د کانګو جګړې تر ۵ لکو کسان بې ځایه کړي
![د کانګو جګړې تر ۵ لکو کسان بې ځایه کړي](https://gdb.rferl.org/521BA929-9102-4304-8BBC-F2EB2B8A3C8F_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د جګړې له کبله نږدې پنځه لکه کسان بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ نن جمعه په جنیوا کې دغه خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، په شمالي کیوو (North Kivu) ولایت کې، چې له یوګانډا او رووانډا سره پر پوله پروت دی، وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی.
په کانګو جمهوریت کې دولتي ځواکونه هڅه کوي پر ختیځه سیمه چې په طبیعي زېرمو غني ده کنټرول ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ د کډه شویو کسانو شمېر څلورنیم لکه یاد کړ او ویې ویل لږ تر لږه دوه لکه نور داخلي بې ځایه شوي کسان له بشري مرستو بې برخې دي.