شوي دي. که څه هم د یوې ویډیو د ثبت او ځای کره نېټه معلومه نه‌ده، خو په کې یو شمېر نجونې د ټولګي دننه د خپل زړه درد د شعر په ژبه بیانوي. له دوی یو شمېر نورې یې بیا ژاړي. په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیوو خپرونکو لیکلي، دا ویډیو د شپږم ټولګي د نجونو ده چې سږ کال له زده‌کړو فارغېږي او باید راتلونکی کال اووم ټولګي ته ولاړې شي، خو دا چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

د 'تعلیم انتظار نه‌شي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري. د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي. دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو انډول امکانات برابر کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته روان شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د جون ۶مه سعودي عربستان ته خپل سفر پیل کړ. د بلېنکن د سفر هدف به د واشنګټن او ریاض د ترینګلو اړیکو بیا جوړول وي. د دې دوو هېوادونو اړیکې، له تېرو څو کالو راهیسې د ایران او د سیمې د امنیتي پالیسیو پر سر سړې شوي دي. تمه ده چې بلېنکن به په پلازمېنه ریاض او ساحلي ښار جده کې له سعودي چارواکو او احتمالا ولیعهد محمدبن سلمان سره چې د سعودي رښتینی واکمن بلل کېږي وګوري. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم د مې په اوومه په سعودي عربستان کې و.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: روسیې د دنیپر برښنا بند الوزولی

اوکرایني چارواکو پر روسیې تور لګولی چې د دې هېواد په اشغال شوي جنوب کې پر دنیپر سیند جوړ د برښنا بند یې الوزولی دی. د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وینا دې کار د دنیپر سیند میلیونونه لیټره اوبه د سیمې پر لور ورخوشې کړې دي. زیلینسکي دا یو تروریستي عمل بللی. اوکرایني چارواکي وايي، نن سهار له دې برید وروسته له خرسون څخه چې سیمې یې اوبو لاندې کړي، لسګونه زره کسان له کورونو وایستل شول. د چارواکو په وینا، د روسیې د حملې په نتیجه کې د اوبو سطح تر لسو مترو پورې لوړه شوه. په داسې حال کې چې احتمالاً... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له وکیلۍ تر خیاطۍ؛ نویده افضلي: خياطي چې کوم ژاړم

د ژوند په سفر کې کله کله داسې څه پېښېږي، چې چا یې اټکل هم نه وي کړی، لکه له وکالته د خیاطۍ ماشین ته کېناستل. نویده افضلي همداسې یوه مېرمن ده. له نوموړې سره ثنا کاکړ خبرې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

په بدخشان کې د طالبانو سرپرست والي د یوه موټر برید په پایله کې وژل شوی دی. په بدخشان کې طالب چارواکي وايي، نن سهار د دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید شوی چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وژل شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د فیض‌اباد ښار د محکمې څلور لارې سیمه کې شوې چې په کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي. د ده په خبره، ټپیان ټول ملکي وګړي دي. هغه وویل: "نن سهار نږدې ۸ بجې او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'ایف بي آی' د یوه پخواني مامور جسد د هغه د زندان په سلول کې موندل شوی

د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا 'ایف بي آی' د پخواني مامور رابرټ هانسن جسد په کلوراډو ایالت کې د هغه د زندان په سلول کې موندل شوی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې رابرت هانسن د امریکا په تاریخ کې د مخربو جاسوسانو له ډلې یاد کړی دی. په راپورونو کې د زندان د چارواکو په حواله ویل شوي چې د هانسن جسد پرون د جون میاشتې په پنځمه موندل شوی دی. ۷۹ کلن هانسن په ۲۰۰۱ کال کې ونیول شو او وروسته یې اعتراف وکړ چې پر پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې یې حساس یا طبقه بندي شوي اسناد پلورلي دي. هانسن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په صربستان کې د ډله‌ییزو وژنو وروسته د کرکجنو خبرو زیاتوالي اندېښنې رامنځته کړي

