Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 11.11.2023

Pa.azadiradio.com 

اردوغان: د اسراییل او فلسطینیانو د کړکېچ حلولو لپاره دې نړیوال کنفرانس جوړ شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د اسراییل او فلسطینانو ترمنځ د روان کړکېچ د دایمي حل لپاره باید د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. ښاغلي اردوغان دا څرګندونې نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکاریو د سازمان ګډې غونډې ته په وینا کې وکړې. د دې غونډې ګډونوال مشران غواړي اسراییل دې ته وهڅوي چې په غزه کې د دښمنۍ عملیات پای ته ورسوي. ترکیه چې په غزه کې د روان بشري بحران له کبله یې پر اسراییلو انتقادونو ته زور ورکړی، د اسراییل او فلسطین د دوو دولتونو د حل لارې پلوي دی او د حماس ډلې یوشمېر غړو ته یې هم پناه ورکړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریون روان دی

په لندن کې نن د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریون روان دی. په عین حال کې یوشمېر ښي اړخو تندلارو مظاهره چیانو له هغو پولیسو سره نښتې وکړې چې د دې دوو ډلو ترمنځ د نښتو د مخنیوي لپاره یې پراخ تدابیر نیولي دي. ویل کېږي چې د فلسطینیانو د پلوي لاریونوالو شمېر سلګونه زرو ته رسېږي. د دوی پرضد ښي اړخي تندلارې ډلې هم په داسې ورځ چې برېتانویان یې د جګړې د ګډونوالو په یاد لمانځي، د لندن سړکونو ته راووتل. د لندن ښاري پولیس وايي، په ځوابي مظاهره کې یو زیات شمېر کسانو ګډون کړی و، چې له دوی سره یې په تاوتریخوالي سره چلند وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر تهران ته په سفر تللی

له ایران څخه د طالبانو د حکومت د ۳۰ کسیز پلاوي له راستنېدو وروسته د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن تهران تللی دی. ښاغلي منصور د شنبې په ورځ په اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د دغه رسمي سفر په ترڅ کې به له ایراني چارواکو سره د برېښنا د هوکړې د نوي کولو په اړه خبرې وکړي. هغه نور جزیات ورنه کړل. ایران د افغانستان لویدیځو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا ورکوي. په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته له شپږ ورځني سفر وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: تېرو ۱۰ ورځو کې ۳ لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

نږدې درې لکه افغانان په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه خپل هېواد ته تللي دي. دا خبره په تورخم او چمن کې پاکستاني چارواکو ازادي راډیو ته کړې ده. د راپورونو له مخې، په تورخم باندې شاوخوا ۲۱۷ زره افغانان او په چمن باندې ۸۵زره افغانان د نومبر له لومړۍ تر دې دمه خپل هېواد ته اوښتي. د طالبانو چارواکو ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو نوملیکنه کوي او په موقتي کمپونو کې یې مېشتوي.

Pa.azadiradio.com 

بلاول بوټو: د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د موقت حکومت پالېسي د پوښتنې وړ ده

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د موقت حکومت پر پالیسۍ د نیوکې په ترڅ کې ویلي، باید د ملکي افغانانو او ترهګرو ترمنځ توپیر وشي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، بلاول بوټو زرداري پرون (جمعه) په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان کډوالو د ایستلو په اړه د حکومت پالیسۍ یو لړ پوښتنې راپورته کړي دي. ده ټینګار وکړ چې د خلکو پر خلاف اقدامات د هدف په ترلاسه کولو کې هیڅکله مرسته نه شی کولی. د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړیو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینې: طالبانو د ولسي جرګې ۳ وکیلان او د سیاسي چارو یو کارپوه بندیان کړي

داسې ادعاوې شته چې د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې درې غړي: حیدرجان نعيم‌زوی، الله ګل مجاهد او ملا تره خېل او د سیاسي چارو کارپوه محمد عمر نهضت نیولي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو کسانو نیول نه تایید او نه هم رد کړي او پر يادو کسانو کوم تورونه هم رسنيز شوي نه‌دي. د سیاسي چارو د کارپوه، محمد عمر نهضت زوی شمعریز نهضت، ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت استخباراتي کړیو یې پلار تېره پنجشنبه له غرمې مخکې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې له خپل کور څخه نیولی دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان مېشتي اسناد لرونکي افغان کډوال: د استوګنې غځول شوې موده مو خورا کمه ده

