اروپایي ټولنې له بې وزله افغانانو سره د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
![اروپایي ټولنې له بې وزله افغانانو سره د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه](https://gdb.rferl.org/00db0000-0a00-0242-9976-08d9be508b71_w800_h450.jpg)
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د میلیونونه بې وزله کسانو د لاسنیوي په موخه د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
ټاکل شوې چې دغه پيسې د آغا خان بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د کرنې د رغونې او پراختیا ټولنې له لارې مصرف شي.
اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې وویل، دغه مرسته د افغانستان خلکو ته چې په نړۍ کې له لوی بشري ناورین سره مخامخ دي، ځانګړې شوې ده.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.