د پاکستان د نوي پارلمان د کار پيل
![د پاکستان د نوي پارلمان د کار پيل](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-4280-08dc393454a2_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان د نوي پارلمان غړو نن( د فبرورۍ په ۲۹مه) خپله لومړنۍ غونډه او د لوړې مراسم ترسره کړل.
دا غونډه، په دغه هېواد کې له پارلماني ټاکنو څخه درې اوونۍ وروسته په داسې مهال پيل شوه چې په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې موجودې دي.
تمه ده چې ژر به د پاکستان پارلمان نوی صدراعظم هم وټاکي.