د عقیدې او بیان ازادي په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ایرینه خان په صربستان کې د ډله‌ییزې وژنې تر دو پېښو وروسته د کرکجنو خبرو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، صربستان باید ژر تر ژره د کرکجنو او تفرقه اچونکو خبرو په وړاندې چې په ټولنه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، اقدام وکړي. تازه صربستان په ۴۸ ساعتونو کې د ډزو د دو پېښو شاهد و چې په‌کې څو تنه ټپیان شول. د ملګرو ملتونو د بیان په دوام کې راغلي چې دغو ډزو پر ټول صربستان اغېز کړی او له دې پېښې د کرکې خپرولو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د ۱۴۴ هېوادونو تر منځ ۲۹م مقام خپل کړی

د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د نړۍ د ۱۴۴ هېوادونو تر منځ  ۲۹م مقام خپل کړی دی. افغانستان د تکواندو د نړیوالو اتلولۍ لوبو څخه وروسته دې مقام ته رسېدلی. د تکواندو نړیوالۍ سیالۍ د جنوبي کوریا په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د افغانستان د تکواندو اووه لوبغاړي دې لوبو ته چې په اذربایجان کې وشوې ورغلي وو، چې دغو افغان لوبغاړو د هانک کانګ، کولمبیا، اسراییل او مقدونیې په وړاندې خپلې لوبې وګټلې. په مجموعي توګه افغانستان له دې لوبو ۱۱ امتیازونه وګټل او په نړیواله رده بندي کې مخته راغلل. د افغانستان د تکواندو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'آی او ایم' متخصصانو ۱۷۵ زره افغانانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د دوی روغتیايي متخصصانو  د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تر مې میاشتې پورې د یو لکه پنځه اویا زره ۱۷۵۰۰۰ افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. 'آی‌ او‌ ايم' پرون دوشنبه په خپل ټویټر کې وویل چې دغو کارپوهانو د رواني زده‌کړو په فعالیتونو کې هم مرسته کړې ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان دا هم وايي چې د دوی متخصصان  په افغانستان کې د کړکېچ او ناورین له اغېزو ځپلو افغانانو سره مرسته کوي. تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا 'آی او ایم'... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قاضي: اسټراليايي سرتېری او د هغه شاهدان صادقه نه وو

اسټرالیايي قاضي انټوني بیسانکو ویلي، بین رابرټز سمېت او د هغه څلور اصلي شاهدان صادقه نه وو. دا خبره د قاضي بیسانکو په ۷۳۶ مخیزه مفصله سند کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو راغلې. د اسټرالیایي ځانګړیو ځواکونو پخوانی سرتېری ۴۴ کلن بین رابرټز سمېت تورن شوی چې په افغانستان کې د پوځې ماموریت د ترسره کولو پر مهال یې په ناقانونه توګه د شپږو افغانانو په وژلو کې لاس درلود. رابرټز سمېت چې د اسټرالیا د یوه تر ټولو ویاړلي سرتېري په نوم مشهوره وو، تېره پنجشنبه هغه دعوه وبایلله چې درې ورځپاڼې یې د خپل ځان په بدنامولو تورنې کړې وې.


Яд в бульоне. Врач объяснила, из каких съедобных грибов не стоит варить суп

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

News24: президента ЮАР Рамафосу переизбрали на новый срок

У россиян могут начать массово отбирать квартиры: о чем предупреждает эксперт



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Яд в бульоне. Врач объяснила, из каких съедобных грибов не стоит варить суп

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

Режиссер Игорь Меркулов скончался на 62-м году жизни

Свыше 900 школьников из Химок сдали ОГЭ по дополнительным предметам

Музыкальные новости

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина пройдет в Тульской области

В Москве тушат пожар в здании у метро «Динамо»

Новости России

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Экология в России и мире

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *