د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت خلاف ګامونه
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د مالي بدعنوانیو د څار یوې ادارې ته خواست کړی دی چې پاکستان په هغه فهرست کې شامل کړي چې پکې د ترهګرو د مالي مرسته کوونکو هېوادونو څار کېږي.رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په هغه فهرست کې د شاملیدو نه خوندي وساتي چې د فنانشل ایکشن ټاسک فورس په نوم نړیوالې ادارې له خوا جوړ شوې دی.