په بنو کې د جماعت اسلامي یو مشر ملک طفیل وژل شوی
د پاکستان مطبوعات وايي چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومه وسله والو د جماعت اسلامي ګوند يو ځايې مشر ملک طفيل خان وژلی دی. د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تصديق وکړ چې ملک طفيل وژل شوی دی.