د پاکستان حکومت له دې اعلان ورسته، چې په دغه هیواد کې یې د کډوالۍ اسناد لرونکو افغانانو د استوګني موده د روان میلادي کال تر ورستۍ نېټې پورې غځولې ده، یو شمېر افغان کډوال وايي، دا موده ډیره کمه ده او دوی وتلو ته نه شي چمتو کېدای. د دوی په خبره، دلته یې پراخ کاروبارونه دي او راټولیدل یې وخت ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د کال پای ته نږدې یوه نیمه میاشت پاتې ده. دخیبر پښتونخوا د پېښور ښار په بورډ بازار کې یو افغان کاروباري عبادالله ناصري ازادي راډیو ته وویل: " تر ډیسمبر پورې تقریبا یوه نیمه دوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران سره نوي هوکړه لیکونه؛ چابهار به د کراچۍ بندر بدیل شي؟

ايران ته د طالبانو د حکومت يو پلاوي سفر چې تېره اوونۍ دغه هېواد ته تللی و، تېره ورځ هېواد ته راستنېدو سره سم وويل، ايراني حکومت سره يې د سوداګرۍ برخه کې بېلابېل هوکړه‌ ليکونه لاس‌ليک کړي دي. د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزيون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي يو کلېپ خپور کړی چې په‌کې يې ويلي دي، د ايران حکومت ورسره ژمنه کړې چې سر له نن څخه افغان سوداګر کولی شي، د چابهار بندر له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادرات وکړي. نوموړي ويلي: " زموږ سفر له لاسته‌راوړنو ډک و، زموږ د سفر يوازېنۍ موخه د چابهار له لارې صادرات و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تازه ستنو شویو کډوالو شکایت؛ هوا سړیږي، سرپناه او د ژوند امکانات نه لرو

په داسې حال کې چې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د مرستو د وېش لړۍ دوام لري، یو شمېر یې شکایت کوي چې په سړه هوا کې د ژوند کولو هیڅ امکانات نه لري. په کابل کې د يوې اته کسيزې کورنۍ مشر عبدالعظيم وايي، دوه کاله وړاندې يې پاکستان ته د تګ پر مهال د پاسپورټ او ويزې د ترلاسه کولو او په پاکستان کې د اوسېدو د لګښتونو د پوره کولو په موخه خپل کور او د کور توکي خرڅ کړل. هغه ازادي راډيو ته وویل، اوس چې بېرته راستون شوی، په دې سړو او سختو ورځو کې د ژوند کولو سمې اسانتیاوې نه لري. نوموړی زیاتوي: "مونږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګالوپ د نظر پوښتنې پایلې: د افغان ښځو ستونزې زیاتې خو ازادي یې ډېره محدوده ده

د ګالوپ څېړنیز بنسټ د یوې نظرپوښتنې له مخې چې پايلې يې د جمعې په ورځ اعلان شوې ويل شوي، افغان مېرمنې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او ازادي یې محدوده شوې ده. په جولای میاشت کې تر سره شوې دغې نظر پوښتنې ښودلې چې په افغانستان کې دننه د ښځو او نجونو راتلونکى د کار، زدکړو او تولنيزو فعاليتونو په برخه کې له محدوديتونو سره مخ دي . د نظر پوښتنې پر بنسټ چمتو شوی راپور زیاتوي چې له پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو ښځو او نجونو ايستل دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. د نظر پوښتنې پر بنسټ ١١ سلنه ښځو ويلي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبډله او نړیوال جام؛ افغانان یې سږنی ګډون څنګه ارزوي؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ زېږدیر کال د کرکټ په ۵۰ اوریز نړیوال جام کې خپل سفر په څلور بریاوو او پنځو ماتو سره پای ته ورسوو. عام افغانان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې د دې لوبیز سفر په اړه څه نظر لري. په دې اړه ثنا کاکړ یو شمېر دوی پوښتلي دي. راپور په نړیوال جام کې د پاکستان په وړاندې د افغان لوبډلې تر بریا ورسته د دغې لوبدلې د خوشحالۍ په شیبو پیلېږي. د دغه راپور د اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: د تورخم له لارې ۵۰ زره افغان کډوال را ستانه شوي

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي، د تورخم له لارې ۵۰ زره کورنۍ خپل هیواد ته راغلي دي. په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس بازمحمد عبدالرحمان پرون (پنجشنبې) وویل، له کله چې پاکستان په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، یوازې د تورخم له لارې ۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي او تورخم ته نژدې په یوه موقت کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. ده همداراز وویل، د دغو کسانو نومونه د نړیوالو مرستندویو موسسو له لوري ثبت شوي څو مرستې ترلاسه کړي او بیا خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ د پاکستان او انګلستان ترمنځ سیالي پیل شوې

