Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 02.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو د ایستلو دوام؛ ځینو افغان سندرغاړو د پاتې کېدو لپاره د پېښور محکمې ته درخواست ورکړی

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده، ځینو افغان سندرغاړو په دې هېواد کې د پاتې کېدو لپاره د پېښور سترې محکمې ته درخواست یا وړاندیز کړی دی. دغو سندرغاړو محکمې ته ویلي، په افغانستان کې د دوی ژوند له خطر سره مخ کېدای شي نو له همدې امله دې دوی ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي. د پېښور سترې محکمې نن د نومبر دوهمه د هغه افغانانو سندرغاړو وړاندیز واورېده چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته دلته کډه شوي او اوس وېره احساسوي چې که افغانستان ته بېرته ستانه شي نو ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار ته ستانه شوي کډوال: زمونږ ټوله شتمني په پاکستان کې پاتې شوه

له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې ستانه شوي افغان کډوال وايي، ټوله شتمني يې هلته پاتې شوې او دوی خالي لاسونه راغلي دي. دوی غوښتنه کوي چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې باید اساسي لاسنیوی وشي ترڅو بېرته عادي ژوند ته وګرځي. بلخوا په سپین بولدک کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو ریاست مسوولان وايي، یوازې په تېرو دو ورځو کې تر لس زره زیات کډوال د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

مینه‌ګل: داسې فکر کوم چې پردي هېواد ته ځم

هغه افغانان چې پاکستان کې زېږېدلي اوس د شړل کېدونکو کډوالو په ډله کې دي. یو شمېر هغه افغانان هم د شړل کېدونکو کډوالو په ډله کې راغلي چې پاکستان کې زېږېدلي دي. مینه‌ګل یوه دغې ډلې ده چې په وینا یې پاکستان کې یې سترګې غړولي او اوس نه پوهېږي چې افغانستان کې به یې اوس ژوند له څه ډول برخلیک سره مخ شي؟

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هندوستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د کرکټ په روان پنځوس اوریز نړیوال جام کې هندوستان خپله ۷مه سیالي د ۳۰۲ منډو په توپیر له سریلانکا وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. هندوستان چې ۷ سیالۍ یې کړي او ټولې یې ګټلي دي، لومړنۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته رسېږي. د اکټوبر په دوهمه نېټه د ممبي په وانکيډي لوبغالي کې هندوستان سریلانکا ته د ۳۵۸ منډو هدف ټاکلی و، خو یادې لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۵۵ منډې وکړې. د هند لپاره په توپوهنه کې شبمن ګیل ۹۲، ویرات کولي ۸۸ او شریس آیر ۸۲ منډې کړې وې. د سریلانکا چټک توپ اچونکي مدوشنکا بیا ۵ هندي توپوهونکي سوځولي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: طالبانو د تېر نظام لسګونه ځواکونه او د برتانوي سرتېرو همکاران شکنجه او وژلي

درېیو برتانوي رسنیو د یوه څېړنیز راپور په خپرولو ادعا کړې چې طالبانو د تېر جمهوري حکومت د ځانګړو ځواکونو لسګونه پخواني سرتېري او د برتانوي ځواکونو پخواني همکاران شکنجه کړي او یا یې وژلي دي. د دې څیړنیز مستند راپور لیکوالان، سکای نیوز، انډېپېنډېنټ او لایت‌هاوس ریپورترز ۲۴، دا ډول قضیې تعقیب، مستند او تایید کړي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي. په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې یو شمېر دغه پوځیان نه دي توانېدلي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي او ډېری یې لا هم په افغانستان کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د افغانانو نیول او د ساتنې مرکزونو ته یې د لېږد دوام

د پاکستان له‌خوا د بې اسنادو کډوالو د راټولو او ایستلو د لومړي پړاو په پیلېدو په سلهاوو افغانان په پاکستان کې د ساتنې موقتي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، دا افغانان به د نوملیکنې له پروسې وروسته افغانستان ته واستول شي.

