بدخشان کې د پولیسو او قاچاق وړونکو ترمنځ نښته کې ۳ پولیس وژل شوي
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د پولیسو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو تر منځ په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر کرامت نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، پولیسو تېره شپه په شهربزرګ ولسوالۍ کې د مخدره موادو له قاچاق وړونکو سره جنګ کړی دی.
ښاغلي کرامت وویل:
"په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او دری نور سرحدي پولیس ټپیان دي، د مخدره موادو یو قاچاق وړونکی هم ژوبل شوی دی. "
دی وايي، نښته وروسته له هغه وشوه چې پولیسو غوښتل ځینې قاچاق وړونکي ونیسي.