د کرکټ نړیوال جام ۴۴مه سیالي د انګلستان او پاکستان ترمنځ د هندوستان د کلکتې ښار په اېډن ګاډن لوبغالي کې پيل شوې ده. د لوبې پچه انګلستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړې ده. پاکستانۍ لوبډله لا هم هیله لري چې انګلستان ته په ستر تفاوت ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته ووځي. پاکستان هغه وخت نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس درلود، چې لومړی یې توپوهنه کړی وای او انګلستان ته یې د ۲۸۷ منډو په توپير ماتې ورکړې وای. تر یادې لوبې وروسته به څرګنده شي چې نیمه پایلوبې ته کومه لوبډله رسیږي، د نېټ رن رېټ پر اساس د نیوزیلینډ لوبډلې چانسونه زیات ښودل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ نړیوال جام؛ د استرالیا او بنګله دېش لوبه روانه ده

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې د استرالیا او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ مسابقه روانه ده. د دې سیالۍ پچه استرالیا وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی توپ وهنه یا بیټنګ بنګله دېش وکړي. په دې سیالۍ، کې چې د هند د پونې په لوبغالي کې روانه ده، د بنګله دېش لوبډلې ۸ لوبغاړي وسوځېدل او په ۵۰ اورونو کې (۳۰۶) منډې وکړې. د دې مسابقې ګټل او بایلل د استرالیا پر وضعیت ډېر اغېز نه کوي ځکه چې د استرالیا لوبډله، د هند او جنوبي افریقا ترڅنګ نیمه پایلوبې ته بریالۍ شوې ده. د نن ورځې بله سیالي د انګلیستان او پاکستان ترمنځ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د باډي بلډنګ نړیواله سیالي؛ افغان لوبغاړي محمد ایوب عظیمي دویم مقام وګاټه

محمدایوب اعظمي په باډي بلډنګ یا بدن روزنه کې د نړۍ دوهم مقام وګاټه. د افغانستان د بدني روزنې ملي فدراسیون وايي، افغان لوبغاړي محمدایوب اعظمي نن (شنبه) د بدني روزنې د مسابقو په څوارلسم پړاو کې، چې په جنوبي کوریا کې روانې دي، د سپینو زرو میډال وګوټ. اعظمي، چې سل کیلو وزن لري، له سیالۍ وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د دې میډال ویاړ د خپل ولایت، هرات اوسیدونکو ته ډالۍ کوي. ده همداراز وویل چې په هرات کې د زلزلو له کبله یې په سخته تمرین کاوه او شپه به یې په موټر کې تېروله.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ: غزه کې مو د حماس ډلې ۱۱ مرکزونه نیولي

د اسراییل پوځ نن (شنبې) وویل چې د غزې تړانګې په شمال کې د دوی مځکني ځواک د تېرو دوو اوونیو په عملیاتو کې د حماس د سختدریځې ډلې ۱۱ مرکزونه نیولي دي. حماس د امریکا او اسراییل له لوري تروریستي ډله پېژندل کېږي. د دغه پوځ په وینا، دوی د غزې په شمال کې د یوه ښوونځي ترڅنګ د حماس یو تونل ویجاړ کړی دی او نن سهار یې د حماس ډلې پر یوه ځانګړي ځواک بمباري کړې ده. له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ چې د یو شمېر اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره د څو هیوادونو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی خو په دې برخه کې اصلي پرمختګ د غزې په وضعیت پورې تړلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو عالي کمېشنري: پاکستان دې د افغان کډوالو نیول، ستنول او ځورول ودروي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو نیول، ستنول او ځورول پای ته ورسوي. دغې کمېشنرۍ پرون په یوه بیان کې ویلي چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخېدای شي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي. د کډوالو د خوندیتوب په چارو د دې کمیشنرۍ مرستیالې جیلیان ټریګز پرون له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په زوره ایستل ودروي. دې پر خپله اېکسپاڼه همداراز لیکلي، له پاکستانه د هغو افغانانو د نه ایستلو غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا پر کرکټ بورډ بندیز ولګول شو

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د سریلانکا کرکټ بورډ غړیتوب وځنډول شو. کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د نومبر په ۱۰مه نېټه یوه اعلامیه خپره کړې او پکې یې ویلي، د مهمو سرغړونو پر اساس یې د سريلانکا کرکټ بورډ غړیتوب ځنډولی دی. د یادې شورا اعلامیه وايي: " د سریلانکا کرکټ بورډ خپلواکي نه درلوده او په چارو کې یې حکومتي مسولینو لاسوهنې کولې." دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ په روان پنځوس اوریز نړیوال جام کې د ۷ سیالیو تر بایللو وروسته د یاد هېواد حکومت د کرکټ بورډ ټول چارواکي له دندو ګوښه کړل او یوه موقته اداره یې ورته وټاکله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې بې‌اسناده افغان کډوال په پټه توګه ژوند کوي

په پاکستان کې یو شمېر بې‌اسناده افغانان د پولیسو له وېرې په پټه توګه ژوند کوي. یو له دغو افغانانو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې افغانستان ته په لېږلو به یې ژوند له خطر سره مخ شي. پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د ۱.۷ میلیونه بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې.