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان څارنوالانو او عدلي کارکوونکو ایستلو اندېښنې رامنځته کړي

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او د څارنوالانو ایتلاف د څارنوالانو لپاره له پاکستانه غواړي چې له دغه هېواده د افغان بشري حقونو د مدافعینو، څارنوالانو او عدلي کارکوونکو له ايستلو لاس واخلي. د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او دغه شان د څارنوالانو ایتلاف د څارنوالانو لپاره د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو د مدافعینو، څارنوالانو او د افغانستان د عدلي او قضايي سکتور د کارکوونکو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دغو بنسټونو چې مرکز یې د امریکا په نیویارک ښار کې دی، د چهارشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ چټکوالی؛ پاکستان ولې دا لړۍ پیل کړې؟

په داسې حال کې چې د پاکستان له‌خوا د افغانانو په ګډون د ميليونونو غیرقانوني کډوالو د ايستلو یو میاشتنی ضرب الاجل پای رسېدلی له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده. د پاکستان د وروستي اقدام په اړه چې ولې او د کومې موخې لپاره يې د لسیزو کلونو کوربه توب وروسته د میلیونونو افغانانو په ګډون د غیرقانوني کډوالو ایستل پیل کړل، بېلابېل نظرونه موجود دي. د افغانستان او پاکستان یو شمېر پخواني چارواکي او دغه شان سیاسي کارپوهان د پاکستان دغه کړنه د نړیوالې ټولنې په ګټه او د دغه هېواد د امنیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټروټ: د نیدرلینډ پر وړاندې د افغانستان سیالي راته ډېره ارزښتمنه ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جاناتن ټروټ د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲مه نېټه وویل، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالي ورته ډېره ارزښتمنه ده او خپل سیال ته په کمه سترګه نه ګوري. ټاکل شوې چې سبا جمعه د اکټوبر په درېیمه نېټه افغانستان او نیدرلینډ د هندوستان په لکنو ښار کې سره سیالي وکړي. ټروټ زیاته کړه، د نیدرلینډ پر وړاندې سیالۍ ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله یې څرګنده کړه چې ډېره ښه پایله به ترلاسه کوي. هغه وايي: "مونږ به سبا د یوه داسې ډچ لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړو چې په خپلو تېرو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: تراوسه له پاکستانه افغانستان ته ۱۶۵زره افغان کډوال بېرته ستانه شوي

وروسته له هغې چې د پاکستان موقت حکومت اعلان وکړ چې له دې هېواده به ټول غیرقانوني افغان کډوال باسي، د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ تراوسه ۱۶۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چمن سرحدي چارواکو فرانس پرېس ته ویلي، په دې وروستیو کې ټولټال څه باندې اته دېرش زره کسان له دې لارې افغانستان ته اوښتي دي. په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د پاکستان له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل پرون چهارشنبه پای ته رسېدلی او دا مهال پاکستاني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو په خبره، د دې خبریالانو په وژنې کې یوازي له لسو څخه په کمو قضیو کې عدالت تامین شوی دی. نن د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنې اصلي قاتلان نه دي مجازات شوي. له دې سره هممهاله، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی په یوه اعلامیه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کولیبا: اوکراین په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، کییف به په روان کال کې هڅه وکړي چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي. ډیمیټرو کولیبا نن د نومبر په دوهمه په برلین کې خبریالانو ته وویل، اوکراین خوشبینه دی چې اصلاحات راولي او لازم قوانین تصویب کړي. پر اوکراین د روسیې له یرغل څو ورځې وروسته دې هېواد په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه او څو میاشتې وروسته يې په دې ټولنې کې د غړیتوب لپاره ونومول شو.

