د ازبکستان له حکومت نه د بشري حقونو د سازمان غوښتنه
د بشري حقونو دوولسو سازمانونو د ازبکستان له حکومت څخه غوښتي چې یو خبریال او نور هغه کسان له زندانه راخوشي کړي چې وایي، د بیان د آزادي له حق څخه یې یوازي په مسالمت آمېزه ډول استفاده کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان او یوولس نورو سازمانونو تېره ورځ په یوې اعلامیې کې له تاشکند څخه وغوښتل چې د خپلواک خبریال بابا مراد عبدالایف پر وړاندې د بد چلند او ځورونې د ادعاوو د تحقیقاتو بې پلويتوب ډاډمن کړي.
نوموړی په تېر سپټمبر کې د واکمن رژیم د ړنګولو لپاره د دسیسې په تور ونیول شو.
که چېري مجرم وپېژندل شو تر شل کاله به په حبس محکوم شي.
د عبدالایف خپلوان او مدافع وکیل وایي چې په توقیف کې له هغه سره بدچلند شوی دی.