مصر کې زرګونه کاله پخوانی قبر موندل شوی
په مصر کې لرغونپوهانو د پنځم سلطنت د وختونو مقبره موندلې چې شاوخوا ۴۴۰۰ کاله پخوانۍ ده. د مشال همکارې انیسه اجمل پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په مصر کې لرغونپوهانو د پنځم سلطنت د وختونو مقبره موندلې چې شاوخوا ۴۴۰۰ کاله پخوانۍ ده. د مشال همکارې انیسه اجمل پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
استاد سراهنګ د هندي کلاسېکې موسيقۍ د زده کړې لپاره هند ته سفرونه کړي، هلته يې کنسرټونه هم ورکړي او جايزې او انعامونه يې ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په میډیټرانه سمندرګي کې ډوبې شوې کشتۍ کې ۳۲ پاکستاني وګړي مړه شوي چې پکې د دیارلسو کسانو مړي موندل شوي او پیژندل شوي دي. دا پیښه د تیرې چارشنبې په ورځ ( جنورۍ په ۳۱ مه نیټه) ناوخته شوې ده.
له تېرې څه مودې نه په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو پر ضد د تشدد پیښې ډیرې شوي دي. د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکونکي وايي چې په تیرو دریوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ۵۴ خواجه سرا وژل شوي دي.
په افغانستان کي د شمالي وزیرستان مېشت کډوال وايي، حکومت ورته په بیا بیا د ستنېدو نېټې اعلان کړې دي خو دا عمل لا هم نه دی پیل شوی. د شمالي وزیرستان زرګونه کډوال د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو له کبله خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته ولاړل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ممکن د «کابل ـ بلخ» امنیتي کمپنۍ وتړل شي او یو شمېر مسؤلین او ...
د ادارې په خبره، پاکستان وار د مخه تر ۶۰ فيصدو زياته بجلي له کويلې، ګيس او تېلو تر لاسه کوي، او دا چې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د بجلۍ جوړولو نوې پروژې به د هغه هېواد اب وهوا نوره هم ککړه او د وګړيو يې ژوند اغېزمن کړي.
تمه ده دری عیسوي مذهبه ایرانیان نن د دغه هېواد انقلابي محکمې ته حاضر شي. کشیش ویکتور بت تمرز، امین افشار نادري او هادي عسکري دری عیسویان دي چې د ۲۰۱۷ کال محکمې د حکم په وړاندې استېناف غوښتنه وکړي. دوی عیسویت ته د تبلیغ په خاطر په لسو کلونو بند محکوم شوي. له دې ډلې امین افشار نادري مقدساتو ته د سپکاوي په جلا جرم په پنځو کلونو اضافي بند هم محکوم شوی دی. تورن کسان د منصفه پلاوي، مدافع وکیلانو او ډېری وخت د شواهدو په نشتوالي کې په داسې حال کې محاکمه کېږي چې اعترافات یې په وهل ټکولو کړي دي.... Читать дальше...
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دعوه کړې چې د ريپبلېکن ګوند د کانګرېس هغه لیک دې بې ګنا ثابت کړی دی چې پکې تور پورې شوی چې د امریکا فېډرالي تحقیقاتي ادارې FBI د خپل واک ناسم استمال کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تخار ولایت کې د یوې صحرايي محاکمې پرمهال د یوې ښځې...
منظور پښتون وايي چې د فاټا جنګ ځپلی ولس اسلام اباد ته رسېدلی او په دې تمه وو چې محمود خان اڅکزی او اسفنديار ولي خان به ورشي.
د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګه لیکي، په ایران کې درې عیسویان د اسلامي انقلاب عدالت ته وړاندې کیږي. دا دری ایراني عیسویان چې په ۲۰۱۷م کال کې پر دوی په کلیسا کې د غیرقانوني فعالیتونو او د عیساییت تبلیغ ورکولو تورن دي پر دوی د لګول شویو تورونو خلاف اپیل کوي.
تمه ده چې سبا دوشنبه د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډله د اردن د فوټبال ښځینه لوبډلې سره دوهمه دوستانه لوبه وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه سبا ماښام د اردن عمان ښار د پیترا په ورزشي لوبغالي ترسره کېږي. د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله د دوو دوستانه سیالیو لپاره اردون تللې چې لومړۍ لوبه یې د ۵ ـ۰ په پایلې سره بایللې ده. د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې غړی شمس امیني وايي،د دغو دوستانه سیالیو هدف د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ظرفیت لوړول دي.
