ملګري ملتونه: د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي
![ملګري ملتونه: د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي](https://gdb.rferl.org/b052487c-3d97-446c-8eb1-75f6f62cf7e8_w800_h450.jpg)
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په خبره، د دې خبریالانو په وژنې کې یوازي له لسو څخه په کمو قضیو کې عدالت تامین شوی دی.
نن د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.
د دې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې اصلي قاتلان نه دي مجازات شوي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی په یوه اعلامیه کې ویلي، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د څه باندې ۱۶۵ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې قضیې ثبت شوي دي.
نی د نړیوالې جزايي محکمې څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو وژنې د بشر ضد جرایمو په توګه په رسیمت په وپېژني.