د فوټبال غورهلیګ سیالۍ: منچسټر یونایټد استوک سیټي ته ماتې ورکړه
د انګلستان د فوټبال د غورهلیګ سیالیو په لړ کې تېره شپه منچسټر یونایټد استوک سیټي ته ماتې ورکړه.
د منچسټر یونایټد لوبډلې درې ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانیستله، خو استوک سیټي لوبډلې د لوبې تر پایه یو ګول هم ترسره نهکړ.
د اروپا د غورهلیګ سیالیو د جدول په سر کې منچسټر سیټي د ۶۲ امتیازونو په درلودو لومړی او منچسټر یونایټد د ۵۰ امتیازونو په لرلو په دوهم ځای کې دی.
او اسپانیا د لالیګا په سیالیو کې بیا تېره شپه لیګانس ۲/۳ په پایلې سره ریال بتیس ته لوبه وبایلله.