Pa.azadiradio.com 

د اوربند د ټینګېدو د هڅو سره سره اسراییلي ځواکونه د غزې په لور خوځېدلي

په داسې حال کې چې امريکا او عربي هېوادونو د غزې تړانګې د محاصرې د کمولو او د ملکيانو د مرستې لپاره د لنډمهالي اوربند ډيپلوماتيکې هڅې ګړندۍ کړې، بلخوا د اسرایيلو ځمکني ځواکونه نن پنجشنبه د نومبر ٢مه د غزې ښار پر لور خوځېدلي دي. یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ملکیانو ته د لاسرسي په پار د بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه، اسراییلي ځمکني ځواکونه نن پنجشنبه د نومبر په ۲مه د غزې ښار پر لور خوځېدلي دي. د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، د جګړې درېدل به د لا زیاتو مرستو رسولو ته لاره خلاصه کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو د استوګنې او خوړو نشتوالي اندېښنې رامنځته کړي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا 'سېف ده چلډرن' له پاکستانه افغانستان ته د ستانه شویو افغان کډوالو لپاره د استوګنې او خوړو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د یادې ادارې په ویبپاڼه خپور شو، له پاکستانه د ستانه شویو افغان ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې ده. یادې ادارې په خپل راپور کې لیکلي، هره ورځ په سلګونه افغان ماشومان له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي چې د اوسېدو لپاره ځای او د خوړو لپاره پیسې نه لري. په دې وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ نړیوال بنسټوڼه: دا کډوال په افغانستان کې د استوګنې ځای نه لري

یو شمېر مرسته کوونکي نړیوال بنسټونه وايي، هغه افغانان چې له پاکستانه ایستل کېږي، په افغانستان کې د استوګنې لپاره داسې ځای نه لري چې ورشي. په داسې حال کې چې نن هم د پاکستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، ځینې مرسته کوونکې نړیوال بنسټونه وايي چې دا کډوال د افغانستان دننه د استوګنې لپاره داسې ځایونه نه لري چې ورشي. د ناروې او ډنمارک د کډوالو شوراګانو او د ژغورنۍ نړیوالې کمېټې نن په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په چټکۍ د هغو افغان کډوالو شمېر په ډېرېدو دی چې له پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کډوالو ایستل؛ ځینو پاکستاني سیاستوالو او فعالانو پرې محکمې ته اعتراض وړاندې کړی

په پاکستان کې ځينو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو له دغه هېواده په زوره د افغان کډوالو ايستلو خلاف سترې محکمې ته اعتراض وړاندې کړی دی. دا اعتراض د نومبر په لومړۍ د پاکستان پيپلز ګوند مخکښ فرحت الله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او يو شمېر نورو کسانو ثبت کړی دی. محسن دواړ پر خپله ایکسپاڼه ليکلي چې په اعتراض کې يې د سرپرست حکومت لخوا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه ننګولې/چلنج کړې. ډان ورځپاڼه ليکي دغه درخواست چې لا هم سترې محکمې د اورېدنې لپاره نه دی منظور کړی، په کې ويل شوي چې د حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: پاکستان دې د افغان پناه غوښتونکو سره د چلند برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي

د امریکا متحده ایالات وايي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو هېوادونو غواړي چې د پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د اجباري نه ایستلو اصولو ته درناوی وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر پرون د نومبر لومړۍ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان په کلکه هڅوو هغو افغانانو ته د ننوتلو اجازه ورکړي چې د نړیوالو مرستو په لټه کې دي او د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي." یوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د ترافیکي پېښې له کبله یوه مېرمن وژل شوې

د بغلان ولایت په برکي ولسوالۍ کې په یوې ترافیکي پېښه کې یوه وژل شوې ده. د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دغه ترافیکي پېښه نن سهار پنجشنبې د لړم ۱۱مه د بغلان د برکي ولسوالۍ په تاوه شخ کوتل سیمه کې د یو عراده فیلډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. په پېښه کې د یوې ښځې په وژل کېدو سربېره د یو ماشوم په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي هم دي. تېره شپه هم د بغلان په پلخمري کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۳ تنه وژل شوي وو او ۷ تنه نور ټپیان شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

جرمني له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

جرمني له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښکاره کړه. د 'ډي پي اې' خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل، دا هېواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده جرمني ته ولېږدول شي. ده ونه ویل چې څومره افغانان به له پاکستان څخه جرمني ته بوځي. پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، هغه افغان کډوال به له پاکستان څخه ونه باسي چې له دغه هېواده جرمني ته د تلو انتظار باسي. پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د امریکا له لوري د افغانانو اړوند ورسپارل شوی لېست نیمګړی وباله

پاکستان پرون وویل، له دغه هېواده د هغو افغانانو لېست چې امریکا یې خپل هېواد ته بیايي، نیمګړی دی. د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یوه امریکايي چارواکي وویل، چې دوی هڅه کوي چې ۲۵ زره هغه افغانان چې په شرایطو برابر دي، له پاکستان څخه امریکا ته بوځي. پرون درو پاکستاني چارواکو تایید کړه چې اسلام اباد د دې ډول افغانانو لېست ترلاسه کړی، خو ویې ویل چې دا لېست نیمګړی دی او معلومات یې بشپړ نه دي. د پاکستان له لوري بې اسناده افغان کډوالو ته ټاکل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد او اوس ډېر داسې افغانان چې د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر: د اسراییل او حماس جګړه باید په موقتي ډول ودرول شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د اسراییل او حماس جګړه باید په موقتي ډول ودرول شي چې بشري مرستې ورسیږي او بندیان خوشي شي. ده پرون چهارشنبې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل کمپاین ته د مالي مرستو د ټولولو په غونډه کې وینا کوله چې یو اعتراض کوونکی یې په خبرو کې ورولوېد او د اوربند غوښتنه یې وکړه. د امریکا ولسمشر په ځواب کې وویل، د ده په نظر په جګړه کې یوه وقفه لازمه ده، د دې دمې معنا دا ده چې د بندیانو د خلاصون لپاره فرصت رامنځته شي. اسراییل تراوسه پورې له ملکي فلسطینیانو سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوجاریک: د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د فلسطینیانو وژنو بوږنولی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویندوی وايي، په غزه کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د کډوالو پر جبالیا کمپ د اسراییل په هوايي حملو کې د فلسطینیانو وژنو بوږنولی دی. سټېفن دوجاریک پرون خبریالانو ته همداراز وویل، سرمنشي د ملکي وګړو هر راز وژنې په کلکه غندي. ده زیاته کړه، د ملګروملتو سرمنشي ټینګار کوي چې ټولې خواوې باید د ملکیانو او پوځیانو ترمنځ د توپیر کولو په شمول بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.

Pa.azadiradio.com 

سیګار: ملګري ملتونه په هرو پنځلسو ورځو کې افغانستان ته ۸۰ میلیون ډالره نغدې پیسې لېږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار وایي، شاوخوا په هرو دوو اوونیو کې ملګري ملتونه افغانستان ته اتیا میلیون ډالره نغدې پیسې لېږدوي چې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کېږي. دا خبره سیګار پرون چهارشنبې د امریکا کانګرس ته په وړاندې کړي خپل نوي درې میاشتنې راپور کې کړې او ویلې دي چې دغه پیسې نه د افغانستان مرکزي بانک ته لېږدول کېږي او نه هم طالبانو ته ورکول کېږي بلکې هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د مالي څارنې او ارزونې د ځانګړي میکانیزم له لارې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په غزه کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو بریدونه وغندل

ملګرو ملتونو پرون چهارشنبې د غزې په تړانګه کې د کډوالو په تر ټولو لوی کمپ بریدونه وغندل چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو یاند سټیفان دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله ډېر وېرېدلی دی. هغه وویل د جبالیه د کډوالو پر لوی کمپ د اسراییلو په هوایي بریدونو د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي، خو شمېر یې نه دی ښودل شوی. حماس وویل چې د اکټوبر په ۳۱مه پر دې کمپ په برید کې لږترلږه ۴۷ کسان وژل شوي دي. Читать дальше...


«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.

Камчатский театр драмы и комедии стал лауреатом Международного фестиваля

«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Музыкальные новости

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ

Театр «Золотое кольцо» приглашает на Всероссийский Фестиваль гостеприимства «Самоварфест»

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

Новости России

Стотысячный ребенок появился на свет в перинатальном центре в Балашихе

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

В Подмосковье планируется благоустроить около 100 общественных пространств

Политолог Данилин: Россия повышает возможности для социального продвижения

Экология в России и мире

Dior Resort 2025

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Moscow.media

Северные ночи...

Прощайте, я от вас улетаю

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *