خوستوال: خلکو ته دې د والګي ضد واکسین ولګول شي
د خوست مدني فعالان او روڼ اندي د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې انسانانو ته دې، د مرغانو د والګي ناروغي د لېږد مخنیوي واکسین ولګول شي.
د خوست مدني فعالان او روڼ اندي د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې انسانانو ته دې، د مرغانو د والګي ناروغي د لېږد مخنیوي واکسین ولګول شي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر سیوري لاندې یو سل او اویا تنه ښځینه او نارينه ځوانانو ته له شپږ میاشتینیو حرفوي یا کسبي زده کړو وروسته د فراغت سندونه او د کار اوزار ورکړل شول.
له پاکستانه خپرېدونکو ځينو مطبوعاتو ليکلي چې په قطر کې د طالبانو د غېر رسمي دفتر يو پلاوی اسلام اباد ته تللی وو. د رپورټونو ترمخه، دوه اونۍ مخکې تللي دې پلاوي د افغانستان حکومت سره د سولې مذاکراتو پېلولو په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
وروسته له هغې چې په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو راپورونه خپاره شول د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، تر اوسه له طالبانو سره مستقیماً خبرې نهدي شوي. د دې شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک دغه څرګندونې نن په کابل کې د سولې په اړه د مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو په یوه ملي کنفرانس کې وکړې. د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي بیا وویل چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جاري دي او په ملي او نړیواله سطحه د سولې د تأمین لپاره شرایط برابر شوي دي. د افغانستان حکومت او طالبانو... Читать дальше...
د بغلان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پنځو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرامالدین سریع د سې شنبې په ورځ وویل چې د البرز ۲۲ په نوم دغو عملیاتو کې چې د ډنډ شهابالدین په سیمه کې دوه ورځې مخکې پیل شوي، په وژل شویو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي. هغه په دې عملیاتو کې د اوو وسلهوالو د ټپي کېدو تر څنګ وویل چې ډېرې سیمې د مخالفینو له کنټروله وتلي دي. په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل پروسې د دوهم نړیوال کنفرانس د ځنډېدو خبر ورکوي. ټاکل شوې وه چې د دې پروسې دوهم کنفرانس د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو کې جوړ شي. خو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه کنفرانس د فبرورۍ د میاشتې دریمې اوونۍ ته ځکه ځنډېدلی چې دوی غواړي ورته ښه تیاری ونیسي. ښاغلي اندېشه زیاته کړه، دولت په پام کې لري چې د افغانستان د سولې په اړه د ټولو ترسره شویو غونډو نتیجې سره راغونډې کړي. د کابل پروسې لومړنۍ... Читать дальше...
ازبکستان په پام کې لري چې د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت د لویو لارو او واټونو په خوا کې کوچني جوماتونه جوړ کړي. د پلازمېنې تاشکند لوی مولوي انور قاري تورسونوف د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کوچنیو جوماتونو جوړول به مسلمانانو سره مرسته وکړي چې د ورځې پنځه وخته لمونځونه په جوماتونو کې وکړي. د مذهبي چارو لپاره د یوې دولتي کمېټې یوه چارواکي ازادي راډیو ته ویلي چې دغه جوماتونه به د اسلامي هېوادونو د سیلانیانو اړتیاوې هم پوره کړي او زیاتهیې کړې چې که غوښتنه وشي د نورو ادیانو د پیروانو لپاره به د عبادت کوچني ځایونه جوړ کړي. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د قزاقستان په نوښت چې دا مهال د ملګرو ملتونو د ...
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر وايي، له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې لپاره غیر رسمي اړیکې دوام لري چې اوسمهال د سولې لپاره یو هیله بخښونکي پړاو ته رسېدلي دي.
د افغانستان مشرانو جرګه د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لهخوا د داعش وسلهوالې ډلې په ملاتړ د ...
د اسرائیل صدراعظم له هند څخه د شپږ ورځنۍ کتنې په درېیمه ورځ نن سې شنبه په اګره ښار کې له تاج محله لیدنه کوي. د نتانیاهو او د مېرمنې ساره د دې کتنې لپاره د تاج محل او شااوخوا سیمو کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. ویل کېږي چې د سیلانیانو په لوړ فصل کې د ورځې تر ۷۰ زره پورې کسان له دغې تاریخي ماڼۍ څخه چې د ۱۷مۍ پېړۍ په نیمایي کې د مغولو امپراطور شاه جهان د خپلې خوښې ملکې ممتاز محل لپاره جوړه کړې وه، لیدنه کوي. د اسرائیل صدراعظم چې له هند سره د اړیکو د پیاوړي کېدو په هدف هغه هېواد ته تللی، پرون دوشنبهیې... Читать дальше...
شېرين ګرديوال له تېرو ۴۰ کالو راهسې په جرمني کې مېشت دی او هلته يې د پښتنو کلتوري او سياسي هلې ځلې روانې ساتلې دي. نوموړي له خپلو ملګرو سره په شريکه له تېرو څلورو لسيزو راهسې يوشمېر کلتوري غونډې کړې دي چې پکې د پښتونخوا او افغانستان له بېلا بېلو سيمو هنرمندان هم بلل شوي دي. د دې ترڅنګ یې د پښتون سوشل ډېموکرېټ ګوند په نوم د يوه سياسي ګوند په جوړولو کې هم مهم رول لرلی دی. له نوموړي سره په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال محمد عمران مرکه کړې ده
واشنګټن مېشت فريډم هاوس انسټټیوټ وايي، په ټوله نړۍ کې ډموکراسي له تهديد سره مخامخ ده او د شا تګ په حال کې ...
په امریکا کې مېشته د ازادي کور یا فريډم هاوس په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانونو...
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ په پوهنتونونو کې برښنايي کتابتونونه ...
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ په پوهنتونونو کې برښنايي...
د پاکستان سپريم کورټ له اووه کلنې ماشومې زینبې سره د جنسي تېري او وژنې له خپلې مخې یادګېرنې (از خود نوټس)په کېس کې د پنجاب له ټولو پلټونکیو ډلو جواب غوښتی او پر يوويشتمه نېټه يې عدالت ته ورغوښتي دي.
د افغانستان مشرانو جرګه د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لخوا د داعش وسله والې ډلې...
تمه ده نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ماښام په هند کې د افغانستان او هندوستان د کرکټ بورډ مسؤلین په يوه خبري ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کېدونکې لومړۍ ټېست لوبې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي. د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرفالدین شاکر نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دغې خبري ناسته کې به د يادې پنځه ورځنۍ يا ټېست لوبې نېټه او ځای په ډاګه شي. د ښاغلي شاکر په خبره، د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مشران به د کرکټ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پياوړتیا هم خبرې وکړي.
د انګلستان د فوټبال د غورهلیګ سیالیو په لړ کې تېره شپه منچسټر یونایټد استوک سیټي ته ماتې ورکړه. د منچسټر یونایټد لوبډلې درې ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانیستله، خو استوک سیټي لوبډلې د لوبې تر پایه یو ګول هم ترسره نهکړ. د اروپا د غورهلیګ سیالیو د جدول په سر کې منچسټر سیټي د ۶۲ امتیازونو په درلودو لومړی او منچسټر یونایټد د ۵۰ امتیازونو په لرلو په دوهم ځای کې دی. او اسپانیا د لالیګا په سیالیو کې بیا تېره شپه لیګانس ۲/۳ په پایلې سره ریال بتیس ته لوبه وبایلله.
د کابل ښار زرګونه ښاریان په ښار کې له ککړې هوا ځورېږي او د همدغې ککړې هوا زیانونه هره ورځ د ناروغۍ په بڼه ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، پولیس په ځینو غیر قانوني مواردو کې لاس لري. په غیر قانوني مواردو کې د پولیسو د ...
په پړانګ غار کې د مېوو بارغونو کې د مالټو هغه ډېر مشهوره دي. د دې ځای مالټې پېښور او نورو ښارونو ته ځي. په دې باغ کې کارکوونکي ځوانان وايي دې روزګار يې اقتصاد برابر کړی دی. شهنواز ترکزي پرې ويډيو راپور جوړ کړی
د کوسوو په شمال کې د اولیور ایوانویچ په نوم د اقلیت صربیانو یو سیاستوال نن سې شنبه د خپل دفتر په مخ کې په ډزو ووژل شو. دغه پېښه د میترویڅه په ښار کې رامنځته شوې ده. د هغه مدافع وکیل د ازادي راډيو د بالکان څانګې ته وویل چې ایوانویچ د ټپونو له امله ساه ورکړه. ایوانویچ د ډموکراسۍ، عدالت او ازادۍ په نوم د یوې مدني ټولنې مشر و چې غړو یې د ۲۰۱۷ کال د کوسوو په سیمهییزو انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي وو.
په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا نی وايي، سره له دې چې په غزني ولایت کې رسنۍ او خبریالان...