ټاکل شوې سبا په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو لړۍ پيل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې د دغو سیالیو لپاره ښه تمرینات کړي او د زېمبابوې په وړاندې روانو سیالیو ته پوره چمتو ده. د ده په خبره د زېمبابوې سره د روانو لوبو لړۍ سبا پیلېږي او د فبروري میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې دوام کوي. د د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو د دغه لړۍ هدف پنځوس اوریز نړیوال جام غوراوي لوبو ته چمتو... Читать дальше...
د روسيې دفاع وزارت تاييد کړې چې د فبرورۍ پر درېيمه د هغه هېواد يوه جنګي الوتکه د شام په قلمرو کې ويشتل شوې او غورځول شوې او پيلوټ يې هم وژل شوی دی. اعلاميه زياتوي، لومړي شواهد ښيي چې دغه روسۍ جنګي الوتکه له الوتکې ضد توغندي سره په نښه شوې وه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، ممکن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو ...
د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، د ده د انتخاباتي کمپاین او روسیې تر منځ د اړیکو د څېړنې په باب د «اف. بي. ای» د واک د سو استفادې په اړه د کانګرس د جمهوري غوښتونکو یادداشت ده ته بشپړ بری ورکوي. هغه پرون شنبه ناوخته په دې اړه ټوېټ وکړ. ټرمپ په خپل ټوېټ کې وویل چې دا یاداشت هغه ته کامله بریا ورکوي، خو لا هم له روسیې سره د اړیکو لرلو لانجمنې څېړنې چې دی ورته د "شیشکې ښکار" وايي، دوام لري. د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو په استخباراتو کمېټه کې تېره اوونۍ دا یادداشت نشر کړ چې وروسته له غبرګونو سره مخ شو. Читать дальше...
د کونړ پر دانګام او سر کاڼو ولسوالیو تېره شپه د پاکستان پوځ یو ځل بیا ۱۸۵ د توپونو ګولۍ را ویشتلي چې پکې ۴ ولسي وګړي ټپیان شوي دي. د دانګام ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو له سیمې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه لس بجې د پاکستان پوځ د دوی پر سیمه د توپونو لسګونو ډزې کړي چې پکې خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي او څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي. پر همدې مهال د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان د کونړ پر دوو ولسوالیو تېره شپه بیا بریدونه پیل کړي او په دانګام کې پر یوه کور د... Читать дальше...
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د پولیسو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو تر منځ په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او درې نور ژوبل دي. د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر کرامت نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، پولیسو تېره شپه په شهربزرګ ولسوالۍ کې د مخدره موادو له قاچاق وړونکو سره جنګ کړی دی. ښاغلي کرامت وویل: "په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او دری نور سرحدي پولیس ټپیان دي، د مخدره موادو یو قاچاق وړونکی هم ژوبل شوی دی. " دی وايي، نښته وروسته له هغه وشوه چې پولیسو غوښتل ځینې قاچاق وړونکي ونیسي.
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په یوه هوايي حمله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې سخت ژوبل دی. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید تېره شپه په الینګار ولسوالۍ کې شوی دی. نوموړي زیاته کړه: "هغوی په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهوره قوماندان عثمان ډلې لپاره فعالیت کاوه. " وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د پاکستان مطبوعات وايي چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومه وسله والو د جماعت اسلامي ګوند يو ځايې مشر ملک طفيل خان وژلی دی. د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تصديق وکړ چې ملک طفيل وژل شوی دی.
د اسټرالیا د کرکټ غوره لیګ يا بګ باش سیالیو اتلولي اډلېډ سټرايکرز لوبډلې خپله کړه. په پایلوبه کې اډليډ سټرایکرز لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۲ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې هوبارټ هریکنز ته يې د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د هریکنز لوبډلې د ۵ وکټو په زیان سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او پایلوبه یې د ۲۵ منډو په توپير بایلوده. افغان ستوری راشد خان هم په همدغه لوبډله کې لوبېده خو پایلوبه یې د ملي لوبډلې د سیالیو لپاره له لاسه ورکړه او اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې له ملي لوبډلې سره يوځای شوی. Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، تر کومه چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترورېستي ډلو ...
د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات میا ثاقب نثار په یو بیان کې ویلي چې په هیواد کې د جمهوریت د خوندي ساتلو لپاره به هر ډول ګامونه پورته کړي. نوموړي د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د وفاقي ججانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د عدليې ذمه واري جوړيږي چې خلکو ته زر تر زره انصاف ورکړي.