Pa.azadiradio.com 

بښنې نړیوال سازمان:له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، چې دغه اېستل کیدونکي کډوال ښایي د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د محرومیت او انساني ناورین له خطر سره مخامخ شي. د جنوبي اسیا لپاره د یاد شوي سازمان د کمپاینونو د سیمه ییز مدیر مرستیال لیویا ساکاردي Livia Saccardi د جمعې پر ورځ، په یوه اعلامیه کې وویل هېڅوک نه باید د ډله ییز اخراج له خطر سره مخ شي. د سرچینې په وینا، پاکستان باید پر خپلو نړیوالو حقوقي ژمنو او له هغې ډلې د کډوالو د په زوره نه ایستو پر ژمنې عمل وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران په ایلام ولایت کې ۵.۲ درجې زلزله شوې ده

یوې زلزلې پرون جمعه د ایران لویدیځې سیمې ولړزولې. د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي د دې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۵،۲ درجې او مرکز یې د ایلام ولایت آبادان ښار ته نژدې د ځمکې په ۱۰ کیلومتر ژور تل کې و. د ایلام والي محمدرحماني ویلي دي چې دې زلزلې انساني تلفات نه دي اړولي.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغان بزګرانو سره مرسته اړینه وبلله

ملګري ملتونه وايي، که په افغانستان کې له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې ونه شي، په دې هېواد کې به بزګر نور هم بې‌وزله شي. هغه سروې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له خوا د سپوږمکۍ د تصوريرو په مرسته ترسره شوې ښيي چې پروسږ کال په دوه لکه او ۳۳ زرو هکتارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وه، خو په روان ميلادي کال کې دا کښت يوازې لس زره او اته سوه هکتاره ښودل شوی دی. که څه هم د طالبانو حکومت سږ کال ملګرو ملتونو ته اجازه ورنه کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت له نژدې څخه وڅاري، خو د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عربي ټولنې په خپلو غونډو کې بشار اسد ته د ګډون اجازه ورکړه

تمه ده چې د سوریې ولسمشر بشاراسد د عربي ټولنې په غونډه کې چې د غزې د وضعیت په اړه د بحث لپاره په سعودي عربستان کې جوړېږي ګډون وکړي. د سوریې دولتي خبري آژانس سانا پرون دا راپور ورکړ. په دې غونډه کې د اسد ګډون د سوریې او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو نښه ګڼل کېږي. عربي ټولنې په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه د سوریې غړیتوب وځنډاوه چې د اسد حکومت مخالف معترضان سخت وځپل او د ده دې اقدام په سوریه کې د کورنۍ جګړې اور بل کړ. اسد د یوې لسیزې انزوا په دوام په عربي ټولنه کې د سوریې د غړیتوب له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میانمار کې نښتې؛ ۵۰ زره تنه بې ځایه شوي

ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې د میانمار یا برما په ختیځ کې د واکمن پوځ او قومي وسله والو ډلو په نښتو کې شاوخوا پنځوس زره کسان بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې یا اوچا له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ډېرو خلکو د توغندیو او هوايي حملو له وېرې په مذهبي ځایونو کې پناه اخیستې ده او ځینو نورو بیا هڅه کړې چې له سرحد څخه چین ته واوړي. اوچا ویلي دي چې په وروستیو دوو اونیو کې د درنو نښتو له کبله لږترلږه ۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د جرمني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام سره مخه ښه وکړه

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې د جنوبي افریقا پر وړاندې د بېګانۍ لوبې له بایللو سره له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه. په پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې د بېټینګ پرېکړه وکړه او په ۵۰ اوورونو کې یې د سیالې لوبډلې لپاره د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه. خو جنوبي افریقا په ۴۸ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دې هدف ته ورسېده. په هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام په نیم پایلوبه کې اوس د کوربه هند، جنوبي افریقا او اسټرالیا ګډون یقیني شوی. نیوزیلنډ هم په ښه دریځ کې دی خو پاکستان یې یوازې په هغه صورت کې ځای... Читать дальше...


Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Извинения не помогли – конфликт в троллейбусе стал уголовным делом

СК требует продлить срок ареста экс-замминистра обороны Тимуру Иванову

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Музыкальные новости

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

Сотрудники Дмитровского ОВО Росгвардии по Московской области приняли участия в спортивном празднике Динамо

Новости России

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Финэксперт Тальдрик: покупать иностранную валюту лучше после стабилизации курса

Экология в России и мире

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Спорт в России и мире

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Moscow.media

Закат на Катуни

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *