نړیوال جام؛ د پاکستان او انګلستان ترمنځ سیالي پیل شوې
![نړیوال جام؛ د پاکستان او انګلستان ترمنځ سیالي پیل شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-6824-08dbe06fb306_w800_h450.jpg)
د کرکټ نړیوال جام ۴۴مه سیالي د انګلستان او پاکستان ترمنځ د هندوستان د کلکتې ښار په اېډن ګاډن لوبغالي کې پيل شوې ده.
د لوبې پچه انګلستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړې ده.
پاکستانۍ لوبډله لا هم هیله لري چې انګلستان ته په ستر تفاوت ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته ووځي.
پاکستان هغه وخت نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس درلود، چې لومړی یې توپوهنه کړی وای او انګلستان ته یې د ۲۸۷ منډو په توپير ماتې ورکړې وای.
تر یادې لوبې وروسته به څرګنده شي چې نیمه پایلوبې ته کومه لوبډله رسیږي، د نېټ رن رېټ پر اساس د نیوزیلینډ لوبډلې چانسونه زیات ښودل شوي دي.
دغه راز نن د اسټرالیا او بنګله دېش ترمنځ هم لوبه جریان لري.
بنګله دېش خپله توپوهنه بشپړه کړې ده او د ۷ وېکټو په تاوان یې ۳۰۶ منډې کړې دي.
دا په لېګ پړاو کې د یادو ټولو لوبډلو لپاره وروستۍ سیالۍ دي.